حکمتيار: حزب اسلامي له طالبانو سره ملګرتيا او ګډ كار ته چمتو دی 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د وږي)، د افغانستان د اسلامي ګوند په يوې خبرپاڼې کې چې د د دغه ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار له خولې لېکل شوې ده ويل شوي ديو چې حزب اسلامي له طالبانو سره ملګرتيا او ګډ كار ته چمتو دی. 

خبرپاڼه وروستۍ برخه کې ويل کې ويل شوي، "حزب اسلامي په داسي حالت كي دئ:
•             په حكومت كې شامل نه دی
•             له همدې كبله نه په جنګ كې د حكومت ملګرى دی او نه د سولې په حكومتي هيئت كې غړيتوب ورته مناسب كار برېښي.

•             د امريكا دريځ د حزب اسلامي په اړه څرګند دی، په ګوانتانامو كې پاته وروستي زندانيان د حزب اسلامي غړي وو، چې لاتراوسه پاته دي، د داعش، القاعدې او طالبانو زندانيان او حتى مشهور قاچاقچيان یې خوشي كړل؛ خو د حزب اسلامي بنديانو د خوشي كولو مخالف وو؛ د كابل حكومت همدا ادعاء كوي چې د امريكا د مخالفت له كبله ونه توانېدو د حزب بنديان خوشي كړو

•             دا هم څرګنده ده چې كه امريكا غوښتلى نو د حزب اسلامي بنديان به د معاهدې مطابق په لومړيو دوو مياشتو كې له ځنډ پرته آزاد شوي وو او د حزب اسلامي د مشرانو نومونه به د امريكا او د دوى پلوي حكومتونو له تور فهرست ايستل شوى وو.

•             حزب اسلامي له طالبانو سره هم په مستقله توگه مذاكراتو ته چمتو دی او هم ملګرتيا او ګډ كار ته؛ باور مو دا دی چې كه دا دواړه ډلي يو بل ته لاس وركړي نو د افغانستان بحران ډېر ژر ختمېدى شي او هيڅ ځواك يې مخي ته نشي ودرېدلى.

•             كله چې د كابل او طالبانو تر منځ د مذاكراتو لومړى دور بشپړ شي؛ چمتو يو د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ مذاكرات پيل شي؛ انتخاب د طالبانو لاس كې دی.

.            له وضعيت او د امريكايي مقاماتو له اظهاراتو معلومېږي چې امريكا د كابل له اوسني حكومت ستومانه شوې، د خپلي ماتې اصلي عامل يې ګڼي، طبيعي ده چې په داسې حكومت پانګونه بې ګټې وګڼي او دوام یې ونه غواړي چې كمزورى، شړېدلى، په فساد كې غرق، په داخلي اختلافاتو اخته او د ملت له حمايت محروم يې ګڼي. د مذاكراتو په دوران كې به د امريكايي هيئت هڅه دا وي چي په يوه داسي نوي حكومت توافق وشي چې نورو ډلو ته هم د منلو وړ وي. د امريكا او طالبانو تر منځ معاهدې كي هم د همداسې حكومت په جوړېدو توافق شوى، له دې پرته نه سوله ممكن ده او نه جګړه پاى ته رسېدى شي.