د اذربایجان او ارمنستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، د اذربایجان او ارمنستان پوځیانو نن یکشنبه د ناګورنو - قراباغ په لانجمنه سیمه کې نښته کړې ده؛
په ناګورنو - قراباغ سیمه کې د وروستیو نښتو وروسته، ارمنستان د جګړې حالت اعلان کړی او خپلو ټولو ځواکونو ته یې د تیارۍ امر کړی دی.


د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړه کې د ارمنستان خبري رسنۍ د اذربایجاني د ځواکونو په بریدونو کې د ولسي تلفاتو خبر ورکوي؛ خو د نښتو په خپرو شویو عکسونو کې، لیدل کیږي چې د اذربایجان د پوځ ټانکونه ظاهرا د ارمنستان ځواکونو لخوا په نښه شوي دي.


د ناګورنو - قراباغ سیمه، چې د ارمنستان تر واک لاندې ده، د نړیوالې ټولنې لخوا د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل شوې؛ د اذربایجان ځواکونو وایي ارمنستاني ځواکونو د دغه هېواد پر پوځ او ولسي سیمو د توپونو بریدونه پیل کړي دي.


تر دې دمه د پېښې شوې جګړې له امله د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ورکړل شوی، خو د ارمنستان دفاع وزارت وايي چې د اذربایجان د ځواکونو په بریدونو کې یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي دي.


آذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وړاندې ددې اتحاد غړي و؛ او دواړو هېوادونو په ۱۹۹۴ کال کې په اوربند هوکړه وکړه، خو وخت ناوخت یې یو بل له اوربند په سر غړونې تورن کړې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_152655_304.sdoc-->