
رفيع الله روشن
درنو لوستونکيوتاسوبه ډېر ځله ليدلي وي ، کله چې يو کمزوى شخص دبل زورور او ظالم کس له لاسه تر وهلو،ډبولو لاندې ونيول شي، يا په يوه نفر څو کسه راټول شي او وهي يې، نو هغه خو دځان دخلاصون لپاره يوه هڅه حتماً کوي ،هغه که هرڅوخومره کمزورى وي،همداسې خو ورته پرېوځي نه چې هغه نور يې ووهي، اوکه داسې ووايو چې که چېرې مو کوم جبه يي ( داوبو) مار وژلى وي ، جبه يي مار په مارانوکې هغه دخلکو خبره بېکاره ماردى، چې هېڅ څوک نه ترې وېرېږي ،خوکله چې يې وژنې او ايسار راشي نو هغه هم د ځان ددفاع په خاطر حمله کوي او غواړي ځان وژغوري، راځو اصلي موضوع ته چې په ايران کې په دې وروستيوکې يوځل بيا د انسان په جامه کې ددې هېواد دظالمانوله طرفه پر افغانانو د ظلمونو او ناروا وو په مسئله راڅرخي.
ايران دافغانستان لپاره په بې درملنه رنځ اوښتى دى .
دغه هېواد چې دافغانستان له ګاونډيانوڅخه شمېرل کېږي ،خوهېڅکله يې دګاونډي توب حق پرځاى نه کړ، بلکې لکه د يوه بد تربورپشان يې له موږ سره تل داسې سلوک کړى دى چې نه پوهېږو په زړه کې يې څه دي او دڅه په خاطر دا کشالې رامنځته کوي .
دالمړى ځل ندى چې ايرانيان له خپل حد څخه اوړي او خپلو ناروا کړنوته ادامه ورکوي، بلکې داڅووم ځل دى چې په ايران کې له افغان ګډوالو او مهاجروسره ددوى لخواداسې کړنې کېږي چې نه د اسلام په مبارک دين اونه هم په نورو اديانوکې ورته اجازه ورکول شوېده، کله چې يې نوم اخستل کېږي نو داسې وايي چې: (دايران اسلامي جمهوريت).
ايا اسلامي جمهوريت همداسې وي ، چې له يوه مسلمان څخه دې دهغه غوښې په امبور، شکېږي ، ايا اسلامي نظام همداسې وي ، چې يومسافر کډوال دې په داسې بې رحمۍ سره وژل کېږي چې هېڅ جامې يې په تن نه وي، ايا اسلامي نظام همداسې وي ، چې يو مسلمان دې د زرګونو خلکوپروړاندې په داسې بې رحمانه ډول په لښتو اوکېبل باندې وهل کېږي چې حتى ګناه يې هم نه وي معلومه؟
که چېرې اسلامي نظام په دې ډول وي ،نوبياخوترې کفر ښه دى، اسلام خو خلکوته بلنه ورکوي چې تاسې د مېلمه عزت وکړئ، تاسې دمسافر قدر وکړئ اوتاسو دهغه خدمت په هغه شان وکړئ څرنګه چې الله ج امر کړى دى، الله ج فرمايي چې يومساپر ستاسوکورته درشي نود هغه مهمان نوازي زما په خاطر وکړئ، ولې چې هغه زما مېلمه د ى ، هغه ما ستاسو کور ته راوستى دى.
اسلام خو ټول يو اسلام دى، ايا د ايران په هېواد کې اسلام په بل ډول دى ، اوکه هلته لا تراوسه پورې هم پيغمبران راځي، اونوي دينونه اومذهبونه پيداکېږي؟
ايا هغه افغانان چې څه موده وړاندې ددې هېواد لخوا په دار وځوړول شول ، هغوى ميندې نلرلې ،هغوى کور درګاه ،پلار،مو ر،خويندې ،وروڼه دوستان خواخوږي نلرل؟ ايا په دوى پسې به هېچا نه وي ژړلي ،ايا دوى به په زړه کې همدا هيله لرله چې دې هېواد ته دې ولاړ شي اوهلته دې د دار پړى ور په غاړه شي، اوکه ددې په خاطر دې هېواد ته زړه ښه کړ چې يو خو همسايه هېواد دى، بل داچې نظام او هرڅه پکې اسلامي دي اوخپلې د مسافرت شپې ورځې به داسلام تر چتر لاندې تېرې اوبېرته به خپلو اولادونو ته څو روپيو مزدورۍ سره کورونوته راستانه شي.
داهرڅه دڅه په خاطر کېږي، دچا لخوا کېږي ، دچا په وينا يې کوي، اوتر څو به يې کوي.
