سیده لار

زموږ خونړی تاریخ ددې شاهد د ی،چې استقلال په جګړو ترلاسه کیږي،خو په جګړو نه ساتل کیږي.برخلاف کورنۍ جنګ -جګړې او بې اتفاقۍ  باندینیو نوبتي مداخلو ته زمینه برابروي. خپلواکه ژوند تر هر څه دمخه،په سوله کې  په خپل اقتصاد ژوند کول دي،په خپل فرهنګ ویاړل دي.سیاسي استقلال پرته له اقتصادي خپلواکۍ نه ممکنه ده او نه معنی لري.زموږ محبوب وطن دقیقاً همغه وخت د باندني تاخت او تاج لاندې راغلي،کله چې د نړۍ د تمدن او ترقي له کاروانه وروسته پاتې شوی دی.همدا داخلي شخړې هیواد پرمختګ او هوساینې ته نه پریږدي.
 
د خپلواکۍ د جګړو ورته پایلو څخه جوتییږي،چې خپلواکي او پرمختګ یو دبل سره ټینګ تړلي دي.د  هیواد سیاسي استقلال د مملکت د اقتصادي خودکفایي څخه پرته ساتل کیدی نه شي او د وطن اقتصادي پرمختیا د سیاسي خپلواکۍ پرته ممکن نه ده او که ظاهراً ممکن هم وي،د باوقاره انساني  ژوند له پاره هیڅ ارزښت نه لري.« څه به کړم ګلشن په ټیټو سترګو د اغیار سره».
 
 د وطن اسقلال که په جنګیالیتوب او سرښندنې سره،چې زموږ د خلکو ویاړلی خاصه ده،ترلاسه کیږي؛ترقي او تشدد بیا یو د بل سره مخالف لوري طی کوي. که د شوروي او امریکایي اشغال ختم پرته له جګړو او مقاومت امکان نه درلود،داخلي شخړې او جګړې بیا د هیواد پرمختګ او امنیت په وړاندې اساسي خنډونه دي.
 
ولې د ستر احمدشاه بابا لمسي ـ شاه شجاع  پنجابیانو او انګریزانو ته ،تش په نامه پاچاهي په بدل کې له نیمایي افغانستانه او له خپلې ملي آبرو تیر شو؟ د لیونتوب ترسرحده زړور دوست محمد خان څه شي ټیټې سترګې انګریزانو ته ودراوه؟ د ناپیلیون په شان د جنګي مهارت لرونکی عبدالرحمان خان ولې د ظالم پرنګي ترحم ته کښیناست؟ بړبړي کارمل ولې د شوروي شلیدلې لمن ونیوله؟ د سرکښه کندهاريانو له کرښې رابیل شوی کرزی څه له، د نامرده  امریکایانو لاسونوته ټیټیده؟ «نړیوال متفکر» ولې دومره کم عقلي کوي،چې د خپلواکۍ په لار کې خنډونه اچوي؟ عبدالله ولې د الله بنده ګي په ځای د امریکایانو بنده ګي ته خوشحاله دی؟ د نورو  ټیټ سترګيو به تپوس نه کوو،چې د سړي زړه خوري.ولې خارجي داړه مارانو  یواځې زموږ د سترګو په وړاندې ،سپیڅلی افغانستان دوه پلا لوټولی وشو؟ په سمه لویه لار خو داړه مار، داړې ته ودریدلی نه شی. ولې د یو ننګیالي ملت ولس اومشران ټول لاره ورک   کوي،د جګړو او بحران څخه د وتلو لار نه شي پیداکولی؟ په سمه لویه لار خو سړی لار نه ورکوي...
 
دا هغه دردناکه پوښتنې دي،چې واحد ځواب يې افغان ملت  څخه  نشته.
استعمار که په ځای پریږدو ،چې خاصیت یې لوټماري ده، څه شي د یو مسلمان ملت  مشران اړ باسي،چې باندینیو  ته لاس په نامه ولاړ اوسي:
۱- دنننۍ جګړې،بې اتفاقي؛
۲- که اقتصادي مجبوریتونه،
۳- او که دواړه؟
د باندینیو سره تر جګړې وروسته،کورنۍ شخړې او اقتصادي مجبوریتونه دواړه په ځای پآتې کیږي.دواړه د اوږدو استعماري جګړو محصول دي.د افغانستان روانه جګړه هم له پیله د پوځي ستراتیژستانو له خوا،د ویتنام جګړې په څیر، د امریکا د نظامي صنعت په فرمایش،همداسې تنظیم شوې وه،چې جګړه ییز بری به د یوې خوا هم نه په برخه کیږي او جګړه به تر دې دمه اوږدیږي.د وسلو او پوځي تخنیک تولید او سوداګرۍ د امریکا د مجموعي اقتصاد غوره او ګټوره برخه ده . د افغانستان یا عراق په څیر «کوچنۍ» جګړې د پوځي صنعت د پیداوارو د خرید او فروش بازار ښه تود ساتي.د داسې جګړو کنترول هم ورته آسانه دی. په دا ډول جګړو کې د استعماري ځواک داخلي متحدین،په کلاسیکه توګه د وسلو او نیشه یي توکو سوداګر،د پیسو دلالان ،جګړه ماران، بدماشان،غله او رهزنان دي.د ویتنام په جګړه کې همداسې وه،د افغانستان او عراق په جګړو کې هم همداسې ده.داخلي جګړه ماران د باندینیو د ځواک بنسټ جوړوي.پیاوړې رسنۍ   او کارکونکي یې د هغوي کمزوري مرستندویان دي.پرته له داخلي متحدینو،خارجیان هیڅ نه شي کولی.همدغه ښکیلونکې جګړې د هیواد دنننۍ کړکیچونه دومره ژور کړي او ملي اقتصاد یې داسې نابود کړي ،چې بیا رغول یې معجزه غواړي،پیاوړې ملي اراده او لوړ ملي شعور غواړي.
 
دا چې اوس د امریکا دولت د یو عالم کورنیو ستونزو، نړیوالو پرابلمونو ، عامه ذهنیت  او افغاني مقاومت تر فشار لاندې، د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ،د وتلو اراده یې ښودلې ده او افغانستان یې لا د داخلي متحدینو په منګولو کې پاتې دی، دا هغه فرصت دی،چې ښایي د افغانستان خلک خپل سیاستوال اړباسي تر څو لدې موقع څخه د خپلواکۍ او دایمي سولې له پاره اعظمي استفاده وکړي،که نه په اوسنیو چارواکو  کې خو د خپلواکه او سوله ییز ژوند ظرفیت نه لیدل کیږي.دغه فرصت هم په زماني لحاظ محدود دی،د روان میلادي کال په پای کې د امریکا متحده ایالتونو جمهوري ریاست ته  ټولټاکنو پوري مخامخ تړلی دی.جمهور ریُس ترمپ ،چې غواړي بیا هم په انتخاباتو کې ګټونکی وي ،د طالبانو سره د سولې تړون ،خپلو ټاکونکو په وړاندې د یو ستر دست اورد په توګه ،د هغوۍ د رایو په بدل کې پلوري.د طالبانو سره د تړون پابندي به هم تر ټولټاکنو پورې جدي وي.که ترمپ ګټونکي شي،دا چې دا یې اخري دور دی او د اساسي قانون پر بنسټ د دریم ځل له پاره د ټاکنې حق نه لري،نو د دا ډول تړونونو  پابندیو ته هم بیا ارزښت نه قایل کیږي او که «مخالف» دموکرات ګوند استازي -جو بایدن یې وګټي،هغه خو بیا هیڅ ډول پابندي ته غاړه نه ږدي هغه خو هسې له اوله د تړون مخالف او د یو خپلواک افغانستان ضد دی.
 
د هیواد د بحران  باندني اړځ که یوې خواته پریږدو،د هیواد دننه د سیاست په ډګر کې دوې ډلې ،چې ټولو څخه لار ورکه ده،آغیزمنې پاتې کیږي:
الف -فعال سیاسي تنظیمونه(ډلې)؛
ب -په سیاسي لحاظ غیر فعال عام ولس.
 
