د الله تعالى په بندګانو کې هغه د حکمتونو او په کون کې هغه د تصرفاتو په اړه سوچ او فکر کونکي به په ځايونو او وختونو کې د پيښو په واقع کيدو سره ستر رباني سنت ادراک کړی او هغه به له نورو جلا کړي، دا هر څه يواﺯې د پوهه، خبردار، قوى او غالبه ﺫات د حکمت له امله دي.
په مجمل ډول هغه درسونه او عبرتونه چې د وخت په تېريدو سره لدې مياشت څخه اخستل شوي دي:
(1) له سختۍ تکليف او مصبت څخه وروسته په راحت او اسانۍ کې د شکر ويستلو ارﺯښت لکه څرنګه چې حديث کې راځې : «فصامه موسى شكرًا لله».
ژباړه: موسى عليه السلام الله تعالى ته د شکر ويستلو له امله د دغې ورځې (عاشوراء)روژه ونيوله.
(2) مٶمنانو سره د الله جل جلاله په نصرت او کومک خوشحاله کيدل، کله چې پدې ورځ الله تعالى موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ، فرعون او د هغه قوم يې هلاک کړ.
(3)د روژې نيولو ستروالى، او د الله تعالى په وړاندې د هغې ستر منزلت پېژندل، حديث قدسي کې راځى : «كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به».
ژباړه: د بنې ادم ټول عملونه پرته له روژې نه د هغه دى ، يقينا روژه ﺯما لپاره نيسى او ﺯه به يې بدله ورکوم.
(4) که د ظالمانو وخت هر څومره اوږد شي، پايله، برى او نصرت د مؤمنانو دي، لكن ازمېښت او د خلكو تميز اړين دى.
(5) د ايمان قوت، ژور والى،د پياوړى کولو حرص او د صحابوو په ټولنه کې په هغې باندې د ځوان کول روﺯنه او تربيت، د کوچنيوالى څخه په روژو نيولو باندې د بچيانو په عادت کولو او په لوبو باندې د مصروفه ساتلو چې روژه پوره کړى له کړنې څرګنديږي.
(6) د اهل کتابو په مخالفت کې د شرعي مبادئو د غښتلى کولو حرص، دا ځکه کله چې نبي صلى الله عليه وسلم تاسوعاء د روژې نيولو قصد وکړ نو ويې فرمايل: «لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع».
ژباړه: کچېرې تر راتلونکي کال پاتې سوم نو د نهمې ورځ روژه به نيسم.
(7) امت ته په نفع رسولو کې د نبي صلى الله عليه وسلم حرص، ځکه داسې کوچني عملونه يې ورته روا کړي چې ستر اجرونه لري، د يوې ورځې روژه د پوره کال ګناهونه بښي.
(8) د رسول الله صلى الله عليه وسلم اوامرو ته د صحابوو ﺯر ځواب او غاړه کيښودل، لکه د عاشوراء روژه نيول چاچې خوارک نه وو کړي، او د روژې پوره کول چا چې خوراک کړي وو".
(9) د الله تعالى له لورې په بندګانو نعمتونه او احسنات نه شمېرل کېږي او نه په شمېر کې راګيرېږي، څوک چې ټول کال کې کمى وکړي، نن سبا کوى او له خپل نفس سره ظلم کوى، لدې لوى فرصت(د عاشوراء روژه) او رباني ډالۍ نه دې ځان نه محروموي.
(10) غوره خلک انبياء عليهم السلام دي، هغه څو ک دي چې الله تعالى ورته هدايت کړي، او مونږ ته يې د پيروى امر شوي، الله تعالى فرمايي: ((أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهِ)) [الأنعام:90].
ژباړه: دا هغه څوک دي چې الله تعالى ورته هدايت کړي، د دوى په هدايت پيسې روان شئ.
يقينا دا فضيلت يې د الله تعالى سره د رښتنولي، د هغه په اطاعت او تقديراتو باندې په صبر کولو حاصل کړى، څوک چې په دوى پسې اقتداء کوي بايد دالله تعالى د رضا لپاره خامخا صبر او کوشش وکړي.
پاى
په پاى کې په مونږ لاﺯم دي چې دا سترې ورځې غنيمت وګڼو، د الله تعالى په رضايت يې ودانې کړو تر څو الله تعالى له رحمت څخه برخمن شو.
خو دا رښتنى نيت، لوړ همت ته اړتيا لري، کله چې الله تعالى د خپل بنده رښتنى نيت ووينى او له بنده ورته نيک عمل ورسيږى، لاس نيولى يې خپل لور ته متوجې کړي، لدې ﺯياته مهربانى پرې وکړي چې يو مهربانه پلار يې په ځوى کوى.
ټولې چارې يې تدبير کړى او حالت ورته اصلاح کړي
الله سبحانه وتعالى فرمايي: ((وَمَنْ أَرَادَ الْآَخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا)) [الإسراء:19].
ژباړه: او څوك چي د اخرت هيله من وي او د هغه لپاره هلې ځلې وکړي او هغه مؤمن هم وي، نو د دوى هلو ځلو ته به د قدر په سترګه وكتل شي.
د الله تعالى نه سوال کو چې مونږ سره د نفسونو په اصلاح او ﺯيار کې مرسته وکړي، ترڅو له هغه بشپړ هدايت برخمن شو چې د هغې په وعده کې ترې يادونه شوي ده، الله تعالى فرمايى: ((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ)) [العنكبوت:69].
ژباړه: كوم كسان چي زموږ په خاطر مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري ور وښيو. او په باوري ډول الله د نېكوكارانو ملګرى دي.
او مونږ ته دې په وينا او عمل کې رښتنولي او اخلاص رانصيب کړي، هغه په هرڅه برلاسى دى، ﺯمونږ لپاره پوره دى او ډېر ښه کارساﺯ دى.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
وروستي