اتمر: طالبانو هغه شرطونه نه دي پوري کړي چې لويې جرګې ټاکلي وو 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د  هېواد بهرنيو چارو وزارت چارسمبال محمد حنيف اتمر وايي چې طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې د سولې مشورتي لويې جرګې کړې وې. 

اتمر ويلي دي چې همدا لامل دی چې د سولې په خبرو پيل برخه کې ستونزې را پيدا شوې دي او دوی هڅه کوي چې ژر يې حل کړي. 

"د تاوتریخوالي د دوام له امله ډېر خواشینی یم او دا د پنځو مورودونو یو هغه دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر هغه ټينګار وکړ او هغه یې د طالبانو د څلور سوه بندیانو په هکله په جدي توګه مطرح کړل."

ټاکل شوې وه چې د سولې بين الافغاني خبرې پرون پيل شوې وای، خو تر اوسه د دواړه خواو له خوا د يو شمېر ستونزو پر اساس نه دي پيل شوې.