امرالله صالح چې د پخوانۍ شمال ټلوالې د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود یو کس او په وروسته کې د حامد کرزي په دوره کې د افغانستان د عمومي ملي امنیت رییس و، بیا د محمد اشرف غني د لومړۍ دورې په وروستیو کې د کورنیو چارو سرپرست په توګه راغی، کله چې محمداشرف غني د دویم دور جمهوري ریاست لپاره را مخکې شو، نو صالح یې د لومړي معاون په توګه وټاکه، چې د غني دا ټاکنه په ډاګه د سولې د پروسې سره مخالفت و، ځکه چې غني د دې پر ځای چې یو سوله غوښتونکی او ریښتینی افغان تاجک د خپل معاون په توګه وړاندې کړي، بالمقابل یو پښتون دښمنه شخص چې تقریبا ټول ریښتیني افغانان ور نه نفرت لري او د ډېرو افغانانو د قاتل په حیث پیژندل کیږي، د خپل ځان د مرستیال په توګه وټاکه، که صالح رښتیا د افغانستان یو ملي شخص وای، نو تر ټولو لومړۍ باید ده د افغانستان د تابعیت الکترونیکي تذکره اخیستې وای، خو ولې صالح د افغانانو په وطن کې ځان افغان نه بولي او تر اوسه تذکره هم نه لري.
صالح ځکه طالبانو ته غورې پرشې کوي چې دی اوس هم په دې فکر کی دی چې لکه څرنګه چې دی مخکې د امریکایانو د جهازونو په واسطه کابل ته راوړل شو، دلته نولس کاله د امریکا په پیسو او وسلو لکه نازولی ماشوم وساتل شو، هیڅ بده ورځ یې ونه لیده او د طالبانو د ځپنې په برخه کې هم امریکا تر ډېره په اقتصادي لحاظ زیانمنده شوه، نو امریکا به اوس هم د طالبانو په مقابل کې د دوی د راحت طلبۍ څخه دفاع وکړي، او دی به لکه د بې وسه ناروغ په څېر د امریکایانو تر سیوري لاندې د ډالرو او بې درېغه سرمایو څخه خوند اخلي او تر ابده به امریکایان د دوی لکه عادي پولیسو په څېر ساتنه کوي او د قطر د تړون خلاف به امریکا په افغان خاوره کې پاتې شي.
صالح وايي چې که چېرې له سولې وروسته طالبان افغانستان ته راشي، نو دی به له طالبانو څخه کرکه وکړي او هیڅکله به طالبانو سره یو ځای کار ونه کړي؛ خو طالبان بیا د صالح خبرو ته غبرګون نه ښیي او د رسنیو د لارې پرې تبصره نه کوي، د صالح او د ځینو نورو جنګ غوښتونکو په وړاندې یې دریځ واضح دی کوم چې له سولې وروسته به نه دا چې د صالح په شان کسانو سره په یوه مېز نه کیني، بلکې په دې خاوره کې به د صالح په څېر خلکو د حقیقي او حکمي وجود سره تعامل هم ونه کړي.
صالح ځان لکه احمدشاه مسعود داسې ښکاره کوي، احمدشاه مسعود د جهاد په اولو کې په خپلو تمثیلونو سره افغان وغولول، هر بېخبره افغان به په دکان، حجره، موټر او نورو ځایونو کې د هغه عکسونه په رقم رقم شعارونو بدرګه کول، خو وروسته د مسعود په وجه د افغانانو بیخ او بنیاد وران شو، مسعود په ۱۹۸۰ یمو میلادي کلونو کې د شورویانو سره اوربند وکړ او د ټولو افغاني او جهادي ارزښتونو خلاف ودرېد، د روسانو سره یې تر آخره یارانه پاتې شوه، په ۱۹۹۲ کال کې یې د ملحدینو سره ایتلاف وکړ او د یوه اسلامي او ملي نظام مانع شو، کابل ته د پښتنو مجاهدینو د ننوتو په مخکې ودرېد او هر څه یې په دا بل مخ راواړول، تردې چې طالبان ورپسې را پیدا شول او احمدشاه مسعود یې پسې واخیست، صالح اوس یو داسې تمثیل را خیستی چې په خپل دروغجن تمثیل سره افغانان وښویوي او په دغه صادق قوم کې چې تر ډېره د عمل پر ځای د صالح په څېر په یو طوطي رقمه انسان غولیږي، یو ځل بیا په خپل دام کې را ګیر کړي.