الف-په داخلي کشمکشونو کې فعاله سیاسي ډلې:
۱- برحال جمهور رئیس اشرف غني او ډله یې ،چې شاید په یو خپلواک او سوله ییز افغانستان کې د خپلو اقتصادي پلانونو سره  هیواد ته ګټور تمام شوی وای،اما په بلواکۍ او جګړو کې د هغه فعالیتونه داسې مثال لري لکه بې اودسه ،چې لمانځه ته ودریږې.هغه پنځه شلې ریښتیني پلویان نه لري،پوځي مټ نه لري،د پله بینو،غوړه مالو،چکچکیانو یو قشر ورپسې دی او دا هغه قشر دی، چې د هیواد د څلورو لسیزو غمیزو په اوږدو کې رامنځته شوی او په کابل کې د هر برحال واکمن شاته ولاړ وي او هر واکمن لومړي ګوزار  هم د همدوۍ له خوا خوړلی دی.غني خپلو خارجي دوستانو ته هم  ښایي د سویلي ویتنام د جمهور رئیس (دین بیم) څخه،چې په خپله یې بیا مړ کړ،هم زیات ارزښت و نه لري. ورپاتې کیږي  رونا غني او خلیل زاد او په تیارو کې غزیدلي د هغوۍ نړیوالې اړیکي.
 
۲- شمالي ټلواله : په خپلو منځنو کې د غنیمت افغانستان په سر،په ډلو ویشل شوې ډله ده،چې روسیې په نوې جهاني وضعه کې   د پیشخدمتي په تو ګه د امریکا چوپړ ته وړاندې کړې ده،په داخل کې هر یو -عبدالله ،رباني،عطامحمد،دوستم،محقق یې ځانته ډنګوي،هر یو یې ځانته د لنډغرو  یو اجیر لښکر لري. د روسيې،امریکا،ایران،پاکستان،ترکیې،هند،آن اسراییُلو  فرمایشونه د پیسو په بدل کې سرته رسوي.په هیواد کې زیاتره خونړۍ پیښې د دغه ډول فرمایشونو محصول دي،چې سر او بر یې هیڅ نه معلومیږي.که د پیسو لاره پرې بنده شي،چې د زور وځواک اصلي وسیله یې ده،نو د پلویانو شمیر یې ښایي د افراطي،رواني رنځورانو په مافیاوي ډوله کوچنیو ډلو کې محدود پاته شي.
 
داخلي وزلوبه ځینې نور لوبغاړي هم لري،اما په مجموع کې د خپلو ټولو مخالفتونو سره سره،په ګډه  د موجوده استعمارې ادارې  متشکله اجزاوې دي.
 
۳-طالبان دي،چې اوس د خارجي ځواکونو د  شړلو په ولسي پآڅون کې،  د افغانستان د خلکو  بشپړ عیار مقاومت په سر کې قرار لري ،د خپل ټول قرون اوسطایي چلند سره سره به د هیواد احتمالي خپلواکۍ ویاړ په غاړه ولري .د دوۍ له دغه افراطي دریځ پرته ،باندني ځواکونه له هیواده وتونکي  نه دي.د باندینیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې ،ښایي د ولس ملاتړ له ځان سره ولري،اما د هغه یو پلا آزمایل شوي اسلامي امارت بیا خیال،چې طالبان یې په سر کې ګرځوي او ورسره به  په زور زیاتي ، په بشپړ مسلمان ملت «خپل شریعت» چلوي،عملي نه دی،هیڅ ډول دیني منطق نه لري ،سیاسي او پردي ریښې لري .«ساقي راته آشنا دی،خو جامونه بیګانه دي» . آزموده را باز آزمودن خطا است.خلافت یې چیرته دی،چې امارت یې دلته وي!
 
د معاصر نړیوال تاریخ له پآڼو او له ځیرځیر څار څخه را څرګندیږي،چې (ISI) اوMI6)) د طالبانو په جامه کې ،چې  شاید د طالبانومشرۍ ترې خبره هم نه اوسي یا چاره نه لري،د طالبانو په ساحه  کې خپل فعال جزوتامونه لري،چې هر یو یې جدا جدا موخې لري: یو یې په تخریبي فعالیتونو بوخت دي،نه غواړي،چې افغانستان آرام پیداکړي،فرصت لټوي ،چې څنګه بیا دافغانستان وسله وال پوځ له پښو وغورځوي او نورې دولتي ادارې او موسسې ړنګې کړي ؛او بل یې د طالبانو په ضد د جبهې په شا کې جنګیږي.همدغه کار، خاصتاً افغاني «روښانفکران » سربډاله کړي،د مقاومت په موخو یې  شکمن کړي او ویرولي دي.
 
ب -بې تنظیمه عام ولس:
چې دوه ځانګړنې  او مشترکې وجې لري.
- نژدې ټول ټینګ مسلمانان دي،چې په دین کې بشپړ ننوتلي دي،ځینې یې آن« هاخوا پورې وتلي دي.»
 
