
روهي (يوه نۍ/۱۶ د وږي)، تېره ورځ طالبانو افغان حکومت سره د سولې بين الافغاني خبرو په پار خپل مرکچي پلاوی معرفي کړ. مولوي عبدالحکیم د طالب مرکچي پلاوي مشر ټاکل شوی دی.
مولوي عبدالحکیم د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور نېږدې کس بلل کيږي او هغه وخت تمه وه چې د نوموړي له مړينې وروسته به مولوي عبدالحکیم د طالبانو مشر وټاکل شي.
مولوي عبدالحکیم د طالبانو ترمنځ مخکښ قاضي او مفتي دی او ويل شوي دي چې د طالبانو تحريک ډېرۍ فتوايې د مولوي عبدالحکیم له خوا ورکول کېدلې.
مولوي عبدالحکيم د طالبانو قاضي هم پاتې شوی. دی د کندهار د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور د کلي اصلي اوسیدونکی او په قوم اسحاق زی دی.
د طالبانو ۲۱ کسيز پلاوی چې مولوي عبدالحکیم يې مشري کوي د صلاحيت په درلودو به افغان حکومت سره د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي.