که د ارواښاد لایق د شعر سټه په پرمخپالو او وطنپالو اندونو نه وای بنا، شعر به يي د یوه بې سا کالبوت پشان لکه د ډېرو نورو شاعرانو غوندې چې د شعر باډي يي سالمه، خو روح او سا پکې نشته، ورته وايی!
همداراز که د لایق کلام له بېلا بېلو مینو ډک دی او هر څه ته د مینې په عینکو کې ګوري او بیا د هېواد او خپل ولس سره مینه يي په ټولو شعرونو کې خوټيږي او په ټوله کې د هغه د شعر رخت او منځړی جوړوي او یا يي شعر د نوښتونو، نویو ترکیبونو او انځورونو یو ناپایه سمندر دی او دا هر څه بیا د مینې په خم کې رنګ اخلي؛ خو که دا ټول په ولاړ حالت کې وي، د بدلون او پرمخیون سا پکې پوو نه وي، موږ د یوه ساړه او بې سا شعر سره مخ یوو.
که لایق پخپلو خلکو مین نه وای
دا په وینو سره شعرونه به لیکل چا
شاعر نه ښای یوازې ټولنه او چاپیریال د خپلو ښېګڼو، بدګڼو، رنګینیو او ښکلاوو سره ژباړه او بیان کړي؛ بلکې باید د هغو د بدلون، پرمخیون او بشپړتون لپاره هم وکاریږي او د لایق شعر همدغه لار وهي.
د ځوانۍ د هوسو تاوده کلونه
هنګامې د ازادۍ ته وقفول چا
اندونو او انديښنو ته که کېڼلارې، منځلارې، ښيلارې او یا بل هر نوم وکاروو؛ خو که منځپانګه يي د ظاهري ښکلاوو تر څنګ معنوي ښکلا ونه لري او د ټولنې د مثبت بدلون سره مرسته ونه کړي، بې ګټې دي. شاعر، لیکوال، سیاستوال یا بل هر قلموال یوازې پخپله خوښه د اندیښنو ډول نه ټاکي، بلکې هغه پخپل اند د ټولنې غوښتنو او پوښتنو ته د ځواب لپاره خوښوي او غواړې د هغو په اډاڼه کې د خدمت جوګه شي.
د ارواښاد لایق د ژوند په ټول مهال زموږ ټولنه په اوږده خوب وېده وه. په دغه اوږده خوب کې ډېرو عناصرو لکه زړو دودونو، له پېړیو راپاتې سنتونو، مذهبي افراطي اندیښنو، د ولسونو عمومي بېسوادۍ یا کم سوادۍ، د خلکو کمزوری اقتصاد، صعب العبور لارې او لږ تماسونو، د کلیو او مرکز زورواکانو، حکومتونو کې زړې او له وخت لوېدلې بیروکراسۍ، د زاړه استعمار پاتې میراثونو او په لسګونو او سلګونو نورو لاملونو خپل خپل لاس لرلی او له دې ټولو یوه انجړه مشوړه جوړه شوې چې په طبیعی توګه يي د حل بېلا بېلې لارې هم له ځان سره لرلي.
ټولنه کې د ویښتوب او سمون لپاره هر وخت یوه لار په تېره بیا چې ازمایل شوې او پاتې راغلې وي، اغیزمنه نه تمامیږي. د لایق په مهال د یادو ستونزو د حل لپاره زموږ نږدې سیمه او حتی د نړۍ په لویه برخه کې اغیزمنه او لنډه لار په یو لړ پرمخپاله او بدلونپاله اندیښنو کې رانغاړل کېده او هغه یوازې لایق نه وو چې د هېواد د ژغورنګ او پرمختګ لپاره يي داسې اندیښنې یا پرمخپاله لار غوره بلله، بلکې د هغه زمان د واکمن سیاسي او کلتوري چاپیریال د بدلون لپاره د همداسې څه غوښتنه کېده او یا ستونزو ته د وخت مناسب ځواب ګڼل کېده.
دا خبره بېځای او له منطق لیري ښکاري چې ویل کیږي لایق خورا ښکلی او د وخت غوښتنو سره سم او وړ شعر وايي؛ خو سیاست کې بیا کیڼ لوری نیسي، د کیڼو اندیښنو په مټ غواړي د وخت غوښتنو ته ځواب ووايي او له دې کبله سیاسي شخصیت يي خچن دی. خو حقیقت دا دی د لایق شعر ځکه ښکلی، بډای او شتمن دی چې بنسټ او منځپانګه يي په پرمخپالو او بدلونپالو اندیښنو ولاړه ده او داسې منځپانګه که د تېرمهال په دودشوې ترمینالوجي کې هر نوم اخلي؛ توپیر نه لري او د هغه شعر ته ښکلا، جذابیت او ابدیت همدغه منځپانګه وربخښی.
که د هغه له شعره یادې اندیښنې لیرې کړو او په پخوانو زړو او وروسته پاتې اندیښنو د هغه د شعر ماڼۍ بنا کړو؛ شعري ماڼۍ به يي زړه، له ښې لوېدلې، بدرنګه او بې ګټې وي.
دا چې ویل کیږي شعر يي ښکلی دی، خو سیاسي اندیښنې يي ښکلې نه دي؛ له یوه شخصیته دوه جوړول دي. داسې څه خپله د نورو سیاسي موخو لپاره تر سره کیږي، نه د خدای په پار او د حقیقت ویلو لپاره!
