
د يوې پنځلس پوړيزې ودانۍ لپاره، چې د ريختر د ٩ درجې زلزلې مقاومت هم ولري ،پردې سربېره نور اړوند حرارتي او د غږ د نه تلو راتلو وسايل هم پکې وکارول شوي وي، څومره وخت او کار ته اړتيا ده؟ د چين په شانگهاى ښار کې په شپږو ورځو کې داسې خورنځى(هوټل) جوړ ، او گټې اخيستنې ته چمتو شو،چې پنځلس پوړه دى؛ او د جوړولو کار يې په شپږو ورځو کې پاى ته ورسېد. البته هېره دې نه وي چې ددې هوټل تهداب مخکې جوړ شوى و، خوبيا هم يو ډېر حېرانونکى او دروند کار دى
ددې خوړنځي) جوړونکي کارگران ،د ريکارډ د جوړولو لپاره شپه او ورځ کار کاوه ، او تر امکان حده يې له پخوا جوړې شوې او تيارې مصالحې څخه گټه اخيسته.