په دې برخه کې لوستی شئ:
دنبوي نسب لړۍ
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس
دنبوي نسب لړۍ
رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې د قريشو د قبيلې د هاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده:
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې د څلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي:
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام.
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه:
ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د ۵۷۱ م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى. پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ، دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل.
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه، حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو، درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده، خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست.
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه، حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.
درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره:
درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى، غړي برابر، رنګ سور او سپين، تندى پلن، وروځي سره نښتي، پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه، مخ يې ډير غوښن نه وو، وله يې څه ناڅه غټه او غاښونه يې سره بيل بيل وو، غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو. سينه يې پراخه، د سر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو، مباركه ږيره يې ګڼه وه، سترګې يې تورې، باڼه يې لوی او اوږده وو، وُلي يې غوښن او دوږو هډونه يې لوی وو. په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه، په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو، دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو، څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې، دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې.
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ، رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ، خبرې به يې په دمه دمه كولې، كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله، غږ يې لوړ وو، دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل، رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم لباس:
په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه، عام كالي يې له څادر، كميس او لنګ څخه عبارت وو، يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي.
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله، پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله، خولۍ به يې ساده اوټيټه وه، شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه، او كله به يې تر غاړه تاووله.
يمني څادر يې ډير خوښ وو، چې هغه به كرښې درلودې، شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه.
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده، د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود، خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې، معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې.
نبوي بستر يوه څرمن وه، چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د (محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله، داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې.
نور بيا.......
وروستي