نبيل: له حکومت پوښتنه کوم چې مصالحې عالي شورا کې د امنیت او عدالت ټیم استازولی چیرته ده!؟

روهي (دوه نۍ/۱۰ د وږي)، تېرو ولسمشريزو تاکنو ته نوماند او د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل د ولسمشر غني له خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا کې د دوی ټاکنيز ټيم د استازي د نشتون له امله نېوکه کړې ده. 

نبيل پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د مصالحې شورا له مشر څخه څو پوښتنې مطرح کړم؛
لومړی: په کوم دلیل دوه ټاکنیز ټیمونه د ټول افغانستان د استازولی دعوه کوي؟

دویم: آیا موږ حق لرو، چې وپوښتنو چې د هیواد له محترمو اشخاصو په جوړ شوی نوملړ کړې د امنیت او عدالت ټیم استازولی چیرته ده!؟

درېیم: څنګه ممکنه ده، چې پر ډیورنډ معامله کوونکي، د هیواد د یوې برخې پلورونکي او د اقتدار لپاره پر هندوکش معاملې ته چمتو کسان په دې ټیم کې وي؛ خو یوه لویه کتله دې د استازیتوب حق ونه لري!؟

څلورم: آیا یوازې همدا کسان د افغانستان د ۳۵ میلیونه نفوس استازولي کولی شي!؟"

رحمت الله نبيل  د مصالحې عالي شورا کې د خپل شتون په اړه وړاندې لېکلي دي، "زه یې لیواله نه یم، د هغه څه چې زه لیواله یم هغه سوله ده،‌ هغه د سولې پر سټیج ددې وطن د مظلوم ولس غږ دی او هغه ددې خاورې له ارزښتونو دفاع او د نورو د دسیسو شنډول دي."
 
د ملي امنيت پخواني رئيس زياته کړې، "موږ خو فکر او د مبارزې سنګر لرو؛ خو ځينې نور هیوادپاله اشخاص او طرفونه هم داسې هیر شوي، لکه هغوی چې ددې وطن اتباع نه وي، ځکه نو ویره راسره پيدا شي، چې خدای مه کړه کومې بلې بولۍ ته مو وړاندې نه کړي!
 
زه دا قضاوت تاریخ او خپلو خلکو ته پریږدم او له هر ډول ویرې او اندیښنې پرته به د خپلو اکثریت هیواد پالو د غږ پورته کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتم او د وطن د ارزښتونو د دفاع لپاره د ملي بسیج او را ټولیدنې غږ لوړ ساتم!‌"