د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ

فرصتونه او ستونزې
د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ له لوري، نن دوشنبه د ۱۳۹۹ هـ.ل کال د سنبلې مياشتې پر ۱۷مه نېټه «د افغانستان سيمه ييزه سوداګري او ټرانزيټ: فرصتونه او ستونزې» تر سرليک لاندې علمي غونډه جوړه شوه. په پېل کې د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالشکور سالنګي راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د موضوع اهميت، اړتيا او اهدافو د روښانه کولو په ترڅ کې يې وويل: «له ۲۰۰۱ز. کال او په ځانګړي توګه د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره سم د افغانستان حکومت د بهرني سياست يوه مهمه او اړينه برخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت څخه په استفادې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ لا پياوړي کول او بيا يې راژونديکول دي. 

دا چې حکومت په دې برخه کې د غوره پاليسيو په لټه کې دی، نو اړتيا ده چې د دغه ډول سيمينارونو او غونډو له لارې هغه پاليسۍ جوړې او حکومت ته وړاندې شي، چې سوداګري او ټرانزيټي لارې لا پسې پياوړې او په دې توګه غوره اقتصادي حالت ته داخل شو.» د ښاغلي سالنګي له پېليزې وينا وروسته د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه قيس محمدي ته بلنه ورکړل شوه، تر څود افغانستان د سيمه ييزې سوداګرۍ او ټرانزيټ پر فرصتونو او ستونزو علمي  بحث وکړي. استاد محمدي پورتنۍ موضوع هر اړخيزه وڅېړله، فرصتونه او ستونزې يې په نښه او بيا يې حل لارې  په ګوته کړې. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «د افغانستان سوداګري په دوو لويو برخو ولاړه ده چې يوه يې د کانونورا ايستل او بل همکرنيز توکي دي، چې زموږ د صادراتو ۹۰ سلنه پر کرنيزو توکو ولاړ دی. همدارنګه د اټکل له مخې، په هېواد کې د نږدې درې زره ميليارده ډالرو په کچه کانونه لرو، که چيرې د دغو کانونو د را ايستلو لپاره ګټورې پاليسۍ جوړې شي، نو اقتصاد به مو پر پښو ودرېږي.»ښاغلي محمدي د شوو پرمختګونو ترڅنګ د اقتصاد علم په اړه کم پوهاوی، د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د يوې مرکزي ادارې نشتون، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توزان نه موجوديت، ناسالمېسيالۍ، د اقتصادي اخلاقو کمزوروالی او د اقتصادي نظريو غلا، هغه ستونزې وبللې، چې د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې شته دي. 

ښاغلي محمدي د افغانستان ستراتيژيک موقعيت د ترانزيت په برخه کې هغه فرصت وباله چې کولای شي د افغانستان حکومت ورڅخه د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار واخلي، ځکه افغانستان کېدلای شي د سيمې د هېوادونو لپاره د اتصال نقطه وګرځي، خو د سړکونو د زيربناووکمزوري، د ريل پټلېو نشتون، امنېتي ستونزې او له ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د اعتماد او باور نشتون هغه ستونزې دي چې د افغانستان د ترانزيت په برخه کې شته دي او د هېواد ترانزيت يې له ستونزو سره مخ کړی دی. استاد محمدي د پورتنيو ستونزو د حل په موخه وړانديز وکړ، چې د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې بايد داخلي  پاليسۍ اصلاح شي، کوچني کاروبارونه ډېر او ملاتړ يېوشي، د ترانزيت زيربناووته جدي پاملرنه وشي او د لويو لارو امنېت وساتل شي، تر څو اقتصاد پياوړی او د افغانستان د پرمختګ لپاره زمينه او شرايط برابر شي.

په پای کې د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، د علومو اکاډمي د بېلا بېلو برخو د راغلو علمي غړو او له علومو اکاډمي څخه بهر د ځينو  ميلمنو له لوري تبصرې او پوښتنې مطرح شوې، چې د ښاغلي محمدي له لوري ډاډمن او د قناعت وړ ځوابونه ورکول شول.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز به په راتلونکي کې هم د مهمو سيمه ييزو مسايلو او موضوعاتو په اړه علمي او څېړنيزو غونډو جوړولو ته دوام ورکړي.