د سعودی عربستان – پاکستان اړیکو ترېنګیدل

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان د برېتانیوي هند څخه د اسلامي نظریې په اساس بېل شو د اسلامي هېوادونو څخه لومړنی هېواد سعودي عربستان وو چې پاکستان یې په  رسمیت وپیژندۀ ، د دوستانه اړیکو لرلو څخه وروسته د ستراتیژیکو اړیکو درلودلو ته سره ورسید ل چې د ګډو ستراتیژیکو اهدافو ته په سیمه او نړۍ کې د رسیدو لپاره سره ډېر نږدې ملګري شول چې د نړۍ په سیاسي سناریو کې او هم په دوه اړخیزو اړیکو کې سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري ، ټولنیزو او مذهبي ګټو په لټه کې وو چې مشترک اعتقادي ، ارزښتي ، ژبني او نورو مشترکاتو لپاره یې په ګډه واحدونه رامنځته کړي دي ، حتی دومره نږدې اړیکې سره پالي چې محرم ، استخباراتي  اسنادونو ، لاسوندونو او معلوماتو شریک کولو کې سره تفاهم او د توافق تړونونه لري ،همدارنګه د سعودي عربستان شاهي سلطاناتي پاچا عبدالعزیز السعود په ۱۹۵۴م کال کې پاکستان ته په لومړي ځل سفر کړی وو چې بیا د شاهي کورنۍ مختلفو لوړ رتبه غړو هم ورته سفرونه کړي او د سعودي عربستان شاهي نظام نورو وروستیو پاچاهانو يې هم پاکستان ته په مختلفو وختونو کې سفرونه کړي چې مهم سفرونه یې په ۱۹۹۷-۱۹۹۸ او په ۲۰۰۳ کال د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن السعود سفرونه وو. کله چې په ۱۹۹۸م کال کې پاکستان د اتومي اسلحې ټېسټ له امله نړیوالو بندیزونو سره مخ شو ، سعودي عربستان تقریبا تر دوه بېلیون ډالرو پورې مفت تیل ورکړل ،او هم یې د افغان جهاد ملاتړ لپاره بېلیونو ډالرو مرسته ورکړه او د افغان طالبانو په رسمیت پیژندنه او ملاتړ کې هم د پاکستان پلوي کړې او هم یې پدې برخه کې هیڅ راز همکاري او مرستې نه دي سپمولي دا چې نن ورځ د دواړو هېوادونو په سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو کې ترېنګلتیا راځي د حیرانتیا وړ خبره ده!
 
د سیاسي واک ، اقتدار او د حکومتونو بڼې په دواړو هېوداونو کې توپیر لري چې سعودي عربستان شاهي نظام څښتن دی چې په دې ورستیو کې ډېر واک او اقتدار د ولی عهد دفاع  وزیر محمد بن سلمان په لاس کې دی ، چې په دې وروستیو کې سیاسي ، ټولنیز تحرکات او بدلونونه یې په سعودي عربستان کې راوستل چې تر دې مخکې سعودي حکومت کې مخینه نه لري، او پاکستان بیا دوه ډوله حکومت لري چې ملکي او پوځي حکومتونه دي چې د ملکي په نسبت پوځي حکومت یې ډېر واک او اقتدار لري او هم سعودي عربستان ته پوځي حکومت د یو ډول واحدونو او فکتورونو له امله مهم دی چې په همدې دلیل باندې ملکي حکومت سره هم نږدې اړیکي پالي خو د پاکستان ملکي حکومت بیا په ټاکنو کې د بریالي سیاسي ګوند څخه جوړیږي چې مهم او لوی ګوندونو یې په نړیوال سیاست کې یو شمیر محدودو هېوادونو سره نږدې خواخوږي او ملګرتیا پالي چې د دې ګوندونو څخه مسلم لیک ګوند (ن) چې مشري یې نوازشریف په لاس کې ده چې د نورو ګوندونو په نسبت ډېر سعودي عربستان ته نږدې او مهمې شخصي اړیکې سره پالي . په دواړو هېوادونو کې سیاستوال ، ټولنیزې رسنۍ او سیاست پوهانو ازادي يې محدوده او یا د ځینو قوانینو په بنسټ قصدي ډول محدود شوي ده چې عام خلک یې تر ډېره خپلو کورنۍ جنجالونو ، فوټبال ، کرکټ لوبو او نورو علاقې وړ شیانو او مسائلو کې مصروف ساتلي اما سیاسي کشمکشونه په سعودي