په نړۍ کې څوک تر ټولوډېر انټرنېټ کاروي؟

په دې ليکنه کې به دې پوښتنو ته ځواب ورکړل شي: په نړۍ کې څوک تر ټولو ډېر انټرنېټ کاروي؟ په نړۍ کې کومه ژبه په انټرنېټ کې ترنورو ژبو زياته کارول کېږي؟ په نړۍ کې ترټولو تېز انټرنېټ څخه څوک استفاده کوي؟ په نړۍ کې تر ټولو سست انټرنېټ څوک کاروي؟او افغانستان د انټرنېټ د سرعت له پلوه په کومه درجه کې دى؟

د اې پي اژانس د خبر پربنسټ د نويو څېړنو له مخې چين په نړۍ کې ترټولو ډېر د انټرنېټ کارونکي لري، د چين د انټرنېټ کارونکو شمېر د ٢٠١٠ م زېږدي کال تر پايه پورې ٤٥٠ مېليون کسانو ته رسېده، چې دا تر اوسه په نړۍ کې يو ريکارډ دى، او د نړۍ د ټولو انټرېنټ کارونکو يو پر درېيمه برخه جوړوي، خو د انټرنېټ سرعت او په انټرنېټ کې د چينايي ژبې پرمختګ يې ډېر سوکه او کرار دى.

ددې هېواد د نويو او رسمي شمېرنو پربنسټ د نومبر مياشتې تر پايه پورې د چين هېواد د انټرنېټ د کارونکو شمېر د تېر کال په پرتله ٢٠،٣ سلنه زياتوالى کړى دى، د چين هېواد د وگړو شمېره اوس مهال څه باندې ١٣ سوه ميليون کسانو ته رسېږي.
سره له دې چې د انټرنېټ کارونکو د شمېر له مخې په نړۍ کې لومړى درجه کې راځي خو په انټرنېټ کې د چينايي ژبې د پرمختگ اودانټرنېټ د سرعت له مخې يې چندان وړاندې والى نه دى کړى، ځکه تر اوسه پورې د انټرنېټ په نړۍ کې واکمنه ژبه انگرېزي ده، او په نړۍ کې تر ټولو چټک او تېز انټرنېټ هم د سويلي کوريا وگړي کاروي.
هغه راپورچې IWS خپور کړى دى، تر اوسه پورې په نړۍ کې ٥٣٦ ميليونه کسان په انټرنېټ کې له انگرېزي ژبې څخه ، ٤٤٤ ميليونه کسان له چينايي ژبې څخه، ١٥٣ ميليونه کسان له اسپانوي ژبې څخه، ٩٩ ميليونه کسان له جاپاني ژبې څخه ، ٨٢ ميليونه کسان په انټرنېټ کې پرتگالي ژبه، ٧٥ ميليونه کسان جرمني ژبه، ٦٥ ميليونه کسان عربي ژبه، ٥٩ ميليونه کسان له فرانسوي او روسي ژبو څخه او ٣٩ ميليونه کسان په انټرنېټ کې له کوريايي ژبې څخه کاراخلي.
د ژبې پر بنسټ د انټرنېټ د کارونکو جدول د ٢٠١٠ م کال ترپايه
ژبې د انټرنېټ دکارونکوشمېر په نړۍ کې د ژبې د ويونکو شمېر
انگرېزي 536،564،837 1،277،528،133
چينايي 444،948،013 1،365،524،982
اسپانوي 153،309،074 420،469،703
جاپاني 99،143،700 126،804،433
پرتگالي 82،548،200 250،372،925
جرمني 75،158،584 95،637،049
عربي 65،365،400 347،002،991
فرانسوي 59،779،525 347،932،305
روسي 59،700،000 139،390،205
کوريايي 39،440،000 71،393،343
لس نورې ژبې مهمې ژبې 1،615،957،333 4،442،056،069
نورې ژبې 350،557،483 2،403،553،891
له بلې خوا د(سفيډ ټېسټ ټکى نېټ) ويب پاڼې د هغه خبر له مخې ، چې په نړۍ کې د انټرنېټ د سرعت په اړه ورکړل شوى، راغلي چې سويلي کوريا په انټرنېټ کې تر ټولو تيز انټرنيټ لري او د خورا چټک اپلوډ او ډاونلوډ له امله په نړۍ کې سارى نه لري.
په دې هېواد کې انټرنېټ په ثانيه کې ٣٦،٩٧ ميگابايټ ډاونلوډ او ٢٠،٣٩ ميگا بايټ اپلوډ کوي. د النډ ټاپوگان ، لاټويا، ليتوانيا،رومانيا، مالديو، سويډن، هالنډ، جاپان او لوکزامبورگ نهه نورهغه هېوادونه دي، چې په نړۍ کې ترټولو تېز انټرنېټ لري.
په دې لېسټ کې افغانستان ١٣٤ هېواد دى ،چې ١،٦١( ايم بي پر ثانيه) يې د ډاونلوډ سرعت دى او د اپلوډ سرعت خو يې د ډېرې کمزوري له وجې ليست هم نه دى را اخيستى، البته هېره دې نه وي،چې د افغانستان د انټرنېټ د سرعت په نظر کې نيولو لپاره د خارجي موسسو ، شرکتونو او ادارو د انټرنېټ سرعت هم په پام کې نيول شوى،خو هر هغه څوک چې زما په گډون له افغان بېسيم انټرنېټ څخه کار اخلي د ډاونلوډ سرعت يې ٠،٠٦ ايم بي پرثانيه دى او د اپلوډ چټکتيا يې ٠،٠٢ پر ثانيه ده ، چې دا په انټرنېټ کې ترټولو کمزورى سرعت دى،ځکه چې په نړۍ کې ترټولو کمزورى انټرنېټ د زمبيا هېواد دى چې د ډاونلود سرعت يې ٠،٢٧ او د اپلوډ سرعت يې ٠،٠٤ دى خو د افغان بېسيم د کارونکو د انټرنېټ سرعت تر دې هم سست دى.
په دې ډله کې چين په نړۍ کې د ډېرو انټرنېټ کارونکو ،سره،سره د انټرنېټ د تېزوالي په لړ کې ٨٣ يم هېواد دى.
په نړۍ کې لس هېوادونه چې ترټولو چټک انټرنېټ لري.
هېواد د ډاونلوډ سرعت (په ايم بي) د اپلوډ سرعت (په ايم بي)
سويلي کوريا 36.97 20.39
د النډ ټاپوگان 28.31 13.49
لاتويا 25.79 13.91
ليتوانيا 24.53 15.24
رومانيا 23.20 9.76
مالديو 22.84 9.04
سويډن 21.90 8.21
هالنډ 21.20 5.39
جاپان 20.05 10.43
لوکزامبورگ 18.48 11.05
ددې راپور له مخې د افريقا په لويه وچه کې تر ټولو چټک انټرنېټ د روانډا هېواد لري،چې ٩،٧٠ ايم بي په ثانيه کې دى، په اسيا کې دسويلي کورياانټرنېټ چټک دى، د استراليا په لويه وچه کې د استراليا هېواد د ٨،٢١ ايم بي په ثانيه کې سرعت سره لومړى دى ، په شمالي امريکا کې متحده ايالات ٩،٨٣ايم بي په ثانيه کې او په سويلي امريکا کې چيلي هېواد د ٦،٤٦ ايم بي په ثانيه کې سرعت درلودلو سره تر نورو چټک انټرنېټ لري.