حيواناتو کې د وير او غمشريکۍ احساس؛ آيا حيوانات په خپلو مړو پسې ژړاي؟ 

ډېری حيوانات د خپلو ملګرو، کورنۍ غړو او نېږدې مېشتو نورو حيواناتو په مرګ پسې وير او خواشيني کوي. لکه څه ډول چې انسانان په قومي، مذهبي او کلتوري ډلو وېشل شوي دي او په همدې اساس يې اړيکې سره نېږدې دي؛ بيا ژوي يا حيوانات په نوع يا ډولو وېشل شوي دي. 

که چېرې په اهلي ځايونو کې يوه پيشو ومري نو ښايي سپيان پرې خپه نه شي او وير به پرې ونه کړي، خو بيا نورې پيشوګانې د مړې شوې پيشو په مړينې ويرو کوي او  ورته خپه وي. همدا ډول په ځنګلي ژويو کې د غمشريکۍ او خپلګان حس ډېر ژور دی. د بېلګې په ډول، کله چې يو فيل مړ شي، نو خپل ملګري فيلان يې تر ورځو وير کوي او د انسانانو په ډول د ځنګل له نورو برخو هم فيلان د مړه شوي فيل ملګرو او خپلوانو سره د غمشريکۍ لپاره ورځي. 

بېزوګانو کې هم دا حس ډېر لوړ دی. بېزوګان د انسانانو په ډول وير کوي، ژاړي او هغه بېزو ته چې پلار، مور، زوی، لور او يا بل نېږدې ژوی يې مړ شوی وي، تسلي ورکوي او هڅه کوي چې غم يې ورڅخه هېر کړي. 

سپيانو کې بيا دا احساس يو څه توپيري دی. سپيان انسانانو سره ډېره مينه او وفا لري. هر کله چې د يو وفاداره سپي څښتن مړ شي نو بيا سپي دومره خپه وي لکه د مړه شوي کس د کورنۍ نور غړي. ډېری داسې بېلګې شته دي، چې سپيان د خپل مړه شوي څښتن قبر ته ځي او ورځې - شپې د هغه په وير کې په هديره کې تېروي.