لوی څارنوالي: ۵۶ کسان د خبریالانو د وژنې په تور نیول شوي

روهي(درې نۍ/۸ د تلې)، د لوی څارنوالۍ دفتر پرون دوشنبه ویلې، چې د خبریالانو په وړاندې د ۳۰ وژنو په تړاو یې له کابل او نورو ولایتونو څخه ۵۶ کسان نیولي دي.


ددې ادارې په وینا، چې نېول شوې کسان یې له ۱۶ تر ۳۰ کالونو په بند او یا هم په اعدام محکوم شوې دي.


له ۱۳۸۰ نېولې تر ۱۳۹۸ کالونو پورې د خبریالانو د وژنې سره تړلو قضیو څیړونکي کمېټه وایي؛ د ۱۱۵ قضیو څخه، د خبریالانو په وړاندې د وژنو ۳۰ قضیې یې له کورنیو چارو وزارت څخه لویې څارنوالۍ ته انتقال شوې دي.


په همدې تړاو د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي: " متاسفانه چې د خبریالانو د وژنې په قضیو کې تر ټولو خونړۍ د شش درک پېښه وه چې ۹ تنه خبریالان پکې ووژل شول؛ په همدې تړاو مو ۴ داسې کسان نیولي چې ددې پېښې پلان جوړونکي و".


په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت طالبان د خبریالانو په وړاندې د وژنو په ۴۷ پېښو کې پړه بولي خو طالبان یاده ادعا ردوي؛ د وزارت په وینا چې ۲۸ خبریالان له پولیسو سره د جګړو پرمهال وژل شوې دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلې،" د خبریالانو د وژنې ۴۷ قضیو مسؤل طالبان دي، ځکه دوی هره ورځ د افغانستان خلک وژني".


د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، په تېر یو کال کې د خبریالانو د توهین، سپکاوي او هغوی ته د ګواښ ۷۳ پیښې دې وزارت ته رسیدلي او تر دې دمه د دوی ۲۳ قضیې لوی څرنوالۍ ته استول شوې دي.


په افغانستان کې د تېرو اتلسو کالونو راهیسې د وژل شویو خبریالانو په ډله کې یې لس تنه ښځینه خبریالانې هم شاملې دي.


افغانستان کې د خبریالانو د وژنې او دوی سره د تاوتریخوالي په تړاو راپور داسې مهال ورکول کیږي چې پرون د سپټمبر ۲۸ په ټوله نړۍ کې معلوماتو ته د لاس رسي ورځ وه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200929_072849_458.sdoc-->