د طبیعي پېښو په وړاندې د ټولنې مقاومت زیاتول او د خطرونو کمول

  • سریزه
  • زموږ په هېواد کې هر کال خلک د مختلفو طبیعي پېښو له کبله زیات ځاني او مالي تاوانونه ویني. خو موږ ډېر کم له ورته پېښو او زیانونو درسونه زده کوو او د راتلونکي لپاره منظم او غوره پلانونه جوړوو. دا ځکه چې زموږ په هېواد کې تر اوسه د اوږدمهاله پلان او ستراتېژيک فکر په ځای د اور وژنې کړنې باب دي او تر اوسه یوازې له پېښو وروسته عکس العمل ښیو او وار له مخه ورته د تیارۍ نیولو توان مو نه دی موندلی. موږ ته په کار ده چې دې ته پام وکړو او خپلې وړتیاوې زیاتې کړو.
     
    د دې لیکنې موخه داده چې د سیلاوونو، زلزلو، وچکالیو او نورو په وړاندې دې ملي تشې ته د خلکو پام ورواړو او چارواکي هم اړ کړو چې د نورو ملکونو په شان د طبیعي پېښو په وړاندې په علمي توګه پالیسۍ او کړنلاړې رامنځته او پلي کړي. زموږ مسلکي انجمنونه او کارپوهان هم باید خپل دیني، انساني او ملي رسالت درک کړي او په ګډه کار وکړي تر څو دا تکرارېدونکې غمېزې راکمې کړو.
     
  • د حوادثو (پېښو) ډولونه
  • د نړۍ د حوادثو د راپور(WDR, 2003)  تر ټولو عامې پېښې په دوو کتګوریو ویشل شوې دي:
     
    • هایدرو میتیورولوژیکل پېښې (په هوا او اوبو پورې تړلې) – د ځمکو ښوېدل/ د واورو ښوېدل؛ وچکالۍ/قحطي؛ د حرارت درجې زیات لوړوالی او یا ټیټوالی او د حرارت موجونه/د اقلیم بدلون؛ سیلاونه؛ ګردبادونه؛ د ځنګلونو اورونه؛ بادي توفانونه؛ د حشراتو لکه ملخانو ظهور او نور.
     
    • جیوفزیکي پېښې – زلزلې؛ د اورغورځونې پېښې او سونامي.
     
  • د حوادثو مدیریت نن او پرون
  • پخوا د حوادثو مدیریت عکس العملي بڼه لرله او تمرکز د بحران په مدیریت او تر ناورین او حادثې وروسته د بېړنیو مرستو په رسولو و، چې ورته اړتیا وه. د حوادثو د خطر کمولو  لپاره په نن زمانه کې هېوادونه فعال او اوږدمهاله پالیسۍ طرح او پلې کوي. موخه یې داده چې د پېښو لپاره تیار شو او تر ممکنه برېده یې اغیزې کمې  کړو. د حوادثو مدیریت په لاندې مسئلو تمرکز کوي:
     
    • د خسارو جبران
    • د پېښو په وړاندې تیاري
    • د پېښو ته ځواب او بیا نجات ورکول؛ او
    • بیا رغونه او بیا ودانول
     
    د خسارو د جبران لپاره د پېښو څخه مخکې د هغو د خطر د راکمولو تدابیر کارول کېږي.
     
  • هغه کلمې (ویي) چې د حوادثو د خطرونو د کمښت لپاره یې د ملګرو ملتونو د سازمان اداره کاروي.
  • باالقوه خطر (Hazard) – یوه خطرناکه ښکارنده، څیز، انساني کړنه یا شرایط کوم چې ممکن د ژوند ضایع کېدلو، ټپي کېدو یا نورو روغتیايي اغیزو لامل شي، شتمنیو ته زیان پېښ کړي، د خلکو معیشت او د دوی لپاره خدمات له منځه یوسي، ټولنیز او اقتصادي توازن خراب کړي، یا چاپېریال ته ضرر پېښ کړي.
     
    خطر (Risk) – د یوې پېښې او د هغو د منفي اغیزو د احتمال ترکیب دی.
     
    زیانمننه /آسیب پذیري (Vulnerability) – د یوې ټولنې، سیستم یا شتمنیو خواص او حالت چې هغه د باالقوه خطرونو د اغیزو په وړاندې زیانمنونکی وي.
     
    وړتیا/ظرفیت (Capacity) – د ټولو قوتونو ترکیب، په یوه  کلي، محله، ټولنه او یا یوه سازمان کې کې ټول شته خاصیتونه او سرچینې، چې د منل شوو موخو (هدفونو) د لاسته راوړو لپاره کارول کېدی شي.
     
