سرچينې: سهيل شاهين او انس حقاني هم په کې شامل دي؛ طالبانو بين الافغاني خبرو لپاره ۱۷ پلاوی ټاکلی 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د رسنیو د راپورونو اړوند طالبانو افغان حکومت سره د خپل منځي خبرو د پيل لپاره يو ۱۷ کسيز پلاوی ټاکلی دی. که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړخ په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو ويل کيږي چې لاندې کسان په دې پلاوي کې غړېتوب لري. 

     عبدالحکیم
    عبدالطیف منصور
    ملا نورالله نوري
    ملا عبدالمنان عمري
    ملا شیرین آخند
    عبدالسلام حنفي
    قاري دین محمد حنیف
    ملا محمد فاضل آخند
    شیخ محمد قاسم ترکمن
    مولوي شهاب‌الدین دلاور
    مولوي مطیع‌الحق خالص
    محمد سهیل شاهین
    ملا خیرالله خیرخواه
    مولوي عبدالحق وثیق
    محمد نبي عمري
    انس حقاني
    او مولوي فرید الدین محمود. 

که څه هم افغان حکومت او طالبانو د سولې خپلمنځي خبرو ته سره نېږدې شوې دي، خو د يو شمېر مسايلو پر اساس تر اوسه دغه خبرې په رسمي ډول سره نه دي پيل شوې. 

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۴۰۰ بنديان چې د سولې مشورتي لويې جرګې يې د خوشي کېدو مشوره ورکړه په بشپړ ډول نه دي ازاد کړي. همدا ډول حکومت طالبان تورنوي چې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي او تاوتريخوالی يې ډېر کړی دی.