عربستان کې محدود دي خو په پاکستان کې دا ډول کشمکشونه ډېر دي چې همدې کشمکشونو له امله یې پوځي حکومت واک او اقتدار پیدا کړی او د عامو خلکو ذهنیت لپاره یې مختلف ډوله پروژې په وړلو کې تر ډېره حده بریالی هم دی فلهذا همدا وجه ده چې بیوروکراسي پکې شتون نه لري . حتی بعضی وخت د نړیوالو لخوا پاکستان باندې په دې مورد هم فشارونه راوړل کیږي چې ډیموکراسي او ملکي حکومت پکې محدود دی، خو پوځي حکومت په پوره احتیاط سره کوښښ کوي چې په عامو خلکو کې د پوځ خلاف احساسات کنترول وساتي او هم د پوځ په ضد کرکې مخه ونیسي اما کله چې د خلکو ګوند (پیپلز پارټي) مشره بینظیر بهټو د ۲۰۰۸م کال ټاکنو ته مخکښه کاندیده وه چې وروسته د ډېر وخت څخه پاکستان ته راغله لومړۍ یې د پوځي اقتدار پرویز مشرف پر ضد اواز پورته کړ او د پوځي حکومت مخالفت یې وکړ او حالات هم داسي ښکاريدل چې نور عام خلک د پوځي اقتدار او واک څخه ستړي شوي دي چې بدلون غوښتونکي وو چې دغه بدلون یوازي په پیپلز( خلکو ګوند) کې موجود وو چې د دې ګوند مشره بینطیر بوټو د یوې دسیسي په توګه له منځه یوړل شوه چې تر اوسه پورې د پوځ متقاعد جنرال پرویز مشرف باندې د بینظیر بهټو مرګ دسیسي کې دخیل بولي چې په قصدي ډول همدا ګوند کمزوري هم شو ځکه چې بینظیرې په ریښتوني ډول غوښتل چې که واک ته ورسیږي د پوځ لوبو ختمولو ته به پوره کوښښ وکړي خو پرنیښودل شوه او پدې وروستیو کې د پاکستان صدر اعظم نوازشریف هم په پوځي حکومت کې لاس وهنو ته کوښښ وکړ چې د مختلفو دسیسو ښکار او حتی له پاکستان څخه فراري شو.
 
اوس د سعودی عربستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلي شوي دي چې مختلف لاملونه لري . چې د پاکستان پوځي حکومت په هڅه کې دی چې دا اړیکې بیرته عادي ، دوستانه او پرمختللي کړي که چیرته په اوسني حالاتو کې سعودي عربستان ته د پاکستان سره نږدې ملګرتیا ارزښت ونه لري خو برعکس پاکستان ته د سعودی عربستان ملګرتیا ډېر اهمیت لري ځکه چې پاکستان په سختو حالاتو کې خصوصا اقتصادي ستونزو کې راګیر دی ، سعودی عربستان د پاکستان سره د ۱۹۴۷م کال راهیسی سیاسي ، بشري ، اقتصادي ، مالی ، پوځي مرستي او همکارۍ کړي دي او همدرنګه په لویو پروژو د اوبو بندونو ، زېربینایي پروژو باندې پانګونې د یادولو وړ دي . چې دا ډول مرستې تر اوسني عمران خان حکومت پورې دوام لري ، سعودی عربستان د پاکستان هر ستراتیژیک هدف ته رسیدو کې ملګرتیا کړې ده چې ښه بېلګه یې په افغانستان او کشمیر کې د اسلام پالو ګوندونو ، ګروپونو څخه غیر مستقیم ملاتړ وو او هم یې همدې ګوندونو لپاره مالي او بشري مرستو او همکاریو کولو کې رغنده رول لوبولی او هم  پاکستان خپل پوځي ځواک د سعودی عربستان ستراتیژیکو اهدافو ګټو لپاره په منځني ختیځ کې استعمال کړی دی او هم یې لوی شمیرتقریبا (۶۰۰۰) پوځي ځواک  د سعودی عربستان په اختیار کې ورکړی چې د سعودی عربستان له ګټو څخه دفاع وکړي او یاد ځواک تر اوسه پوري سعودی عربستان کې میشت دي چې پدې پوځي ځواک کې مختلفو برخو انحنیران ، پیلوټان هم شامل دي تر څو سعودي عربستان ته د خدمت مصدر وګرځي همدارنګه  د ایران او عراق جګړې وخت کې هم پاکستان خپل پوځي ځواک ریاض ساتلو لپاره سعودي عربستان ته لیږلی وو ، ځیني وخت پاکستان په نړیواله سناریو کې  سیاسي لوبه د ریاض راضي ساتلو لپاره مخکې وړې ده .
