مال مې واخله، خو ژوند مې مه اخله! 

په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل سربېره ځینې ولایتونو کې د غلاوو، لوټماریو، تروریستي پېښو او ځنځیري وژنې په ګراف کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوې دی.
د یادې ستونزې په زیاتوېدو سره د کابل مېشتو اندېښنې يې زیاتې کړي دي او د دوی په کارو بار او ورځینې ژوند یې منفي اغېزې شېندلي دي. په مرکز کابل کې په همدې مناسبت د خلکو له لورې سوله ییز لاریونونه هم تر سره شوي، چې په لاسونو کې یې د دې شعار تر سرلیک لاندې لیکدړې او شعارونه ګرځول چې ” مال مې واخله، خو ژوند مې مه اخله“.

د یادې ستونزې د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو وزارت څو میاشتې وړاندې پټ/خفیه پولیس او د دې ترڅنګ یې د امنیت د تامین په موخه د ځینو حوزو آمرین هم له دندې ګوښه کړل او پر ځای نور کسان پر دندو وګمارل، خو د غلاوو او لوټماریو په ګراف کې لا تر اوسه کوموالی نه دی تر سترګو شوی، بلکې نور یې هم زور اخیستی او عاملین یې لا هم زړور شوي دي. وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت يوه اعلامیه خپاره کړه. (( چې په کابل کې امنیتي منصوبینو په لومړۍ او لسمه حوزې په مربوطاتو کې زیات شمیر شراب/ الکول، چرس، شیشه، نعدي ډالر، افغانۍ او څو مېله توفنګچې او همداراز یې بېلابېل نشه یې مواد نیولي دي، خو عاملین یې بیا په تېښته بریالي شوي دي)) (!).

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا وبایې ناروغۍ په ټوله نړۍ خپلې څپې خورې کړې له دې سره جوخت په افغانستان کې فقر او غربت هم خپل سر راښکاره او د خلکو همځواکه اقتصاد، چې د ژوند بهیر یې په ورځینو مزد تکیه وو متزلزل کړ، د دې ترڅنګ په افغانستان د ناامنۍ تر ټولو غټ فکتورنه فقر، غربت، بېسوادي، د تعلیم کچې ټیټوالی، ناوړه اقتصادي حالت، جنګ او جګړې د دې لامل شوې ترڅو د څو پیسو د پیدا کولو لپاره پر جنایې جرمونو، غلاوو، لوټماریو لاس پورې کړي.

چې تر ټولو ښه بېلګه یې د کابل په مربوطاتو کې د یوې مېرمنې څخه په رڼا ورځ غوږوالۍ په زوره وړل کېږي او د غوږوالۍ سره یې هممهاله غوږ ټپي کېږي او وینې ترې بهیږي، چې دا تر ټولو ځورونکې او ټکان ورکوونکې پېښه ده. حکومت باید د ښاري تنظیم او د وګړیو امنیت د تامین په موخه یوه داسې معقوله او هر اړخېزه کړنلاره جوړه او ترتیب کړي، ترڅو د غلاوو، لوټماریو، جنایې جرمونه او تروریستي پېښو مخنیوي په وخت او زمان ترسره شوی وي. که په امنیتي، دفاعي او کشفي بنسټونو کې مثبت تغیرات رامنځته نشې او دا ترینګلی حالات همداسې دوام وکړي، د هېواد څخه به پانګه وال، روڼ اندي، فني او مسلکي کسان فراري شي، هېڅوک به هم په هېواد کې پانګې اچونې او کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

دې سره به خدای مه کړه په زرګونو هېوادوال بېکاره او د بېکارۍ لمن لا پراخه او د پام وړ زیاته شي، اوس په افغانستان کابو ۵۵ سلنې څخه زیات افغانان د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې بیا وروسته د دې پېچلو حالاتو کابو کول تر ټولو سخت او نه جبرانېدونکی کار وي.