د کرام‌الدین کریم د نېونې پلان چا جوړ کړی وو؟ کورنيو چارو وزارت او که امرالله صالح؟ 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، دوه ورځې وړاندې د پنجشېر ولايت بازارک ولسوالۍ په سنګانه نومي کلي کې د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نېونې عمليات تر سره شول چې بې پايلې پای ته ورسېدل. 

د کورنيو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئيس جمشید توتاخیل رسنيو ته ويلي دي چې دغه عمليات د کورنيو چارو وزارت له خوا پلان شوي او پنجشېر کې پلي شوي وو. توتاخېل ويلي، چې دغه عمليات د کورنيو چارو وزارت د کشف او جرمونو پبر وړاندې د مبارزې رياست له خوا پلان شوي وو.

د پنجشېر چارسمبال امنيه قومندان عبدالواسع فراجي رسنيو ته ويلي دي یچې هغه خبرې چې ګواکي د يادو عمليات طرحه او امر د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ورکړی، په کلکه ردوي، بلکي د کرام‌الدین کریم د نېونې عملياتو پلان د کورنيو چارو وزارت له خوا وو. 

د يادې موضوع د سپيناوي لپاره کورنيو چارو وزارت د پنجشېر سرپرست امنيه قومندان عبدالواسع فراجي او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پنجشير سرپرست والي محمد امين صديقي کابل ته راغوښتي دي.