د طالبانو امارت 9 کاله وړاندې نسکور شو او امريکايي ځواکونه د ناټو په ملګرتوب افغانستان ته د دموکراسۍ ، بشري حقونو ، پرمختګ او عدالت له شعارونو سره راننوتل. نهه کاله وړاندې افغانستان کنډواله و او د ولتي او اقتصادي بنسټونو په نامه ډېر څه ورپاتې نه و، خو يو ډېر مهم څيز چې افغانانو درلود هغه امېد و، افغانان امېدواره ووچې نوره به جګړه پای ته ورسيږي، د کورنيو جنګسالارانو او سيمه ييزو ځواکونو وزلوبه او سيالي به خپل ټغر ورټول کړي او د هېواد اقتصادي بيارغاونه او نظام جوړونه به پيل شي. خود نهو کلو له تېرېدو سره دا دی ګورو چې له يوې خوا هماغه پخواني جنګسالاران په نويو کاليو ، امريکايي لنډکروزرو ، د بانکونو ، امنيتي کمپنيو او مافيا په مرسته د هېواد پر سياسي، اداري او اقتصادي شاهرګونو منګولې ښخې کړي، شورای نظار له نورو سېکټارېستو ځواکونو سره يوځل بيا د ډاکتر نجيب د واکمنۍ د وروستيو په څېر ، په شمال کې ځانته د فساد او بلوا اډې جوړوي؛ ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ايران او پاکستان د خپلو ډلګيو او لاسپوڅو له لارې غواړي د امريکايانو تر وتلو وروسته د افغانستان سياسي واګې ترلاسه کړي؛ او ګورو چې جګړه هره ورځ زموږ په لسګونو او کله په سلګونو هېوادوال څوک د طالب په نامه ، څوک د پوليسو او ملي اردو او څوک هم د ملکي وګړو په نامه له خپلې کومې تېروي.
تېرکال مو وليدل چې د حامد کرزي حکومت په دويمه دوره کې تر پخوا لازيات د بې کفايته وزيرانو او حتی د بسم الله خان، مقبل ، اسدالله خالد او اسماعيل خان په څېر بې سواده کسانو لاسو ته ورولوېد؛ اداري فساد تر پخوا لازيات شو او په پارلمان کې تر پخوا زيات مافيا ، زور واکانو، بې سواده پانګوالواو د ګاونډيو هېوادو اجنټانو او غلامانو نفوذ وکړ او قومي ناانډولي په کې تر پخوا لازياته شوه او په خپله د ولسمشرۍ او ولسي جرګې د دويمې دورې ټاکنو وار دمخه فرمايشي او غير طبيعي دموکراسي نوره هم وشرموله .
که په نړيواله کچه وګورو امريکې د افغانستان لپاره هم د خپلو ملګرو هېوادو او هم د خپل ولس
ملاتړ له لاسه ورکړی. اوباما به ويل چې د عراق جګړه بده جګړه ده او د افغانستان جګړه ښه جګړه ده، بده جګړه به پای ته رسيږي او ښې جګړې ته به تر پايه ادامه ورکول کيږي ، خو د هغې وروستۍ سروې له مخې چې په امريکا کې ترسره شوه دا په ډاګه شوه چې د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ هماغومره ټيټې کچې ته راغورځېدلی ، لکه د عراق له جګړې څخه . اوباما د خپلو ملګرو او ولس د ډاډ لپاره د خپلې ستراتيژۍ د بيا کتنې په پايله کې ظاهراً وويل، چې جګړه ډېره ښه روانه ده ، طالبان کمزوري شوي او القاعده تر ډېره بريده ځپل شوې. خو ورسره اوباما دا هم وويل، چې امريکايي ځواکونه افغانستان ته د دې لپاره نه دي تللي چې هلته ملت جوړ کړي او يا افغانستان ته د ورپېښو امنيتي ګواښونو مخه ونيسي. ده وويل، چې د امريکې موخه يوازې د القاعده ځپل دي.
زما په اند اصلي خبره دا ده ، چې امريکا اوس غواړي د خپل ولس ذهنيت د دې لپاره چمتو کړي چې دموکراسي، پرمختګ او د بشري حقونو تامين په افغانستان کې د دوی کاره نه دی او طالبان د افغاني ټولنې اصلي محصول دي او افغانستان د همدغسې محصولاتو مستحق دی. امريکا به د دې ترڅنګ د افغانستان له ګاونډيانو او په ځانګړې توګه له پاکستان ، ايران او روسيې سره د افغانستان پر سر معامله پيل کړي او د جګړې د پای لپاره به ځانته د اوړو پزه جوړه کړي. په دغه معامله کې به هر ګاونډی هېواد په افغانستان کې د خپل نفوذ په تناسب ګټه او امتياز ترلاسه کړي ، خو اصلي بايلونکی به بيا هم افغانستان وي، ځکه چې ټول ګاونډيان هغه زعامت، ادارې ، ملي او سياسي بنسټونه لري چې د هغوی ملي ګتې تشخيص او دفاع ترې وکړي. خو له بده مرغه په افغانستان کې چې څوک د واکمنۍ پر ګدۍ ناست دي ، دوی د دې کفايت نه درلود چې له يو شمېر طلايي چانسونو د هېواد په ګټه استفاده وکړي او د همدوی د بې کفايتۍ له امله هېواد د نېستۍ کندې پر موړګوولاړ دی ، نودا خو ډېره لرې خبره ده چې دوی به هېواد په دغو بحراني شېبو کې وژغوري. له بلې خوا ملي سياسي ګوندونه هم ً درک نه لر ي او هغه تنظيمونه چې د قومونو ټېکه داري يې اخيستې ، هېواد خو پرېږده حتی د خپلو قومونو په پرتله هم د پرديو بادارانو له ګټو زياته ساتنه کوي. د ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت په نامه چې څه لرو هغوی هم له بده مرغه ډېر کمزوري دي او لاهم د هېواد پر ځای د ځانګړو ډلو د ګټو دفاع کوي. او پاتې شول طالبان ، هغوی نه په ملي ګټو پوهيږي او نه د ملي ګټو د ساتنې لپاره کومه اجندا لري.
نو که چېرې افغانان د خپل تاريخ په دې حساس او ټاکونکي پړاو کې له ځانه درايت ونه ښيي او د ځواکمنو بنسټونو د جوړولو لپاره د يوې دقيقې ستراتيژۍ له مخې بيړني ګامونه وانخلي ، نو په خواشينۍ سره بايد ووايم ، چې ماته 2011 کال د افغانستان د بدمرغۍ د يو بل پړاو پيلامه ښکاري.