ولسمشر غني د هند ولس او مودي ته د دوی د خپلواکۍ ورځې مبارکي ويلي 

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، ولسمشر غني د هند جمهوررئیس رام ناته کوویند او لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ جلا جلا پيغامونه استولي دي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې لېکلي دي، "خوښ یم چې افغانستان او هند تل د پراختیا او د خپلو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټورې هڅې کړې دي او هند د نږدې دوست په توګه د افغانستان د لاسته راوړنو او پرمختګونو ملاتړ کړی او له هېڅ ډول همکاریو یې دریغ نه دی کړی. 

همداراز جمهوررئیس غني د مبارکۍ دې پیغامونو کې لیکلي دي: د افغانستان خلک له هند او د هغه هیواد خلکو سره په خوښۍ د دوستۍ او خپلو نېکو او ښو اړیکو یادونه کوي او ترې خوښ دي. 

جمهوررئیس زیاتوي: د افغانستان دولت هند جمهوریت خپل نږدې ستراتېژیک او متحد بولي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا او له دې هیواد سره په مهمو سیمه ییزو موضوعاتو کې به خپلو مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په دې پیغامونو کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا ترڅنګ د هند جمهوررئیس او لومړي وزیر ته د روغتیا او د هغه هیواد خلکو ته د نېکمرغۍ او پرمختګ هیله کړې ده."