بین الافغاني مذاکراتو په پیلیزه غونډه کې څه وویل شول؟

تر کوم ځایه چې مې وخت درلود نو د طالبانو او حکومت ترمنځ خپل منځي مذاکرات مې واوریدل، مهم نقاط یې تاسو سره شریکوم….
ډاکټر عبدالله عبدالله ؛ نرمې خبرې وکړې د نورو خبرو ترڅنګ یې دا هم وویل: چې داخلي جنګونو هیڅ ګټونکی نه درلود.
 

ملابرادر ؛ د اسلامې سیسټم په جوړولو ټینګار درلود او هم یې دواړه لوري وهڅول چې په افغانستان کې د سولې لپاره نيتونه خالص او د ملت سره د همدردۍ په موخه په کامل اخلاص کار وکړي.
 

پمپیو: دافغانستان خلک اختیار لري چې خپل هیواد لپاره خپله تصمیم ونیسې چې کوم ډول سیسټم غواړي، مونږ یې پر چا نه شو تحمیلولی.
 

ترکمنستان: د سولې پروسې سره همکارۍ ترڅنګ په اقتصادي برنامو ټینګار درلود.
 
چین: دا راونډ باید سیاسي وي، او دا رونډ د افغانستان خلکو په لاس وي، او هیڅ هیواد په دغه پروسه کې خپلې خوښې تحمیل نه کړې.

انډونیزیا : د افغانستان خلک باید د سولې پروسې په زړه کې واوسي، ټول باید په دغه پروسه کې دخیل وي په ځانکړې توګه ښځې.
 

ازبکستان: د سولې پروسه باید د افغانانو په رهبري کې اوسې، ازبکستان حاضر دی چې د دغې پروسې یوه برخه په سمرقند ښار کې کوربه کړي.
 
ترکیه:  د سولې واقعې فرصت منځته راغلی. مونږ یو اباد او دیموکراتیک افغانستان غواړو. جګړه او مذاکرات یوځای مخته نه ځي. همدا اوس افغانستان له بل هر وخت ډير د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
 

جرمني: مونږ حاضر یو چې د دغو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره له تاسو سره همکاري وکړو. یوازې افغانان کولی شي خپل راتلونکی وټاکې. باید حقوقي مسایل حفظ شي په ځانګړې توګه د ښځو او نورو اقلیتونو.
 

پاکستان: په هره لار کې له تاسو سره یو. پاکستان د پریکړه لیک زمینه مساعده کړه. اوس باید افغانستان له دغه تاریخې فرصته ګټه واخلي. 
 
افغانان خپل راتلونکی وټاکي. تخریب کونکي به د دننه او بهر څخه ډیرې ننګونې (ستونزې) رامینځته کړي. پاکستان به یوازې د سولې لپاره همکار وي.
 

څلور وړاندیزونه:
۱: نړیواله ټولنه باید د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې درناوی وکړي.
 

۲: نړیواله ټولنه باید د دې پروسې پایلو ته درناوی وکړي.
 

۳: د اقتصادي او پرمختیايي برنامو په ډیزاین او پلي کولو کې له افغانستان سره د همکارۍ کول.
 

۴: – په مناسب او پتمنه توګه د افغان کډوالو راستنېدو ډاډ.