د افغانستان د پلټنې عالي ادارې:  ۳۰ دوسيې  یې څارنوالۍ ته د فساد په تور لېږلې دي

روهي (نۍ/۸ د وږي)، د افغانستان د پلټنې عالي ادره وايي د روان کال له پیل راهیسې یې د فساد اړوند دېرش دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږلي دي.
 
د افغانستان د پلټنې یا تفتیش عالي اداره وايي د روان کال له پیل راهیسې یې د فساد اړوند شاوخوا دېرش دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.د دې ادارې د مالوماتو له مخې، په دغو دوسیو کې ځیني وزیران، مرستیال وزیران او نور لوړپوړي مامورين شامل دی.
 
دې ادارې د دغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
 
په دې وروستیو کې افغان حکومت د فساد په تور ځینې وزیران، مرستیالان، والیان او یو شمېر لوړپوړه ماموران لويې څارنوالۍ ته معرفي کړل.