داهغه پوښتنه ده چې زما پشمول د ډېرو افغانانو په زړونوکې تېرېږي ، خو د ځواب لپاره يې داسې شخص نشته چې ددې پوښتنې ځواب دې ورسره وي ، خو بياهم زما په اند، او زما په دې ناقص نظر ددې پوښتنې ځواب بايد له له افغان دولت ، ملل متحد، اوبين المللي ټولنې څخه غوښتل شي کوم چې په افغانستان کې دايران تالي څټي دي، خو د اوس لپاره يې د افغانستان او د ښاغلي کرزي په دولت کې جرړې کړي دي ، او خپلو شومو اهدافوته د رسېدو په خاطر دا هرڅه کوي، په واضح ډول سره يې ووايم، دا هغه نمک حرامه اوبې کفايته اشخاص دي ،چې په کوم تالي کې وخوري بېرته پکې پښه ږدي، دوى هم دافغانستان او هم د ايران تابعيت لري، په افغانستان کې يې ګټي او په ايران کې يې مصرفوي، او داهغه کسان دي چې د ايران لخوانه حمايه کېږي ، اوبېرته يې په خپل هېواد پسې بېل اخستى دى او خپلو وروڼو ته پکې قبرونه کني، افسوس په داسې افغانيت او داسې انسانيت،
دوى به دکوم شعور له مخې ځان ته افغانان وايي، خودايواځې ځنې او دګوتوپه شمار کسان ندي چې په دې فساد کې راښکېل دي، ان ددولت لوړوپوړيو چارواکيو پورې رسېدلې ده او په بوجيو، بوجيو پيسې ورته راځي ، او دوى لکه د تل پشان هضم کړي دي اوهضموي يې، نو دوى به څرنګه دداسې کړنو مخه ونيسي او يابه يې پروړاندې مبارزه وکړي.
همدارنګه په افغانستان کې د ايران په پټو اوښکاره ، دسيسو ډيرى داسې کارونه روان دي چې پخپله د ايران لخوانه يې هرڅه په غاړه اخستل شوي دي ، لکه د ډېرو ټلوېزيونونو جوړول، راډيو سټېشنونو جوړول چې خپرونې يې تر زياتې اندازې پورې په ايرانۍ ژبه دي، کله چې دغه ايراني الا صله افغانان په خپلوکې سره خبرې کوي ،نو ټولې ايرانۍ اصتلاح ګانې استعمالوي، داسې مې واورېدل چې په ځينو شيعه نشينو سيموکې په ښوونځيو او مدرسو کې درسونه هم په ايراني چاپ کتابونوکې تدر يس کېږي ، د مياشتو نومونه خو په هرځاى کې په ايرانۍ ژبه ليکل شوي دي، ،همدا رنګه ډيرې چاپي رسنۍ شته چې د ايران لپاره کار کوي، او همدا راز ډيرى هغه مراسم چې زموږ د شيعه مذهبه وروڼو لخوا په افغانستان کې وي، ټول د ايرانيانو په شان تر سره کېږي ، نو ايران چې په هر راز اوهر چل او نېرنګ وي،هم په خپل هېواد کې او هم زموږ په هېوادکې د افغانانولپاره داسې دامونه غوړوي، چې هرڅنګه وي پکې نښلي.
ايران په دې پوهېږي چې په افغانستان کې ددښمنانو په پرتله دوستان او خواخوږي ډېرلري ، نوځکه يې سترګه نه سوځي، خو کېداى، هغه متل ، په افغانستان کې رښتياشي ، چې وايي: چې تنګ شي نو په جنګ شي.
نور نو دافغانانو د صبر او زغم کاسې ډکې شوي، دحوصلې توان پکې ندى پاتې ، او ددې امکان شته چې يوځل بيا خپل ټوپکو او توروته لاس کړي ، د خپلو هېواد والواو هېواد دد فاع په خاطر مټې را بډ وهي، خو افسوس به دلته وي چې په تېرو ځلونوکې دا جګړه د کفراو انګرېز پر وړاندې وه او داځل به يو مسلمان د بل مسلمان پر وړاندې په دې کار مجبور شي.
خو کله چې يوڅوک دومره مضرشي چې بل يې له لاسه په عزاب کې شي نو بياخو دا يوه شرعي مسئله ده چې د مضرشي مرګ روادى ،که څه هم هغه انسان وي.
نو موږ يوځل بيا پر ايران اواز کوو چې له هغو بې وزلو او بېچاره وو افغانانوسره چې هلته د مهاجرت شپې ورځې تېروي ، او يا هم له دوى سره په زندانونوکې دي، نور دې دهغوى له ربړولو او وژلو څخه لاس واخلي، که مرسته نه ورسره کوي نو ظلم او تېرى دې هم نه پرې کوي، او همداشان په افغان دولت غږ کوو چې په ايران کې دافغان دولت سفير ته چې له بده مرغه دى هم دايران ګو ډاګى دى دنده ورکړي چې د خداى په خاطر نور ددې بې سرپرستو او بې سترو مهاجرو افغانانو غم وخوره، ته او خداى دې چې څرنګه درته دا ژوند خوند درکوي، چې ستا په سلګونو افغانان وروڼه هره ورځ وژل کېږي ، ټکول کېږي او حتى د مړي وړلو اجازه يې هم نه وي اوته يې ننداره کوي، او دنده دې هم همدا وي چې ددغه شان خلکو پوښتنه وکړې.