د افغانستان جګړه، ددې هېواد سربیره ګاونډیانو ته هم سرخوږی دی.
دې روانې جګړې د افغانستان او سیمې لپاره زیاتې ستونزې پیدا کړي دي.
دې جګړې د سیمې اقتصاد، کلتور، پوهه، سوداګري، راکړه ورکړه، باور او ټولنیزه راشه درشه اغیزمنه کړې ده.
ګاونډیان او دغه راز د افغان جګړې څخه تغذیه کېدونکې خواوې باید د اوس عصر سره جوختې اقتصادي ګټورې جګړې او رقابتونه د دې روانې جګړې بدیل وګرځوي؛ د نړیوالو اصولو په رڼا کې دې افغان حکومت سره نوی باب پرانیځي، خپل ارمانونه او اهداف دې له دې طریقه تعقیب کړي.
که سرتمبګي ختمه نکړي او روان ناورین همداسې متداوم وساتي، زه باور لرم، چې دا ځل به جګړه خپله جغرافیه پراخه او بدله کړي، چې بیا به یې مدیریت خورا سخت وي.
ټول ښکېل اړخونه باید روانه کشاله په منطق او د نرمښت پر زور حل کړي، د تېرو دلخراشه کړنو له یادولو او د نوي جنجال له پیدا کولو دې ډډه وکړي؛ څو د سولې حقیقي مسیر تعقیب شي، په پیغورونو ورکولو او د تېرو جنایتونو یادولو سره سوله نه راځي.
اړینه ده، چې د سرتاسري نرمښت او د پایداره خشونت د کمولو لار خپله او په ترڅ کې یې سرتاسري اوربند وشي.
که طالب، امریکا، افغان حکومت، ګاونډیان او نور دخیل لوري افغان سوله پر یوې معما بدله کړي؛ وګڼئ، چې جګړه نه ختمېږي او لا به زور واخلي.
مهمه ده، چې په پراخه کچه سیمه ییزه اجماع جوړه او د هر لوري رول باید ټولو ته لکه لمر روښانه شي.
ددې هېواد مالکان باید څه وکړي؟
بې تفاوته پاتې کېدل یوې بلې خونړۍ جګړې سره مخ کېدل او د افغانستان جګړه کې تور سپین او سپین تور کېدل دي.
ددې وطن په هر بچي فرض دي، چې د افغان سولې بهیر وڅاري، مدیریت کې یې ونډه واخلي، د ښو یې هرکلی وکړي او د بدې په مقابل کې دې اعتراضیه غږونه پورته کړي، کنه له یو بل ناورین سره به مخ شي، دغه راز د سولې ټول لوري باید ددې هېواد قومي او جهادي مخورو ته غوښنه ونډه ورکړي، ترڅو د سولې په روان بهیر کې د پام وړ مثبت بدلون راشي او سوله ددې هېواد په خیر مدیریت شي.
طالبان، افغان حکومت، ګاونډیان او سیاسیون د دې خاورې هر بچي ته په دې لویه او تاریخي پریکړه کې مسول دي او د دوی هره پرېکړه به د تاریخ حافظې ته سپاري او ترقیامته به هېرې نه شي. تمه ده، چې د دې خاورې له سرنوشت سره بابیزه چلند ونشي او د یوې معاملې له مخې دې د دې ولس پاکې وینې په ډالرو او موقفونو نه خرڅوي.
له نیابتي جګړې، نیابتي سوله ډېره خطرناکه ده، سوله په واقعیت کې د یوې کشالې معقول حل دی.
د جګړې په یوې جامع حل لاره کې د ښکیلو اړخونو درک او معلومول اړین دي، د سولې په مقدمه کې باید لوري وپېژندل شي؛ ترڅو یې په رښتینې معنی د ستونزې د ګراف جاج واخیستل شي.
په افغانستان کې د جګړې ښکیل اړخونه د طالب، امریکا، افغان دولت سربیره د سیمې هېوادونه او د هېواد په داخل کې سیاسیون دي.
ددې ټولو ډلو پېژندنه، د دوی غوښتنې، اندېښنې او خطرونه باید روښانه شي، له دې وروسته دې ورته د سولې راوستو معقول چوکاټ جوړ کړي.
د افغانستان جګړه څو مخونه لري، چې تشخیص او پېژندنه یې پوره سیاسي پوهې ته اړتیا لري.
د سولې اوسنی بهیر خورا پیچلی دی، د جګړې شدت او د مذاکراتو پیل خلک اندېښمن کړي دي، دوی په تشویش کې دي او زیاتې پوښتنې یې لاجوابه پاتې دي.
که امریکا، د طالبانو تحریک، افغان دولت او په جګړه کې نور ښکیل اړخونه د سولې لپاره حسن نیت لري، نو جګړه دې ودروي او یوې لویې ملي اجماع جوړولو ته دې زمینه برابره کړي
.
هم عصره جګړه او سوله د فشار په معنی ده او فشار نیایتي سولې راوستلو ته زمینه برابروي.
وروستي