- د خارجي یرغلګرو  په مقابل کې نه پخلاکیدونکې دښمني او د مقاومت روحیه.
د عامو پرګنو د ملي او سیاسي شعورسطحه دومره ټیټه ده،چې ډیر کله  د خپلوملي ګټو او خیر  سنجولوتوان نه لري . ځینې یې آن د څو کلدارو په بدل کې هم د طالبانو په لیکه کې او هم د شورای نظار په لیکو کې ،یو دبل په ضد جنګیږي. متاسفانه،دا مو د ټولنې تریخ عیني واقعیت دی.
 
همدغه تیت اوپرک ولس که نن د خارجي ځواکونو د وتلو له پاره د طالبانو سره هم غږي دي،چې همدا د مقاومت د ځواک بنسټ جوړوي،سبا په یو خپلواک افغانستان کې ښایي د هیڅ جګړه مار شاته  ونه دریږي.هله به خلک  دوه غوره غوښتنې ولري:
-سوله ،امنیت.
- کار ،یوه مړۍ ډوډۍ.
 
سمه لار فقط یوه لار ده: د پاک الله د عبادت څخه پرته،د بل هیچا بنده ګي او غلامي نه قبلول.افغانان د خارجي استعمار غلامي په هیڅ بیه نه قبلوي،افغاني «اروا په ابتدا کې دا منلې نه ده»،د داخلي غلامانو غلامي ډیر کله درک کولی نه شي.دیني مشرانو د هیواد د خپلواکې  په جګړو کې  همیشه ستر او غوڅ رول لوبولی دی.اما د هغوي اساسي دنده په ټولنه کې د دیني ارزښتونو ساتنه او پالنه ده.د ملي-آزاديبخښونکي نهضت سرښندونکو پوهانو تاریخي رسالت دی،چې دهیواد  د خپلواکۍ غورځنګ مشري وکړي.مذهبي لارښوونکو ته د وطن د خپلواکۍ او ادارې چارې پریښودل،داسې دی لکه د وطن د نازنین ناموس،د خپلواکۍ د ناوې هار ،چې د زرګر په ځاي آهنګر ته وسپارې. د دواړو خواوو څخه همدغې باریکي ته په بې غورۍ کې ،دیني چارې او سیاسي چارې دواړه ګډوډې کیږي او دواړه خرابیږي.
 
دا ځل ښایي عام ولس او ملي شخصیتونه د موجوده فعالو تنظیمونو ،چې تر سپیږمو پورې په خپلمنځي  شخړو کې غرق دي او د ښه او بد تفریق یې ناممکنه دی،د هیڅ یو دوامداره ملاتړ  ونه کړي،بلکې د هر ټاکلي مثبت عمل تر شا ودریږي.د ټاکلي عمل د ښه او بد جدا کول آسانه دی.که طالبان د خارجي پوځونو وتل غواړي او دولتي ډلې د هغوۍ د وتلو په لار کې خنډونه اچوي،ښکاره ده،چې د باندینیو وتل د هیواد او خلکو په خیر دی.که سبا طالبان د سوټي په زور خلک په لمانځه ودروي،دا عمل په ښکاره ډول د (اکراه فې دین)(په دین کې اجبار نشته) مخالف عمل دی،مخالفت یې باید وشي...
 
عام ولس ددې ملک اصلي څښتن دی، هماغسې ،چې د باندینیو یرغلګرو په مقابل کې په سرښندنې سره ودریږي،دا ځل ښایي  د داخلي جګړه مارو ډلو په خلاف،چې وطن یې د جنګي اسیر په توګه یرغمل نیولي هم مقاومت وکړي..ولس  دا ځل باید د خپلو مشترکو وجو پر محور یعنې د اسلام سپيڅلی دین او افغاني وطنپالنې د اصولو پر بنسټ  د مملکت د راتلونکې ادارې یعنې د  سیاست  فعال لوبغاړی وي.که نه د خپلواکۍ د تیرو جګړو په څیر به د ګټې په ځای ډیر تاوان کوو.که هر یو د یوې مړی ډوډې پیدا کولو په کار کې بوخت شو او د مملکت چارې یادو ډلو ته پریږدو،د اوسني استعماري کفن کش دوعاګوی به مو کړي،بیا به جګړې وي،بیا به د کوم بل ناکس تیری وي،بیا به مقاومت او تباهي...
 
