اختره مه راځه دې خواته چې خفه نشې زمونږدکلي قتل ګاه ته چې خفه نشې په هغو ورشه چې يې زړونه وي خوشحال ټينګ به نه شي دې ژړاته چې خفه نشې دا دوير نه ډک محل ته راځې څنګه ؟ دلته ناست هريودقبرخواته چې خفه نشې په څه کېږدمه نکريزی لاس مې نه شته ما نذر کړی خپل مولاته چې خفه نشې اختره لاړشه دا زمونږ دکلي وځه ته يې مخکې مونږه شاته چې خفه نشې جامی چيري خولۍ او بوټان نه شته همزولي طعنه راکوي ماته چې خفه نشې اختر هغه اختر چې پلاراو ځوی وي سره يتيم نعرې وهي ابا ته چې خفه نشې څوک به کش کړی پرې لاس د محبت ياسين زی اميد وکی چاته چې خفه نشې ياسين زی کوهاټ—غلام بانډه
وروستي