    حادثه/فاجعه (Disaster) – د یوه کلي او یا محلې او یا ټولنې د کړنو او فعالیتونو اخلال داسې چې پراخه انساني، مادي، اقتصادي یا چاپیریالي ضایعات رامنځته کړي، کوم چې د اغیزمن شوې سیمې او ټولنې له توانه بهر وي ترڅو ورسره مقابله وکړي.
     
     
  • د پېښو د خطر راکمولو نړیوال کنفرانس
  • د هایوګو (Hyogo)چوکاټ د عمل لپاره ۲۰۰۵ – ۲۰۱۵
     
    د ملتونو او ټولنو مقاومت لوړول د پېښو په وړاندې
    • ۳ ستراتېژيک اهداف
    • ۵ لمړیتوبونه لرونکي فعالیتونه
    • پلی کول او تعقیبول
     
    په کنفرانس کې څه تېر شول
     
    • ۱۶۸ دولتونو، ۷۸ سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو او ۱۶۱ نادولتی سازمانونو په دې کنفرانس کې ګډون کړی و
    • پرېکړه وشوه چې د پېښو خطر راکمول د دوام لرونکي انکشاف او فقر کمولو په پالیسیو، پلانونو او پروګرامونو کې ور د ننه شي
    • د پایداره انکشاف له روحیې سره سم په انکشافي پروګرامونو او بشري مرستو رسولو دواړو کې د خطر کمولو په اهمیت ټینګار وشو.
     
    دری ستراتېژیک هدفونه:
    • د پېښو خطر کمول د دوام لرونکي انکشاف په پالیسیو او پلانونو کې ور دننه کول
     
    • د نهادونو، میکانیزمونو او وړتیاوو انکشاف او ټینګښت تر څو د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاومت رامنځته کړو
     
    • د خطر د کمولو میتدونو سیستماتیک داخلول د بېړنیو حالاتو د تیاریو، ځواب ورکول او ژغورنې پروګرامونو په پلي کولو کې
     
  • د هایوګو (Hyogo) لمړیتوبونه د پېښو د خطر راکمولو لپاره
  •  
    اړینه یادونه: د هایوګو لمړیتوبونه د ملګرو ملتونو او نړیوالو دولتونو په مرسته رامنځته شوي او په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او د دې له مخې ملتونه، دولتونه او پراختیايي موسسې د پېښو سره مبارزه کوي.
     
    لمړی لمړیتوب : د پېښو د خطر کمول خپل لمړیتوب وټاکئ – د دې په مرسته ډاډ تر لاسه کړئ چې د پېښو د خطر کمول یو ملي او محلي لمړيتوب دی داسې چې د نهادونو او پلي کولو قوي بنسټ ولري د لاندې تدابیرو په مرسته:
     
    • د اغیزمنو، څو- سکتوري ملي پلتفورمونو په رامنځته کولو تر څو د پالیسيو لارښوونه وکړي او فعالیتونه همغږي کړي؛
    • په انکشافي پالیسیو او پلانونو کې  د پېښو راکمول داخل کړی؛ او
    • د ټولنې ګډون تامین کړي، او نور
     
    دوهم لمړیتوب: د خطر معلومات او وار له مخه خبر ورکول – د خطرونو د پېژندنې، ارزونې، او نظارت او له پېښې وړاندې خلکو ته خبر ورکولو سیستم تقویه کول د لاندې تدبیرونو له لارې:
     
    • په څېړنو، ساینسی او علمي ارزونو او د وړاندوینې په میتودونو کې بانګونه
    • د خطرونو مودل کول؛ او
    • د پېښو کچې/ لارښونې او شاخصونه، د خطرونو نقشه کول او د پېښو ساحې ټاکل
     
    دریم لمړیتوب: عامه پوهاوی زیاتول – د پوهې کارولو، د نوښتونو او ښوونې روزنې په مرسته د مصونیت او مقاومت کلتور په ټولو کچو کې رامنځته کول
    • د پېښو د خطرونو په هکله اړین معلومات او د خوندیتوب د وسیلو په هکله معلومات شریکول
    • د پېښو د کارپوهانو، ځواب ورکوونکو مدیرانو او نورو علاقه لرونکو ترمنځ د شبکو غښتلي کول او د هغوی تر منځ د دیالوګ او همکارۍ قوي کول؛ او
    • د ټولنې په محور د پېښو د مدیریت پروګرامونه قوي کول او نور.
     
    څلورم لمړیتوب: په مهمو او کلیدي سکتورونو کې د پېښو د خطرونو کمول – د مهمو خطرونو د لاملونو په راکمولو سره لکه:
    • ټولنې د باالقوه خطرونو سره مخ سیمو څخه بل ځایو لکه د سیلاونو له تهدید سره مخ ټیټو سیمو څخه لوړو سیمو ته کوچول؛
    • د تعمیرونو د هغو کودونو چې د پېښو په وړاندې حساس وي، په خورا جدیت پلي کول؛ او
    • د پېښو په وړاندې د مقابلې فعالیتونه لکه د خوړو خوندیتوب، د مالي زیرمو او طبي موادو تهیه کول.
     
