د سیاسونو سیاسي بې ثباتي

کله چې د بون تر پریکړې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهالې اداره رامنځته شوه، نو ورسره هممهاله په هېواد کې د ننه په ځینو سیاسونو کې ایله د ژوند کولو ساه په چلېدو شوه.

د بون په کنفرانس کې دوی ژمنه وکړه، چې نور به خپل هېواد او خاورې ته ژمن وي، خو د یاد کنفرانس وروسته دوی په خپلو ژمنو وفا ونه کړه، بلکې هر یو یې یو د بل په مقابل کې یوه نوې جبهه پرانیسته، یو بل ته ګوته په ماشه په کمېن کې کېناستل. هر یو یې ځانته من ویل، یو هم د من څخه ځان کم نه ګڼه. هېواد ته به چې څومره پیسې د مرستې په نامه د خوار، غریب، د سړکونو، پلچکونو او د عام المنفعه پروژو د جوړېدو لپاره راتللې په یوه او بل نوم شخصي جیبونو ته تللې، په واک کې پاتي شونو سیاسونو په خپل منځ کې تقسیمولې، په اخر کې دوی دومره ځانونه وپړسول چې هم یې خپل بادار او هم یې خپل ولسمشر ته ګوتڅنډنه کوله.

دلته د دیموکراسۍ تر عنوان لاندې سمه دیکتاتوري چلېده واک او ځواک یوازې او یوازې د څو محدودو کسانو په انحصار کې وو. که به یو چا دا جرائت وکړ، چې ولې بډې او رشوت اخلې، نو دغه به یې رشوت نه باله، بلکې په سپینو سترګو او افتخار به یې وویل موږ په دغه هېواد کې قرباني ورکړې ده. په دوی کې یوه یې هم د وجدان په هېنداره کې ځان نه لېده.

له دغه زړه چودون حالته اوسنۍ اداره چې په راس کې یې ولسمشر محمد اشرف غني دی، نه دی مستشنا.

د ولسمشر په اداره کې منو چې یو شمیر لاسته راوړنې به مو درلودلي وي، خو هغه ډول نه، لکه څنګه چې خلکو ترې هیله او ارزو درلودله. خلکو هیلې درلودلې چې افغانستان به د ارواښاد شهید داود خان په څېر د محمد اشرف غني په شتون او رهبرۍ کې په خپلو پښو ودریږي.
- جنګونه به ورک شي...

- سوله به راشي ...

- بېکاري، فقر او غربت به ورک شي ...

- د جنګ پرانیسې جبهې به ختم شي ...

- ورور وژنه، قومي، سمتي او ژبني تعصب به پای ومومي.

- جنګسالاران به د عدالت میز ته راکش کړل شي...

- متوازن انکشاف به په ولایتونو کې پلی کړل شي.

- د پوهنې، روغتیا او لوړو زده کړو بهیر به لا پسې غښتلی او وغځیږي.

- امنیت، اقتصاد، داخلي او خارجي سیاست به وغوړیږي.

خو د دې برعکس د خلکو په ټولو هیلو او ارمانونو باندې خاورې واوښتي. د اشرف غني په دوره کې حتی لوی لوی ولایتونه سقوط او لاس په لاس شول، چې بېلګې یې کندوز، غزني او فراه دي.
هغه ځوانان چې په هېواد کې یې خپوړي او ان تر ماسټره او دوکتوره پورې لوړې زده کړې کړي دي بېکاره بې سرنویشته او یا هم په ښار کې لاسي کراچۍ او سبزي پلوري، خو هغه ټامیان چې په غربي هېوادونو کې یې زده کړې کړي وي، هلته لوی شوي وي او د یاد هېواد تابعیت ولري. هلته یې په عادي هوټلونو کې د یوه ګارډسون په صفت دنده درلوده دلته په افغانستان کې په لوړو پوستونو وګمارل شول.

د چارو واګي یې داسې ځوانانو ته په لاس کې ورکړی، چې د ځوانۍ په نشه کې ډوب ول او یا یې هم د خولې څخه د شیدو بوی حس کېده. ازاد بازار وو ډاکټر یې د انجینر او انجینر یې د کمپیوټر کار پر ځای په دنده وګماره لکه څومره چې د خلکو ترې هیله او ارزو وه همغسې ولسمشر محمد اشرف غني په خپله اداره کې کار اهل کار ته ونه سپاره او یا هم د هغه شاوخوا څخه تاو شوې کړۍ پرېنښود.
د یوه اباد او په ځان بسیا افغانستان په هیله.