
روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د پاکستان سند ايالت کې د يوې کورنۍ ۱۱ غړي په چاړې وژل شوي دي. ځايي رسنۍ وايي چې د يوې کورنې مشر د خپلې کور ۱۱ کسان چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي وژلي دي.
د سند ايالت پوليس ويلي، چې شکمن کس نېول شوی دی او ويل کيږي چې د ټول وژل شوي يې د کورنۍ غړي دي. پوليس وايي چې وژونکي له يادو کسانو پر چاړې سرونه غوڅ کړي.
د پاکستان د سند ايالت وزير مسوولين ته لارښوونه کړې ده، چې د نېول شکمن کس وراېخوا، پېښه کې نور ښکېل کسان پيدا او په اړه يې ژورې پلټنې وکړي.