سرچينې: عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له خوا د مصالحې عالي شورا اعلان شوي جوړښت کې خبرې لري 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روغې - جوړې عالي شورا د مشرتابه پلاوي او غړو جوړښت د يو فرمان له لارې تائيد کړ. دغه فرمان کې عبدالله عبدالله د شورا رئيس او اووه مرستيالان لري. 

حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عبدالکریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، صلاح‌الدین رباني، محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور، سید حامد ګیلاني، ذبیح‌الله مجددي، سید منصور نادري، عنایت الله شهراني، انجنیر محمد خان، ډاکتر صادق مدبر، محمد اسماعیل، غضنفر او خدایداد صالح  د مصالحې عالي شورا غړي ټاکل شوي دي. 

بل لور ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا ځینو سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې دوی د ارګ لخوا اعلان شوی نوملړ ټول شموله نه بولي او پر ترکيب يې هم ملاحظې لري. دغه شورا وايي چې په دې تړاو به ډېر ژر خپل رسمي دريځ اعلان کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، صلاح الدين رباني او ګلبدين حکمتيار د روغې - جوړې عالي شورا کې خپل غړېتوبونه رد کړل، خو عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا په اړه د ولسمشر غني فرمان ته تر اوسه په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښوودلی.