دا مې د پوهنتون د دویم کال لومړنی سمستر و، زړه به مې ډېر غوښتل، تر څو د خپلو ټولګیوالو په وړاندې موضوعات ارایه کړم، خپله وړتیا لوړه کړم او دیوه ښه زده کړیال په حیث په ټولګي کې درنښت تر لاسه کړم؛ تل مې مبهم مسایېل څیړل، هڅه مې کوله تر څو د ډېرو حساسو مسایېلو په اړه د دريځ څخه خبرې وکړم، رښتیا وه، ډېر زر مې د نورو په وړاندې خپل لیاقت ثابت کړ، استاد هم زما منطق ډېر تاییدوه او دا نو هغه څه وه چې زما لپاره ډېر په زړه پورې وو.
ازاده مطالعه مې کوله، ډېر معلومات مې درلودل، په دیني او ټولنیزو موضوعاتو کې ډېر وارد وم، په ادبي موضوعاتو کې هم له چا کم نه وم، هره ادبي موضوع مې له ژورو کتله او ځینې وخت به داسې روان وم چې تا به فکر کاوه چې ګنې هر څه فی الحال له کتاب څخه وایم، خو ولې دا هر څه ما له یادو ویل، تاریخي پېښې به مې داسې تشریح کولې، لکه هر څه مې چې په مخکې واقع شوي وي او دغه هر څه مې یوازې د زړه له کومي وړاندې کول.
د کوچني اختر رحصتي راغله، سهار وختي ملي بس ته ور پورته شوم، خو پښې مې هیڅ له دې ښاره نه تللې او خپل زړه را ته داسې الهام را کوه چې ګنې په دغه ښار کې را نه کوم مهم څه پاتې کیږي، هيڅ نه پوهیدم چې څه خبره ده، د ملي بس په وروستۍ چوکي کې کیناستم، دا هم زما لپاره یوه پوښتنه وه چې ولې د نورو خلکو څخه لرې ځان ته کینم، هک حیران وم، خپل مبایل مې رواخیست، ګویه مې واچوله، د ګل پاڼې او سرفراز هغه ټپې مې را ته چلان کړې چې ګلپاڼه وایي "زلفې مې ټینګې لاس کې نیسه+ د بدنصیبو روزي تل د لاسه ځینه" په زړه کې مې اور بل و، ملي بس ډک شو، کلینر غږ وکړ د خیر دعا وکړئ ځو په خیر.
کله چې له ښاره لرې کیدم، زړه راته ویل یو ځل د پاتې شوي ښار طرف ته وروګوره، خو په دې نه پوهیدم چې په دې ښار کې رانه څه پاتې کیږي، ځان ته فکر یووړم، په فکر کې خپل ټولګي ته لاړم، خپل ټول ملګري او دوستان مې ذهن کې انځور کړل، شګوفه او سیما چې زموږ د ټولګي یوازینۍ ښځینه ټولګیوالې وې، را ته لکه د تلویزون د پردې په څېر په مخکې ودریدې، دواړه ښایسته وې، خو شګوفه را ته دومره ښایسته شوې وه چې په دې دنیا کې مې ورته د تشبیه لپاره کوم څیز په نظر نه راته، اوس راته واضحه شوه چې له دې ښاره د زړه ځکه نه کبږي چې شګوفه پاتې کیږي، توبه توبه دومره ساده شوی وم چې زه په دې نه پوهیدم چې شګوفه ستا په زړه کې اوسي او ته پرې مین یې.
زړه کې یې بلا یادونه راغلل بس نو د درد یوه داسې څپه را باندې راغله چې نه شوه مې کولی چې ویې وایم، یو شاعر څه ښه وايي:
له کوم یو یاده به دی زړه صبر کړم
سترګې په کوم کوم ځای کې وتړمه
له رخصتۍ وروسته پوهنتون ته راغلم، پوره یوه میاشت رخصتي مې کړې وه، کله چې د پوهنتون په عمومي دروازه ور ننوتم نو زموږ پر یوه ټولګیوال کریم مې نظر ولګېد، له ستړي مشي وروسته مې په خندا ورنه پوښتنه وکړه، څه نوې خبرې؟ زه خو لږ وځنډیدم، زر را نغلم، یو زیری را باندې وکړه؛ کریم وویل نور خو څه نشته خو یوه نوې خبره دا ده چې شګوفه کوژدن شوې، نه پوهېږم چې ستا لپاره به ښه خبر وي او که نه، خپل ترور زوی ته یې ورکړه؛ ما خپلې سترګې ښکته واچولې، د خپلو بوټو سرونو ته مې په سوچ وکتل، کریم وویل څنګه په فکر کې ډوپ شوې، ما وویل هسې کومه کیسه نشته.
سبا ته ټولګي ته لاړم، لومړۍ مې پر شګوفه نظر ولګېد، د درد خو د خوند یوه شیبه وه، خو فکر مې وکړ نور باید د شګوفې مخ ته ونه ګورم، د ټولګي د اولې کرسۍ څخه چې شګوفې ته به مخامخ کیناستم، وروستۍ کرسۍ ته لاړم.
نورمدین بلخېل
وروستي