واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې د ولسمشر غني خپرې شوې لیکنې پښتو ژباړه

اشرف غني: افغانانو او د دوی نړیوالو متحدینو قیمت پرې کړې، اوس موږ د سولې لپاره خطر منو.

د افغانستان خلک سوله غواړي، دا د تیرو څلور لسیزو راهیسې زموږ دوامداره غوښتنه او مهم لومړیتوب دی او زموږ  ډیرو لپاره د یو بشپړ عمر. د ۲۰۱۸ میلادی کال په جون کې افغان حکومت او زموږ خلکو د سولې لپاره د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د لومړی اوربند کولو سره خطر قبول کړ. اوربند موږ ته د درېیو ورځو لپاره اجازه را کړه چې نه یوازې سوله وغواړو بلکې ژوندي پاتې شو. په تیرو دوه کلونو کې ، موږ د سولې راوستلو لپاره ګڼ شمیر خطرونه منلي، ددې لپاره چې موږ نشو کولی د ناکامۍ قیمتونه پرې کړو.

تیره اونۍ، موږ پریکړه وکړه چې د سولې لپاره یو بل خطر ومنو. د متحده ایالاتو او طالبانو  د فبرورۍ ۲۹ مې هوکړې د شرایطو اسانتیا لپاره د ۴۶۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو وروسته ، موږ د جدي جرمونو او د افغانانو او بهرنیو اتباعو وژنو په تور د ۴۰۰ نور بندیانو د خوشي کولو له ستونزې سره مخ شو. موږ ډاډه و چې د دوی خوشي کیدلو سره به د خبرو اترو میز ته د رسیدو مخکې به د طالبانو وروستۍ غوښتنې هم پوره شي.

اما دا یو داسې خطر نه و چې ما په یوازېتوب سره د اساسي قانون مطابق یا اخلاقا د افغانستان خلکو سره له مشورې پرته منلی وای. د همدې اونۍ پیل کې د افغانستان له ټولو ولایتونو او د ټولنې ټولو اقشارو څخه ۳۴۰۰ تنو میرمنو او نارینو د هیواد سیاسي مشرانو په حضور کې د لویې جرګې په نامه مشورتي ناستې کې د بحث او خبرو اترو لپاره راټول شوي وو. دوی پریکړه وکړه چې د بندیانو خوشي کول تایید کړم، په بله ورځ  ما دا حکم لاسلیک کړ. دا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو وروستي او په زړورتیا سره د لوی خطر منل و.

په ۲۰۱۸ کې موږ په دې پوهیدو چې سوله به قیمته وي، ولې موږ نه پوهیدو چې دا قیمت به څومره وي. اما اوس پوهیږو، او موږ زښت ډیر قیمت پرې کړی ده. د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو او نور موارد، د عدالت څخه د انکار او هغو کورنیو د معالجې کولو څخه د انکار په مانا ده چې همدوی وژلي دي. دغه راز د مارچ راهیسې ، موږ د وسله والو طالبانو د زور زیاتي او تاو تریخوالي سربیره د سولې قیمت ورکړی . په تیرو پنځو میاشتو کې ، پداسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو دفاعي حالت غوره کړی و، طالبانو او اړوندو تروریستي ډلو یې (چې طالبانو علنا ترې انکار کړی) زموږ د شمیرو له مخې  ۱۲۲۷۹ افغان امنیتي ځواکونه او ملکیان وژلي او ټپیان کړي دي.

موږ د سولې  قیمت پرې کړی د خپل ژوند ، د لسګونو زرو بې ګناه  افغانانو ژوندونونو، حتی زموږ د نویو ځوانانو او کوچنیو ماشومانو د ژوند په بیه. موږ د سولې بیې پرې کړې او  اوس نو باید افغانستان خلکو لپاره د سولې برخه شتون ولري.

همدارنګه  اوس مهال، د تاوتریخوالي سربیره ، افغانان د سولې لپاره د نوي خوځښت ، د دولت او خلکو ترمینځ قوي اړیکې ، د نړیوالو متحدینو سره د همغږۍ ښه احساس ، او زموږ د سیاسي مشرانو ترمنځ یووالي سره، د خبرو اترو میز ته راځي.

یوازې اطمینان د سولې پروسې پرمخ وړلو لپاره کافي ندی. اوس د دې وخت رارسیدلی چې طالبان سیاسي حل لارې ته د رسیدو او هر اړخیز اوربند اعلانولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت له استازو سره په جدیت خبرې وکړي. موږ طالبان د ټولنې د واقعیت او یوه برخې په توګه پیژنو، او موږ په کلکه ژمن یو چې یوې داسې سیاسي هوکړې ته ورسیږو چې دغه واقعیت پکې ځای شي. او طالبان هم باید ددې په بدل کې د نن ورځې افغانستان او بدل شوي حقیقتونه ومني. طالبان باید له موږ سره کار وکړي ترڅو د تیرو ۱۹ کلونو په اوږدو کې د خلکو لاسته راوړنې خوندي او لا پراخې کړي ، پشمول د زرګونو طالب جنګیالیو ، مهاجرو او بیرته راستنیدونکو ګټې، چې په ټولنه کې عاجل یوځای کیدلو ته اړتیا لري.

نړیواله ټولنه به د خبرو اترو او مینځګړی په توګه مهم رول ولوبوي او د سولې روان بهیر دوام به مطمین کړي. همدارنګه زموږ نړیوال متحدین هم باید هغه ارزښتونو او اصولو څخه ملاتړ وکړي چې موږ ټولو پکې د ۲۰ کلونو لپاره پانګونه کړې ده.

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه نه یوازې زموږ د هیواد ساتنې  لپاره قربانۍ ورکوي  بلکې د نړیوال تروریزم پروړاندې مبارزې د موخو په تعقیب کې هم دي چې موږ یې د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره شریکوو.زموږ ځواکونو د ۲۰۱۵ میلادي کال جنوري کې د جنګي عملیاتو بشپړ مسؤلیت د بهرنیو ځواکونو څخه په غاړه واخیست او له هغه وخته وروسته د افغانستان حکومت د متحده ایالاتو مالیه ورکونکو باندې د پام وړ کمولو لپاره اقدامات ترسره کړل. موږ د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالو متحدینو څخه د دوی د دوامداره ملاتړ له امله  چې زموږ د امنیتي ځواکونو څخه یې کوي او کوم چې به سولې پروسې پرمختګ حال کې دوام ولري، مننه کوو.

موږ له متحده ایالاتو او نړیوالو همکارانو سره له طالبانو سره، زموږ د مذاکراتو پایلو لیدلوری شریک وو: یو خپلواک هیواد ، متحد ، ډموکراټیک افغانستان چې خپله د نننه ، سیمه او نړۍ سره په سوله کې دی، د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنې او پراختیا لپاره وړ دی. 

موږ ټول باید د همدې لید لوري لاسته راوړلو لپاره سره راټول شو. دا به د جګړې په پرتله یو بل ډول ځواک ته اړتیا ولري. او دا دې ته اړتیا لري چې له زغم کار واخلو ، جوړجاړی وکړو او د سولې قیمت باندې نور لګښتونه هم پرې کړو. مګر د تل پاتې سولې په لټه کې زموږ پاتې راتګ یو اختیار نه دی. دا به د ډیر وژونکي قیمت غوښتنه وکړي - یو داسې قیمت چې د افغانستان خلک او زموږ نړیوال متحدین به ونشي کولی چې پرې یې کړي.