سوله او پرمختګ

سوله او پرمختګ!
د افغانستان ۴۰ کلنه جګړیزه کشاله د افغانستان او سیمې لپاره یو سرخوږی دی، چې له امله یې افغانان کړېږي او سیمه هم په خطر کې ده.

دې اوږدې کشالې تر ډېره د پرمختګ مخه هم نیولې ده او اوسنی افغانستان یې د نړۍ له سیالۍ ډېر شاته پریښی دی.

د افغانستان اوږدې جګړې ډېر تاسیسات سره لمبه کړي او د هېواد د ټولو بنسټونو د مخنیوي سبب ګرځېدلې ده.

د روانې جګړې له امله زیات ښوونځي وسوزیدل، په کورونو ړندې مرمۍ ولګیدې، خلک شهیدان شول، سړکونه او پلونه په بمونو والوزول شول او د ډېر پروژو مخنیوی وشو.

د سولې د مذاکراتو پیل سره یو ځل بیا جګړې زور اخیستی، د هېواد تاسیسات زیانمنېږي، د افغانستان ولس او د ښکیلو کسانو د قربانۍ سبب ګرځي.

کله چې له امریکا سره د سولې توافق وشو، د طالب او امریکا ترمنځ د اوربند خبره مطرح شوه؛ له هغې راهیسې په زرګونو افغانان ووژل شول، میندې بورې شوې او پرمختګونه له خنډ سره مخ شول.

تاسو ولیدل، چې په جنوبي ولایتونو کې سړکان او پلونه په بمونو والوزول شول؛ دغه راز د نامعلومو کسانو لخوا ښوونځي وسوزیدل.

که د امریکا سره د توافق پر وخت سرتاسري اوربند د طالب او حکومت ترمنځ هم اعلان شوی وای، موږ باوري یو، چې دومره خساره به مو نه لیدله او هرڅه به رک روغ پاتې شوي ول.  

تاسو ولیدل، چې د روان کال د چنګاښ ۲۴ مه نامعلومو کسانو په تخار کې یو ښوونځی وسوزاوه، چې نږدې ۱۰۰۰ زرو نجونو او هلکانو په کې زده کړې کولې، دغه راز په یاده میاشت کې یو بل ښوونځی هم سوزول شوی دی.  

د می میاشت کې د هلمند ولایت مقام خبر خپور کړی و، چې په یاد ولایت کې وسلوالو مخالفینو سړک په بمونو الوزولی دی، وروسته خبر خپور شو، چې د سړک د رغولو چارې حکومت پیل کړې.

(د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ لوی مانده اړوند کوپک سیمه کې هغه درې کیلو متره سړک چې د وسله والو طالبانو له خوا په بمونو الوزول شوی ؤ؛ د ولسونو او د ترافیکو پر مخ بند ؤ، د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند د انجینری کنډک پوځیانو له خوا ورغول شو، یاد سړک د ولسونو او ترافیکو پر مخ پرانیستل شوی دی.

وسله والو طالبانو همیشه داسې اعمال ترسره کړي او لايې هم ورته مټې رابډ وهلي، چې عامه ځایونه ویجاړ، ولسونه له ستونزو سره مخ کړي او خپل شوم اهداف چې د عامه شتمنیو له منځه وړل دي؛ سرته ورسوي.

بل خوا بیا افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دې خاورې ریښتینې بچیان دي؛ د خپلې خاورې، ولس، ملي شتمنیو او عامه ځایونو څخه د سر په بدل شپه و ورځ قرباني ورکوي؛ تر څو د قسم خوړلي دښمن جرړي وباسي او ولسونو ته د لاډاډمن امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړي؛ چې ولسونه په ډاډمنه فضآ کې خپلې ورځنۍ چارې سرته ورسوي.)

دا او دیته ورته نورې ډېرې کیسې دي، چې د روانې جګړې له امله افغانان زوروي.

غوره کار دا دی، چې دواړه لوري اوربند اعلان کړي او جګړې ته دې د پای ټکی کېدي.

د سولې له راتګ وروسته په کار ده، چې ټولې دردیدلې پروژې شروع شي، په ګډه د جګړې له امله تخریب شوي ځایونه ورغول شي او د ځوان افغانستان بنسټ دې کېښودل شي.

پایله:
خلک نور له جګړې ستړي دي، دوی پرمختګ او هوساېنه غواړي، ښکیل اړخونه دې اوربند وکړي او ورور وژنه دې ختمه کړي.

دغه راز له سولې وروسته باید د افغانستان د پرمختګ لپاره په ګډه مټې راونغاړل شي او د پرمختللي افغانستان لپاره دې کار وشي.