حزب اسلامي د بين الافغاني خبرو د پيل هر کلی وکړ

روهي (يوه نۍ/۲۳ د وږي)، د عبدالهادي ارغمديوال په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان د افغان حکومت او د طالبانو تحريک ترمنځ د سولې خبرو هرکلی کړی دی.

د عبدالهادي ارغمديوال په مشرۍ د دغه ګوند په يوې  خبرپاڼې کې ويل شوي  دي، "بالآخره د پاک رب العالمين په فضل او کرم هغه شېبې هم راورسېدې چې افغانان د خپلمنځي جګړو د پای ته رسولو او په ګران او مظلوم هېواد افغانستان کې د سرتاسري سولې د قيام لپاره د مذاکراتو ميز ته حاضر شول. نن ورځ د افغانستان د جګړو ځپلې ملت لپاره د هيلو او اميدونو ډکه ورځ وه،
د نړۍ په ګوت ګوت کې به مظلومو افغانانو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټیم د مشر ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو د اسلامي تحريک د استازي ښاغلي مولوي عبدالغني برادر د اخلاص، سولې ته د لېوالتيا او د ملي او اسلامي ګټو د ساتنې د اخلاص نه ډکې ويناوې اورېدلې وي، چې په حقيقت کې د افغانان پر زخمي زړونو د مرهم پټۍ اېښودلو معنا يې لرله. همدارنګه د ملګرو ملتونو، ناټو، د اروپا ګد بازار، اسلامي کنفرانس او د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو پر وزير سربېره د زياد شمېر هېوادونو سفيرانو او د بهرنيو چارو وزيرانو ويډيوي ويناوې وکړې، او ټولو په يوه غږله افغان لوريو وغوښتل چې ددې زرين فرصت نه په ګټې اخیستلو، پخپل هېواد کې د سرتاسري سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي."

دغه  ګوند د جګړې له ښکېلو لوريو غوښتي  دي، چې له هر ډول قومي، نژادي، ژبني، سمتي، ګوندي او سليقوي ګټو پرته د ګران هېواد د اسلامي او ملي ګټو په تنازل کې مذاکرات پرمخ يوسي او نړيوالو ته ثابته کړي چې افغانان که د تورې او مېړاني خلک دي؛ نو بلې خواته د جرګو او مرکو په ترڅ کې هم خپلې هېوادنۍ ګټې له نظره نه غورځوي او په پوره تدبير او زغم سره خپلې ملي ستونزې اوارولې شي. زموږ هيله له دواړو لوريو همداده او پاک رب دې همداسې وکړي چې مظلوم افغانان پر خپل هېواد کې د تلپاتې سولې څښتنان شي.