عاشوراء د ورځې تاريخ 

په صحيحينو کې له أم المؤمنين عائشې رضي الله عنها نه روايت دى : «كان يوم عاشوراء تصومه قريش في الجاهلية، وكان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصومه في الجاهلية، فلما قدم المدينة صامه، وأمر بصيامه، فلما فُرِضَ رمضان ترك يوم عاشوراء، فمن شاء صامه، ومن شاء تركه».

ژباړه : قريشو به په جاهليت کې عاشوراء د ورځې روژه نيوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم په جاهليت کې عاشوراء د ورځې روژه نيوله، کله چې مدينې ته راغلى د عاشوراء روژه يې ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ، کله چې د رمضان روژه فرض شوه عاشوراء د ورځې روژه يې پريښوده، چا به په خپله خوښه نيوله او چا به په خپله خوښه پريښودله.

دا حديث پدې دليل دى چې جاهليت د وخت خلکو د عاشوراء  ورځ پېژندله او دا د هغوى په وړاندې ستره ورځ وه روژه به يې هم ورله نيوله، همدا شان رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم عاشوراء د ورځې روژه نيوله او د هجرت څخه مخكې يې  پرې هميشوالى کولو، خو خلکو ته يې د نيولو امر نه کولو، چې دا له بعثت څخه مخکې په جاهليت کې د قريشو په وړانداې د دې ورځې په سپيڅلتيا او او لوړ منزلت دلالت کوي، لدې امله به دوى پدې ورځ په کعبه پرده اچوله لکه: څرنګه چې د عائشې رضي الله عنها په حديث کې راغلي دي، هغه فرمايې: «كانوا يصومون عاشوراء قبل أن يفرض رمضان، وكان يومًا تُسترُ فيه الكعبة... الحديث» أخرجه البخاري.

ژباړه: د رمضان له فرضيت څخه مخکې به دوى عاشوراء د ورځې روژه نيوله، پدې ورځ به يې  په کعبه پرده اچوله.

إمام قرطبي ـ رحمه الله ـ وايي: "د  عائشې رضي الله عنها حديث پدې دليل دى چې دې ورځې د روژى مشروعيت او قدر دوى ته معلوم و، ښايي د دې ورځې  په روژه کې يې د إبراهيم او إسماعيل ـ صلوات الله وسلامه عليهما ـ په شريعت تکيه کوله، ځکه دوى دې دواړو ته ځانونه منسوبول، په حج او نورو ډيرو احکامو کې يې په دوى تکيه کوله ...