    اړینه یادونه: که ښه ځیر شو، د وروستیو سیلاونو څخه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو لامل دادی چې دا پورته دری اصول موږ نه مراعاتوو.
     
    پنځم لمړیتوب: د تیاري نیولو او ځواب ورکولو وړتیا لوړول – د لاندې تدابیرو له لارې:
     
    • په دوام لرونکې او منظمه توګه د بېړنیو حالاتو سره د مقابلې پلانونه ارزول؛
    • په ملي پلان کولو پروسه کې د پېښو په وړاندې بودجه رامنځته کول؛ او
    • سیمه ایز همغږي روښونه پېښو ته د اغیزمن ځواب ویلو رامنځته کول او نور.
    منبع: کلمې په عمل بدلول، ISDR, 2005
     
  • د پېښو د مخ نیوي لپاره په ښارونو کې پلان کولو ته اړتیا ده
  •  
    له حوادثو او طبیعي پېښو لکه زلزلو، سیلاوونو او نورو څخه زیات زیانونه په ښاري سیمو کې چې د نفوسو تمرکز پکې زیات وي رامنځته کېږي. نو اړتیا ده چې ښاري سیمې د منظمو پلانونو له مخې چې د ځمکو مناسبه کارونه، دسکتوري اړتیاوو او مشخاصاتو له مخې زون بندي رامنځته او پلې شي، د مثال په توګه، د سیلاوونو سره مخ په ټیټو ځمکو کې، په هغه سیمو کې چې هم د زلزلې له خطر سره مخ دي اوهم هې یې د خاورې جوړښت مناسب نه دی باید د منظمو انجنیري کودونو او مقرراتو په مرسته مخنیوی وشي. دا کودونه او مقررات په کله پلي شي.
     
    د خطر په وړاندې حساسه ښاري پلان کونه
    د خطر سره د حساس ښاري پلان کولو بنسټیز قدمونه
  • د با القوه خطرونو، خطرونو، زیانمننو او وړتیا/ظرفیت هر اړخیزه او مکمله ارزونه
  • د خطرونو سره د مقابلې لپاره د پلان کولو قوانین او مقررات پلي کول
  • د اساسي نقشو جوړول تر څو له خطره سره مخ سیمې معلومې شي
  • مشارکتي بحثونه تر څو ځايي کانتېکسټ (شرایط) و ارزول شي
  •  د شته انکشافي پلانونو بیا کتنه او ارزونه
  • د هغو پروژو جوړول چې له خطر سره حساسې اجزاوې ولري
  • د بنسټیزې او لمړنۍ زیاتې پوهې لپاره په عامه پوهاوي تمرکز او پانګونه کول
  • د پلان کولو او پلي کولو لپاره د ظرفیت او وړتیا لوړول
  • په ماشومانو، ښځو، د زیات عمر لرونکو او مختلفو نیازمندیو لرونکو خلکو په اړتیاوو تمرکز
  • د خطر سره حساس پلان کولو د اړتیاوو لپاره بودجه ټاکل
  •  
  • د پېښو په مخنیوي او ځواب ورکولو کې د چاپېریال ساتنې ځای
  •  
    • د ځنګلونو پرې کول، د خاورې تخریب – سیمه د خاورې او اوبو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي، په اوږد مهال کې د چاپېریال تخریب رامنځته کېږي، د اوبو منابع لکه سیندونه او جهیلونه واړه  کېږي.
    • د چاپېریال د تخریب او طبیعي حوادثو د علت او معلول پېښې
     
    دا ټول سره یو ځای کول په هر اړخیزه توګه په لاندې شکل کې:
     

     
  • په ښاري پلانونو کې د چاپېریال ساتنې ځای
  • اړتیا ده چې د چاپېریال اصول د انکشاف شکل او ډول، د ځمکې مهمې کارونې، او د نفوسو تراکم کنترول کړي.  اړتیا ده پام وشي تر څو:
    • طبیعي مشخصات لکه د دریناج کانالونه او د اوبو  د راغونډېدو ځایونه  چې باید وساتل شي
    • هغه له لوړ خطر سره مخ سیمې (Zones) په کومو کې چې د نفوسو او پانګونې د تمرکز مخنیوی وشي.
    • د حساسو ځایونو لکه تر ځمکې لاندې د اوبو مهمې ذخیرې باید وساتل شي او ورباندې صنعتي پارکونه او د استوګنې ځایونه جوړ نه شي.