 په مجموع کې، د عام ولس او ټولو سیاسي ډلو ترمنځ د سالم عقل سره سم ،یو ټولنیز ټړون ته ضرورت شته دی،هغسې لکه ژان ژاک روسو،چې د خلکو او دولت  ترمنځ د اړیکو توضیح کړې ده.په افغانستان کې اوس د دوو اجماعو ضرورت لیدل کیږي:
 
۱- د غوره فعالو سیاسي ډلو (اساساً د اشرف غني ډلې،شمالي ټلوالې،طالبانو،حزب اسلامي)ترمنځ خپلمنځي اجماع او اتفاق(Konsens). ددې له پاره پکار ده،چې هر یو د خپلواکۍ او سولې مقدس ارمانونو له پاره، د خپلې سخت دریځۍ څخه اګاهانه او مسئولانه  تیر شي.که هر یو لکه تراوسه دوې پښې په یوه موزه کې ننویستلي پاتې شي،نو توافق او تفاهم ته نه شي رسیدلی.
 
۲- د سیاسي ډلو او عام ولس ترمنځ توافق داسې،چې حاکمیت  به د خلکو په خوښه جوړیږي،نه د باندینیانو په دیکته لکه اوسنی.د دواړو اړخونو دندې به په اساسي قانون کې ټاکل کیږي.
 
په افغانستان کې که راتلونکی دولت  ولس ته ،د لودیزو دولتونوپه څیر خپلو اتباعو ته د ژوند  (سوسیال)تامینات په غاړه نه شي اخیستلی،لاندې دندې خو سرته رسولی شي:
- سرتاسري امنیت تامینول؛یا حد اقل،چې خپله د جګړې باعث نه شي؛
- د کار وړ اشخاصو ته د کار ایجادول؛
- سرتاسري ښوونې او روزنې ته زمینه برابرول؛
- له باندینیو مداخلو څخه د هیواد ساتل؛
 
ولس به دولت ته:
- مالیه ورکوي؛
- او خپل استازي به په پآرلمان کې کښینوي؛
د ریښتینې عنعنوي  جرګو(نه لکه د وروستیو وختونو فرمایشي  جرګو) سره ،په خورا آساني  د مملکت په چارو کې د خلکو ونډه ،د هغوۍ ریښتیني استازو(نه د پیسو او زور) له لارې تامینیدلی شي.همدغه د دموکراسي زړی دی.
 
لدې سره به دولت او ولس  لکه څنګه ،چې په طبي وقایه کې د چاپریال سالم ساتلو له پاره ،د «خبیثه مثلث» (مرض،فقر او ناپوهي) سره یو ځایي مبارزه توصیه کیږي، د روان ټولنیز بحران علاج له پاره ، په همدغو دریو لورو کې ګډه مبارزه کوي:
 

  • ددې ټولنې اساسي رنځ روانه جګړه ده او اوسنۍ جګړه د اشغال محصول دی.ولس او ټول سیاسي سازمانونه باید سر له اوسه ،لاس یو کړي او خارجي پوځونه  د جګړې اصلي علت په توګه له هیواده رخصت کړي.ټولې سیاسي ډلې او عام ولس ښایي په دغه حساس وخت کې خپل تاریخي مسئولیت درک کړي او د سولې لاسلیک شوی ټړون  په دقیقه توګه عملي کړي او خارجي پوځونو ته د پاتې کیدو هیڅ بهانه په لاس ور نه کړي.که د سولې په لار کې اشرف غني «پاټکونه» اچوي او که عبدالله په بدماشي سره «دویم بن»غواړي،باید مخالفت یې وشي.د لومړي بن غمیزه لا پای ته نه ده رسیدلې.د خپل هیواد د ازادۍ په لار کې خنډ ګرځیدل تاریخي خیانت دی. اوس، د وطن څخه د خارجي قواوو د وتلو زمینه برابره شوې او دوۍ راته د ۵۰٪  او دویم بن په غم کې دي.دا رواني تکلیف نه دی نو څه دی،لیونتوب تور وي که سپین! سالم عقل داسې نه وي.ټول خلک باید په ګډه د اعتراض غږ پورته کړي.د خلکو په غږ کې خدایي زور پروت دی.
 