صالح کوم ارزښتمن جهادي او افغاني شخص هم نه دی، چې خلک پرې په یو رقم دننه یا بهر کې حساب وکړي، له امریکایانو یې په دروغو، مکارت او د بې ګناه پښتنو چې صالح او ملګرو به یې القاعده او طالبان ورته معرفي کول، په وژلو او نیولو په سلګونو ډالر تر لاسه کړل، کوم چې امریکایان اوس هم پرې پوه شوي دي، چې صالح او د هغې ډلې دوی ته څومره دهوکه ورکړې، صالح او د هغې ډلې امریکایانو ته په خپل فرمایش او شخصي عقدې له مخې د هیواد په مرکزي، ختیځو، لویديځو او نورو سیمو کې د بېګناه افغانانو او په خاص طور د پښتنو په اړه غلط کورډیناټ ورکول، چې له کبله یې ډېر انسانان تر خاورو لاندې او یا د بګرام او کیوبا زندانونه پرې ډک شول، چې په دې سره د خلکو کرکه زیاته او امریکا او افغان دولت ته په غوسه شول، چې په پایله کې خلکو قیام وکړ، چې انجام یې د امریکا ماتې او د افغان اوسني دولت ډېره کمزوري شوه.
د افغانستان یو ملي او اسلامي شخصیت ډاکټر فاروق اعظم په یوه بیان کې وايي، چې دحامد کرزي د حکومت په لومړیو وختو کې نږدې شپاړس د طالبانو د تحریک غړي چې د امریکایانو له وجې په کوېټه کې ارام اوسیدل، د کندهار د حکومتي چارواکو او قومي مشرانو په غوښتنه حکومت ته تسلیم شول، دوی غوښتل چې په خپل وطن کې د عادي خلکو په څېر ژوند وکړي، خو کله یې چې دلته کندهار ولایت کې معرفي کړل، نو امریکایانو وویل چې موږ هیڅ طالب لکه د سپین چرګ په څېر نه شو پریښولای، پس له دې امریکايي عسکرو د دوی په کورونو عملیات وکړل چې ځینې یې مړه او ځینې یې بیا کلونه کلونه بندیان کړل، دی وايي چې په حکومت کې ځینو سمتي خلکو پښتانه د ناټو په سوټي ځپل غوښتل، دی زیاتوي موږ ډېر وار د امریکایانو سره په اړیکه کې شوو چې تاسو د پښتنو په سیمو کې د خلکو سره ښه چلند وکړئ، که نه نو هیڅکله به بری تر لاسه نه کړئ، مګر امریکایانو خپلو عملیاتو ته زور ورکړ، نو ځکه خو نن د دغه جنګیالي قوم له جدي غبرګون سره مخ شول.
طالبان هم داسې سوله نه کوي چې د صالح په څېر د یو انسان خوله د ور بنده نه کړي، دلته به بهرنی شتون حتماختمیږي او بیا به د صالح سره د حساب او کتاب تله ږدي، یا به صالح اسلامي نظام مني او یا به دا وطن خپل وطن نه بولي او کوم بل چېرته به خپل اصلي وطن پیدا کوي.
صالح اوس هم دغه فکر کوي چې امریکایان به د دوی لپاره هر کار وکړي او امریکا به د دوی د یوه بې بقا حاکمیت لپاره د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي او دوی به لکه د پلار نازولي بچیان جوش او نوش کوي او امریکا به د کابل او پنجشېر د واکدارانو لپاره خپل سرتیري د مرګ په خوله کې ورکوي او هر کال به په لسګونو میلیارده ډالر په یوه بې برخلیکه اوږده جګړه کې لګوي.
زه داسې نه وایم چې امریکایان به حتما ووزي او یا به نه ووزي، خو زه دومره وایم چې که چېرې د قطر خبرې ماتې شوې، نو بیا به د افغانانو د وژلو مسولیت د صالح په شان د هغو کسانو په غاړه وي چې سر له اوسه د سولې د خبرو د سبوتاژ هڅه کوي، خو که چېرته د سولې د خبرو د ماتیدو په صورت امریکایان له افغان خاورې ونه وزي نو دا به د امریکا لپاره نه جبرانیدونکی زیان وي، ځکه بیا په دې خاوره کې داسې څوک نشته چې د امریکا سره د سولې خبرې وکړي، خوکه چېرته امریکا ووزي او د سولې خبرې سبوتاژ شي، بیا به زه صالح او د هغه نور ملګري وګورم چې دوی کومې خوا ته ځي، خو بیا به دا هر څه ورته ګټه نه کوي؛ ولې که چېرې امریکا له افغان خاورې ووزي او د سولې هم خبرې سبوتاژ نه شي، نو دا به د امریکا لپاره په اقتصادي او سیاسي لحاظ یوه لاسته راوړنه وي او هم به د دوی حیثیت ته صدمه نه وي رسیدلي، افغان دولت به هم د خپلو خلکو د یوې برخې سره تعامل کړی وي او نتیجه به یې مثبته وي.
ــــــــــــــــ
پورته لېکنه د لېکوال خپل نظر او شننه ده.
وروستي