ایا عبدالله د سولې مشرۍ ته وړ کس دی؟

پښتو کې ډېر عام متل دی،« غوښه يي په پیشو سپارلې»، ایا عبدالله د سولې په چارو کې مشرۍ ته وړ او مناسب کس دی؟ هغه ډله چې عبدالله يي له څو کلونو راهیسې استازولي کوي، په سوله کې خپلې ګټې ویني؟

عبدالله په کور دننه د هغه چا استازولي کوي چې د هغو ګټه په ګډوډۍ کې ده. عبدالله په حکومت کې د غلو، قاچاقبرو، جنګسالارانو، مفسدینو او ناحکومتي وسلوالو ګروپونو استازی دی او د همدغه ډلو د ملاتړ په برکت، حکومت کې غوړه ونډه لری. دې ډلو او ګروپونو په تېرو لسیزو کې د حکومت په دننه کې ګډوډۍ ته لمن وهلي او د نظام د جوړېدو مخه يي نېولې ده. همدغه ډله طالبانو سره په جګړه کې، مرکزی حکومت، طالبانو ته تر پښو رانیسي او د جګړې د دوام لامل ګرځي!

دا پوښتنه هم بې ځوابه پاتې ده، ایا په حکومت کې د عبدالله او د هغه تباکارې ډلې په غوړ شتون کې د افغانانو په کور جګړه ختمېدای او سوله راتلای شی. ایا د دې ډلې په غوړ واک کې، افغانان د طالب او د دوی د بهرنیو ملاتړو په وړاندې یو موټی درېدای او جګړه ګټلای شي؟

دا هم اورېدل کیږي چې امریکا د خپلو ټاکنو په درشل کې پر اسلام اباد دباو اچولی چې طالبان خبرو ته کښینوٍي، ایا د داسې دباو کوم اغیز تر سترګو کیږي، که هسې  تر ټاکنو  مخکې یو ټاکنیز پروپاګند دی. بلخوا د افغانانو ټاکنې لانجمنې کول او په پایله کې يي د امریکا په غوښتنه او دباو د سولې بهیر مشرۍ لپاره د عبدالله خوښول او ټاکل، خپله د سولې په بهیر کې د کړکېچ د دوام لپاره یوه بله پلمه ګڼل کېدای شي.

دا خبره هم پرځای ده چې په کارغه ښکار نه شي کېدای، د ښکار لپاره د کارغه ټاکل د ښکار د مخنیوي لپاره هڅه او پلمه ده!

عبدالله تیار نه دی، د سولې په چارو کې د وزیر پتوګه د خپل خوره يی محمد مصطفی مستور له ګمارلو تېر شی، ایا د سولې په پار به عبدالله او ډله يي نورو تېرېدنو او قربانیو ته چمتو شي!!
دا هم ویل کیږي، د سولې خبرې باید د جنګ ښکېلو غاړو ترمنځ وشي. له هغه ځایه چې د عبدالله نظارشور او اسلامي جمعیت او طالبان په تېر کې سره جنګېدلي، که خبرې د دوی ترمنځ وشي او توافق رامنځته شی، سوله به ژر راشی. خو طالبان پخپلو څرګندونو کې د اوس لپاره خپل عمده دښمن د ولسمشرغني په مشرۍ مرکزي حکومت بولي چې د مخکیني فورمول له مخې باید خبرې حکومت سره وکړي، خو دلته بیا وینو چې طالبان د حکومت پرځای غواړي خبرې افغاني ډلو سره وکړي چې هغو کې د عبدالله ډله يي سرکې راځي.

اوس له چا پټه نه ده چې د عبدالله خېلو او طالبانو ترمنځ د پخواني اختلاف سره سره، یوه شریکه موخه او ګډ دښمن شته او هغه ولسمشر غني او مرکزي حکومت دی! د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته دوه لسیزو کې هم طالبانو په هغه سیمو کې چې هلته نظارشورا او اسلامي جمعیت واکمن دی، زیاتې ویجاړۍ او مرګ ژوبله نه ده رامنځته کړي. د طالبانو د ویجاړۍ موخه په تېر او اوس کې هم ډېره د هېواد سهیلي، ختیځې او سهیل ختیځي سیمې او دلته میشت ولسونه دي.

د سولې چارو د مشرۍ لپاره د عبدالله ټاکل (دلته د سولې افغان پلاوی موخه نه ده)، طالبانو او د هغو بهرنیو ملاتړو ته په ظاهر کې دا پلمه هم ورکوي چې طالب لوری خپل یو بنسټپال طالب لکه شیر محمد عباس ستانکزی د سولې پلاوي مشر وټاکي. دلته هم موخه دا ده چې د سولې بهیر څونه اوږدېدلای او لانجمن کېدای شي، اسره نه کیږي!

حکومت ټینګار کوي چې طالبانو سره سوله کې باید د«اسلامي جمهوریت» ارزښتونه خوندي پاتې شي. د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي اتمر په وینا دې ارزښتونو کې د هېواد خپلواکي، دیموکراتیک نظام، اساسي قانون او بهرنۍ اړیکې شاملې دي.

عبدالله چې د خپل اصلي کار یعنې د سولې په چارو کې د بوختیا پرځای په حکومت کې د خپلو پلویانو په ګمارلو مصروف دی؛ په زیاترو څرګندونو کې يي داسې وضاحت نه لېدل کیږي. طالبان د عبدالله برعکس پخپلو خبرو کې یو څه وضاحت لري او د سولې په خبرو کې د مرکزي حکومت په وړاندې خپل نیت او دښمني نه پټوي!

البته په دریځ نېولو کې د یادو ارزښتونو په اړه د وضاحت نشتوالی، ناڅاپي پېښه نه شو ګڼلای؛ بلکې دلته هم د تړتړۍ او ګونګې ژبې شاته، ټاکلې شومې موخې پرتې دي چې باید تر سترګو لاندې وي.

د مرکزي حکومت په وړاندې په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې د یو شمېر اشخاصو ښکاره مخالفت او بیا د عبدالله پر محور اغماض او منافقت که یوخوا د سولې په لار کې خنډ دی، بلخوا د جهادي مافیا د بل اړخ د ګلبدین حکمتیار په سرخېلۍ مخالفت هم د سولې په وړاندې حکومت ته په لوی سر درد بدلیږي.

ګلبدین پرون د جمعې د لمانځه په وینا کې د مرکزي حکومت په وړاندې هغه ژبه وکاروله، لکه طالبان او د اسلام اباد رسنۍ يي چې کاروي. ګلبدین ښکاره د اسلام اباد په ګټه چنې وهي او د افغان حکومت بهرنۍ اړیکې په تېره بیا له هند سره د اسلام اباد په زیان بولي. نوموړی افغان اردو ته د هند د ملیشو خطاب کوي او په دې توګه غواړي یوځل بیا د شمال او جنوب خبره رامنځته کړي او په دې خپللاسي شخړه کې ځان د جنوب قهرمان او د پښتنو خواخوږی معرفي کړي.

په حکومت او ټولنه کې سوله غوښتونکي ځواکونه باید د ریښتیني، عادلانه او تلپاتې سولې؛ همدارنګه د تېرو لسیزو د بریاوو او لاسته راوړنو په وړاندې د پرونۍ جهادي مافیا، طالبانو او د دوی د پروني او ننني ملاتړي اسلام اباد نویو خنډونو او توطیو ته پام وی او پرینږدي د ۱۹۹۲ کال غمیزه بیا تکرار شي!