 
  • فقر اواقتصادي مجبوریتونه د افغانانو دویمه ستره ستونزه ده.همدغه بیوزلۍ خلک مجبور کړي،چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو له پاره ملي مسایلو ته شا کړي،په همدې غم کې سره ورک شي؛همدغو اقتصادي مجبوریتونو زموږ سیاسي مشران اړ ویستلي ،چې باندینیو مرستو ته لاسونه اوږده کړي او خپل ملي وقار څخه تیر شي.دا وطن د زیرمو له پلوه خورا شتمن دی.طبیعي شتمنۍ یې لاس ناوهلي د خاورو په تل کې پاتې دي.صنعتي هیوادونه د همدغو زیرمو له پاره افغانستان ته راشیوه کیږي.زموږ د تورو سترګو لیدو له پاره نه راځي. له بلې خوا،په غریبي کې هم آبرومندانه ژوند ممکن دی.غریبي عیب نه دی.غلامي عیب دی،غیرانساني دی.په خپل مټ تکیه کول،په خپلو دنننیو امکاناتو بسیا کول د ډیرو غمیزو مخه نیسي.څوک ،چې «امریکایي سګرټ ، په روسي ګوګرد » لګوې ،خپله اوهیواد به یې همداسې  اور اخلي.د سترو دولتونو سره د «دوري او دوستي» د اصل پیروي پکار ده.
 
  • په نننۍ نړۍ کې د لیک-لوست له نعمت څخه محرومي او په کل کې ناپوهي زموږ د خلکو دریمنی اساسي مشکل دی.
کاڼي لعل د بدخشان،بوټي کیمیاده                        
چې یې نه پیژنې ته ګناه د چا ده! 
 
که علم فرض دی،زموږ خلکو څومره دا فرض ادأ کړی دی!ددې فرض به هم هرومرو پوښتنه کیږي.زموږ خلک ډیر کله د خپلي بې خبرۍ او ناپوهۍ له کبله په رنځونو اوړي.سیاستوال مو د نړۍ د سترو سیاستونو د شطرنج  لوبېمبتدیان دي،ځکه لوبې بایلوي.ولس مو د خپل رنځ له ریښو خبر نه دي او نه یې په درمان پوهیږي.که مو ملي شعور پوخ وای، په هیوادني مسایلو کې مو خطایي او بې پروایي نه کوله.پوهنه رڼا ده.په رڼایي کې غل او مل ښه پیژندل کیږيکه د طبي وقایې د «خبیثه مثلث» سره ،زموږ د ټولنې او خلکو دوه نور غوره خباثتونه ذکر کړو ،نو یو «خبیثه مخمس» ترې جوړیږي،چې د حل لارې باید په ګډه ولټول شي.نوموړې ستونزې دادي:
  • داخلي بې اتفاقۍ او جنګ-جګړې.خوشحال خټک زموږ د ټولنې له دغه زوړ رنځ څخه ډیر پخوا نالښت کړی دی:
پښتانه به اتفاق سره و نه کا  
که نه ما به د مغل ګریوان پاره که
دا  کرونیک رنځ دی، دوا یي داده،چې د رنځ ریښې پیدا او له بیخه وویستل شي او دا ریښې ډیرې ژورې دي.
 
  • د خلکو او سیاستوالو رواني تکلیفونه،چې په خپله د روانو جګړو محصول دی.د افغانستان ټول خلک ،بلا استثنا په بیلابیلو رواني رنځونو اخته دي.زموږ د ټولنې ۵/۱ ستونزې عیني ریښې نه لري،بلکې ذهني دي،رواني دي،چې خپله سیاستوالو د خپلو ذهني رنځونو له کبله خلقې کړي دي.ددې رنځ علاج په دې نسل کې نشته.دومره درمل یې شته ،چې یو د بل په  ټپونو(تراوما)  ونه لګیږو.که اګاهانه یا غیر اګاهانه ولګیدلو،نو د بل غیرارادي چغ خیږي.
  •  
په مجموع کې،«خارجي استعمار،داخلي غیر ولسي،استبدادي واکمنیو او په ټولنه کې حاکم خرافات »- ټولو سره په ګډه افغاني ټولنه له اصلي لارې -صراط مستقیم څخه منحرف کړې ،د بحران او رکود سره یې مخامخ کړې ده.ددې ټولو له منځه وړلو پرته ،دا ټولنه ښه ورځ نه شي موندلی.
 
په اوسنۍ بحراني وضعه کې د خلکو رویه،چلند او اخلاق هم په ابتذال کې  دي، پر دې بنسټ ،ټول خلک په څلورو کته ګوریو ویشلی شو:
- زیات شمیر خلک نه علم  لري او نه  تقوا؛
- یو شمیر خلک ټولنیزه  تقوا لري ،اما علم نه لري؛
- یو شمیر بیا علم لري ،خو تقوا نه لري؛
- کم شمیر کسان شته،چې هم علم لري او هم تقوا.
 
څلورمه ډله خلک ،چې خورا نادر او کمیابه دي،اما لا هم شته دي.د هیواد د روان بحران څخه د وتلو له پاره همدغه ډله خلک پکار دي،چې باید سره پیدا ،راټول،یوموټی او د ولس سره یو غورځنګ شي .د ولسي غورځنګ او هیواد رهبرۍ  ته د دا ډول شخصیتونو وړاندې کول خورا ضروري او حتمي  دی.که څه هم دا کارڅه خیالي ښکاري ،اما عملي دی،پدې شرط،چې عام ولس او نوموړي شخصیتونه یو بل پیدا ،یو بل درک او یو پر بل باور پیداکړي.په وروستیو څلورو لسیزو کې د هیواد هیڅ یو مشر ،په هر علت چې وُ، ونشو کولای وطن له روان بحران څخه وژغوري،نو ځکه  د ناکامو رهبرانو د لقب وړ دي او   د ناکامو رهبرانو ثنا او  پیروي نه ښایي،سړي بریالیتوب ته نه رسوي.ټول باید د داسې مشرانو په لټه کې شو،چې د ولس له بطنه زیږیدلي ، په ولس کې رالوی شوي وي او د موجوده بحرانه څخه د هیواد د ویستلو قابلیت ولري ،ملاتړ یې وکړو او د بریالیتوب وروسته یې که ثنا ووایو،کیدی شي.دوه سپیڅلي ارمانونه شته ،چې ښایي د مشروطه غوښتونکو غورځنګ په څیر، د هیواد ولسي مشران او عام ولس پرې راټول شي:
- د هیواد خپلواکي؛
- د هیواد ترقي.
 
یوموټی  پوهان،چې ټولنیزه تقوا ، سپیڅلي ارمانونه او ولسي ملاتړ ولري،د هر ډول خارجي او داخلي جګړه مارانو څخه پیاوړی قوت کیږي.د هیواد د خپلواکۍ او ترقۍ غورځنګ ښایي د مشروطه غوښتونکو پلونه تعقیب کړې،اما د هغوۍ تیروتنو ته په پام سره ،د نیمایي هدف په لاس ته راوړلو قناعت ونه کړي ، غورځنګ په نیمه لار پله بینانو ته پری نه ږدي ،تر آخره د هیواد د استقلال او پرمختګ ساتنه او پالنه وکړي ،راتلونګي نسل ته یې په امانتدارۍ سره وسپاري او د ساتنې او تعقیب سپارښتنه یې هم په ایمانداري سره وکړي.
 
 هر عالم  که په ټولنیزه تقوا سره،چې تراوسه یې ځان د فساد له ټولو ډولونو: قتل،غارت،فحش،رشوت،اختلاس،داړه ماري،دوکه بازي،د باندینیو دلالي،د نیشه یي توکو سوداګري...څخه ساتلی وي،د وطن ژغورنې له پاره مټې بډ وهي ،سرښندنې ته حاضر شي،دخپلو خلکو ملاتړبه هم ترلاسه کړي،پاک رب به یې هم سینه دومره ارته کړي،چې د هیواد ټولې ستونزې په کې حل شي.هر عمل ،چې په علم او تقوا سره بنا شي،حکمت کیږي،الهي اراده  له ځان سره لري او په هرکار کې ،چې خدایي اراده وي،هغه د افغان ولس ملاتړ هم پیداکوي او هرومرو بریالیتوب ته رسیږي.همدغه سیده،د فلاح  لار ده.
 د مینې وړهیواد د خیر په هیله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګل مې کره یار راته ناست وُ     چې ګلان ګل شول یار مې تورې خاورې خورینه
د ارواښاد دوکتور عبدالحنان خوشحال ساپي د لارښوونې په رڼا کې