دا هغه پوښتنه ده، چې سړي ته یو ډول د فکر بندې دروازې لکه لوی دیوالونه دروي، دا ځکه چې هره خبره کوو، اورو او لولو یې مګر د تفکر مزي نه ورسره وصلوو، چې د دې تر شا د څه فلسفه پرته ده.
باید د مطالعې په شان فکر کولو ته هم وخت ورکړو؛ ترڅو هغه اړخونه وپلټو، چې موږ هره شېبه ورپسې لالهانده یو. په هر څه له سره کتنه وکړو او نوې لارې انتخاب کړو؛ ترڅو د ولې هغه پوښتنې ته ځان ورسوو. چې د تفکر او تصور له ځواک څخه یې بې برخې کړي یو.
دا مسله د لرې لید سره هم سمون خوري، چې عیناً د فکر کولو برخې پرې تطبیق شي.
په اصل کې د ژوند هره برخه مو د جګړو او ناخوالو قرباني شوې ده، د هر څه په اړه سطحي قضاوت کوو او هره وینا مو په شفاهي استناد ولاړه ماڼۍ ده. نه د تعقل او لرې لید په په تفکر.
د لرې لید او فکر کولو ګټه پدې کې ده، چې موږ له احساساتو، بدبینۍ، ناهمغږۍ او بې تړاوه کړنو ژغوري او راته ښیي، چې څنګه د فردي ازادۍ او فردي تصور لپاره د ژوند ذهني او عیني چاپېریال جوړ کړو.
د دې لپاره باید فردي او ټولنیز تصور د منطق او استدلال په لاره روان کړو، چې د فکري لیدلوري لارې پرانیزي. موږ په ټوله د عواطفو او زغم له نشت سره مخ یو، چې څنګه د فکري او لرې لید خواوې د ټولنې له روح سره برابر کړو؛ ترڅو د افرادو ترمنځ د شخړو پرځای د همغږۍ فکري او شعوري استدلال لاره غوره کړای شو، چې ټولنه د علمي برخورد په لاره سیخه شي.
وروستي