په نومبر میاشت کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ټېسټ لوبه وځنډول شوه

روهي( جمعه/ ۴د تلې)، د اسټرالیا کرکټ بورډ نن جمعه اعلان کړی، چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ پلان شوې ټېسټ لوبه راتلونکي کال ته ځنډول شوې ده.


د اسټرالیا کرکټ اداره وایي، یاده پریکړه ددې ادارې مدیره پلاوي غړیو د څو مسلسلو غونډو وروسته کړې ده؛ کرونا وېروس له امله کړې، چې په وینا د نیوزلینډ او اسټرالیا ترمنځ د یو ورځینو سیالیو لړۍ یې هم ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډولې ده.


په پلان کې وه چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ یواځینی ټېسټ لوبه د نومبر میاشتې په ۲۱ نيټه پېل شوې وه.