 
په دې ورستیو کې پاکستان د ځینو اقداماتو ترسره کولو سره سعودي عربستان  پر ځان باندې بې باوره کړی کله چې سعودی عربستان له پاکستان څخه د یمن جګړې ګټلو لپاره ډېر پوځ ځواک غوښتنه وکړه چې راولپنډۍ د دوی غوښتنه په قصدې ډول د ( هو او رد ) ځواب لپاره یې پارلمان ته ولیږله چې د پارلمان لخوا رد شوه او هم یې خپل پوځي ځواک د پاکستان په مختلفو سیمو کې د تروریزم خلاف عملیاتو کې مشغول وساته چې ټولو عملیاتو بڼه یې نمایشي وه اما سیاسي ، ډیپلوماسی غږ یې پورته کړ او هم د پاکستان مختلفو ښارونو کې د سعودی په ملاتړ غږونه پورته شول چې مونږ د سعودی عربستان سره په هر حال کې ولاړ یو چې بالاخیره پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې تقریبا تر زرو (۱۰۰۰) پوري پوځي ځواک د مکې معظمې امنیت خوندي ساتلو په نوم ورولیږۀ ځکه چې د پوځ مشري او واک ته نوی جنرال باجوه راغلی وو چې په دی سره د سعودی عربستان شاهي کورنۍ یو څه اعتبار لاسته راوړی خو ورته وخت کې پاکستان د ایران دښمنۍ څخه هم د ځان ساتلو لپاره کوښښ کاوه ، چین ته یې په اقتصادی دهلیز کې ګوادر بندر په ورکولو سره د متحده عربی امارات ستراتیژیکو ګټو ته په زیان تمامېدلی شي چې د دې سره هم د دوی اړیکې د زوال په لوري وې چې بالاخره د ډېرو وخت سیاسي هلو ځلو او د پوځ په مستقیمې همکارۍ په لومړي ځل د عمران خان (تحریک انصاف) ګوند د پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې ملکي حکومت واک لاس ته ورغی چې د دې څخه مخکې عمران خان تحریک انصاف ګوند هیڅ حکومت نه وو کړی او عمران خان هم په نظریاتو کې د نورو ګوندونو څخه مختلف وو چې همدې نظرونو له امله یې ځانته پاملرنه د سیمې او نړۍ په کچه پیدا کړې وه او هم عام خلک ورته خوشبین وو چې عمران خان به پاکستان له شته اقتصادی بحران او سیاسی بې ثباتيو څخه وباسي اما داسي ونشول ، عمران خان چې اقتدار ته ورسید پوه شو چې پاکستان یې سختو اقتصادې ستونزو او چلینچونو سره مخ دی چې د دې سره مبارزه کې پاکستان ډېرو مالي  مرستو ته ضرورت لري چې لومړی سفر یې ریاض ته وکړ او د شاهی پاچا او ولی عهد وزیر دفاع محمد بن سلمان څخه یې مرسته وغوښته چې ریاض ورته تر دریو(۳) بیلون ډالرو ورکولو ټټر وواهه او هم يې وويل چې  تر دریو(۳) بیلون ډالرو په ارزښت به تیل پاکستان ته ورکړي چې همداسې وشول او هم محمد بن سلمان په ۲۰۱۹م کال کې پاکستان ته سفر وکړ او تقریبا د ۲۱ بیلیون ډالرو پانګونې ټټر یې وواهه چې د پاکستان په مختلفو برخو کې به پانګونه کوي. چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو سوداګري راکړه ورکړه تقریبا ۲،۵ بیلیون ډالرو ته رسیږي ، چې کوښښ کوي تر پنځو بیلیون ډالرو پورې دا عواید لوړ کړي ، همدرنګه دواړو هېوادونو په ۲۰۱۴ م کال کې نوی توافق وکړ چې په افغانستان ، کشمیر او فلسطین کې به په ګډه سره سیاسي ثبات او سولیېزې فضا ټینګښت ته به کار کوي چې تر نن پورې سعودي عربستان په افغانستان او کشمیر کې د پاکستان ګټو خوندې کولو ته ارزښت ورکاوه چې همدارنګه به پاکستان په فلسطین او منځني ختیځ کې د سعودی ګټو خوندې ساتلو ته لومړیتوب ورکاوو ، سعودی عربستان په ۲۰۱۴م کال کې پاکستان ته تقریبا ۱،۵ بیلیون ډالر نوره قرضه هم ورکړه چې پاکستان د خپلي کرنسۍ ارزښت د ډالرو په مقابل کې وساتي چې دغه مرسته د پاکستان مالیې وزیر لخوا د تخفې ورکړې په نوم یادیده چې مقابل کې پاکستانیان باید د سعودي عربستان دا احسان ومني.
 
د پاکستان باندینو چارو وزیر شامحمود قریشی په یوې ټلویزيوني مرکې کې سعودي عربستان ته اخطار ورکړ چې که اسلامي همکاریو سازمان غونډه د کشمیر په مسلۀ کې د پاکستان په ګټه راونغواړي پاکستان به ورته بلمثل عمل وکړي "هغو اسلامي هېوادونو څخه به سازمان جوړ کړي" چې د پاکستان سره خواخوږي دي ، پاکستان د دې لپاره مخکې هم تر یو حده پوري کوښښ کړی چې د ترکیې، ایران ، مالیزیا اسلامي هېوادونو په همکارۍ سازمان رامنځته کړي چې سعودي عربستان پاکستان ته جدې اخطار ورکړ چې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي اما د پاکستان وزیر اعظم عمران خان مالیزیا ته سفر لغوه کړ او د دې اخطار سره یې سمدستي سعودی عربستان ته سفر وکړ خو د باندینو چارو وزیر یې ورلیږه چې د مالیزیا په هېواد د ایران ، ترکیې ، اندونیزیا مشران هم دې کنفرانس ته راټول شوی وو.
 
د پاکستان باندینو چارو وزیر خبرو سره سعودي عربستان سخت غبرګون وښود او سمدستي یې له پاکستان څخه چې په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان اقتصادي اختلاص څخه ساتلو لپاره سعودی عربستان دری(۳) بیلیون ډالرو او د دریو(۳)  بیلیون ډالرو تیل ورکول مرسته اعلان کړې وه چی د دغو مرستو لړۍ یې بنده کړه او دغه مرستو څخه یې یو(۱) بیلیون ډالر ورکړل شوي وو چې بیرته يې د پاکستان څخه واخیستل چې پاکستان ورته له چین څخه راقرض کړل او همدرنګه یې د تیلو واردات هم پرې بند کړل . البته وروسته د دې څخه قریشی وویل چې دا د ده شخصي نظر وو چې د پاکستان پالیسي پورې اړه نه لري او همدارنګه د پاکستان پوځي حکومت مشر جنرال باجوه په یو رسمي سفر سعودی عربستان ته ورسید چې دا ځل ورته هغسی استقبال ونه شو چې څرنګه به مخکې ورته تشریفاتي استقبال کیده او داسي راپورونه هم شته چې محمد بن سلمان لومړی د دۀ لیدنې څخه معذرت وغوښت خو ورسته داسې حال کې ورسره ګوري چې د پآکستان سفیر په سعودی عربستان کې پدې لیدنه او کتنه کې شتون نه درلود ، سعودي عربستان کوښښ کوي چې پاکستان د ترکیې ، مالیزیا او ایران سره د نږدې اړیکو لرلو څخه راوګرځوي اما د قریشي نظر اوس نورې پوښتنې راپورته کړي. قریشي شاید دا خبرې د دې لپاره هم کړي وي چې سعودي عربستان مجبور کړي چې د پاکستان په ملاتړ د کشمیر په مسله د اسلامي همکاریو سازمان راوغواړي ځکه پدې شرایطو کې پاکستان داسې هلې ځلې هم شروع کړي چې نړیوالو ته ځان صادق او ریښتونی وښایي او هم د افغانستان مسله کې ډېر باور تر لاسه کړي او بیا د دې څخه د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره ګټه پورته کړي چې خپل ځان د ودې او پرمختګ لور ته بوځي  او هم شته اقتصادي بحران څخه پاکستان وساتي اوسنیو حالاتو کې ګورو چې افغانستان پالیسي نسبت اسلامي هېوادونو سره کمزوري پر مخ وړل کیږي افغانستان باید چپ پاتي نشي د دې حالاتو څخه ګټه واخلي او سعودي عربستان پاملرنه د افغانستان لوري ته کړي چې د سولې بهیر کې له کابل څخه خپل قوي ملاتړ وکړي او هم حکومت سره مالي مرستو تر څنګ بشري، زېربینایې ، ساختماني او پوځي مرستي تر لاسه کړي او د کابل په لویو لارو جوړولو کې پانګوني ته تشویق کړي . که چیرته افغانستان په داسې سیاسي سیالو کې چپ پاتي شي دا چپ پاتي کیدل د افغانستان لپاره په زیان تمامیږي چې بیا به په  سختو مسائيلو کې افغانستان سره خواخوږي نه وي او نه به خپلو مرستو ته دوام ورکړي بهتره به وي چې کابل له شته حالاتو څخه د ځان په نفع ګټه واخلي او هم د دوی پاملرنه د افغانستان په لوري کړي چې افغانستان اوس هم په مرستو ولاړ هېواد دی او هم به تر راتلونکي یوې یا دوه لسیزو پوري د نورو په مرسته ولاړ هېواد وي ځکه چې افغانستان دومره عواید نه لري چې  شته لګښتونه اداء کړي که چیرته په ریښتوني معنی د فساد په ضد جدي اقدام وشي شاید بیا دې لګښتونو ادا کولو ته نږدې شو .