دوه سلیمان لایقه نشته. په سیاست او شعر دواړو کې یو سلیمان لایق دی. د هغه د شعر او سیاست منځپانګه یوه ده او لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، دا منځپانګه په پرمخپاله او بدلونپاله اندونو او اندیښنو ولاړه ده. که د لایق اندونو او اندیښنو ښکلا او غنا نه درلودای، شعر يي هیڅکله ښکلی او بډای نه شو بلل کېدای.
د دې ښاغلو داسې خبرو شاته هم سیاست او یو بل ډول سیاسي چال اوتګلار پرته ده چې د بې پلویتوب او افغانانو سره د ریښتینې مینې په نوم عرضه کیږي. دا خبرې هم هغه کسان کوي چې خپله دوه ګونی شخصیت لري.
بلخوا څنګه چې سیاست تل په تغییر او بدلون کې دی، د یوه شخص سیاسي دریځ هم دایمي په یوه حال نه شي پاتې کېدای او د حالاتو سره بدلون ومومي، خو اندونه او اندیښنې بیا د یوه زیات وخت لپاره ثابتې پاتې کیږي او یا ورو بدلون مومي. دلته هم په دواړو ډګرونو کې د اشخاصو په اړه قضاوت باید په بې انصافۍ او د نورو سیاسي غرضونو په پار و نه شي!
په کوزه پښتونخوا کې غني خان او اجمل خټک تر نورو شاعرانو ځکه زیات یادیږي چې د اشعارو زیاته برخه يي حماسي، وطني او په یو بڼه په بدلونپالو او پرمخپالو اندونو ډډه لګوي او د پښتنو د وخت غوښتنو ته د همداسې اندیښنو پر بنسټ ځواب ورکوي. همداسې د خوشال بابا شعرونه ځکه ابدي دي چې هغه د خپل وخت د نورو شاعرانو په نسبت د مغلو سره په رزم، د پښتنو ملي او عمومي غوښتنو ته په ځواب ویلو او د دوی په مزاج تر نورو ښه پوهېده. د بابا شعر یوازې د موجود چاپیریل بې سا تشریح نه وه، بلکې د چاپیریال د بدلون لپاره یوه ملي هڅه هم وه. دا ټول یاد شاعران په ورته وخت کې سیاستوال هم وو او موږ هیڅکله دوی هر یو په بېلا بېلو دوه ګونو شخصیتونو نه پېژنو!
که د زړې روسي، پخوانی شوروي اتحاد او اوس د نننۍ روسیي، همدارنګه برتانوي هند، انګلیس، امریکا او د نړۍ نورو هېوادو سره د مناسباتو او اړیکو خبره یادوو، دا ډول مسایل زیات د دولتونو او حکومتونو په پالیسیو پورې اړه لري او د جلا شخصیتونو خبره باید په عمومي ډول د همداسې اړیکو په اډانه کې وڅېړل شي. د لایق صیب سیاسي اندیښنې د بل هر چا د سیاسي اندیښنو په شان کوم ځانګړی عیب نه دی، بلکې د هغه مهال د سیاسي پېښو عمومي بهیر سره چې په هره ترمینالوجي يي یادې کړو، منځپانګه يي همغه پرمخپال او بدلونپال اندونه دي او کومه شخصي خطا نه ده، بلکې د هغه مهال د اړتیا سره سمون خوري.
لایق ته یوه لویه ستونزه په پښتو ژبه شعر ویلو پیدا کړې ده. له کومه خایه چې د هغه پښتو شعر خورا اوچت دی، ډیری فارسي ژبي په پښتو ژبه داسې لوړ شعر او په هغه کې د لایق بېساري نووښتونه پر پښتنو نه پیرزوکوی. دلته ده چې مخالفین بیا د سیاست له زړې او کارې لوبې ګټه پورته کوي او د سیاست په چاړه د لایق ژبې غوڅولو ته رادانګي. هغه ته د تبار پالنې، فاشیست، کیڼلاري او نور نومونه ګوري او وخت ته په کتو يي یو په یو د مداریانو له خپل پېټاره راباسي.لایق د دې سره سره چې په دري ژبه ښکلي اشعار ویلي او په دې ژبه اثار لري، خو هغه د دوی په پام کې نه راځي او لایق باید د دوی په اند، په پښتو ژبه له اشعارو او اثارو تېر شوی وای.
که لایق چیري په پښتو ژبه اشعار او اثار نه درلودای او پښتون هم نه وای، له نیمايي اعتراضونو به خوندي وای!
له هغه ځایه چې لایق په یوې پښتنې روحاني کورنۍ پورې اړه لري، د مجددي خېلو او ګیلانې خېلو نیوکې چې لایق ولې د دې کورنیو له انګریزي او ابلیسې څېرو پرده پورته کوي او بیا ولې د دغو کورنیو په خدمت کې نه دي، پر نوموړي قهرژلي او پرې وردانګي. بلخوا د ارواښاد لایق، سیلان او مخالفین له نورو جبهو هم لږ نه دي. پخپل ګوند کې دننه هم ژبني، قومي، سمتي او سیاسي مخالفین په ډېرې بېشرمۍ پرې وربلوسي او د هیڅ راز تورلګولو اسره پرې نه کوي!
رحمان بابا یوځای وايی:
چې منکر پرې اعتراض کولی نه شي
دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز
جالبه دا ده چې د لایق په اثارو څوک زیات اعتراض نه کوي چې اوصولآ که اعتراض او نیوکه کېدای باید د ده پر اثارو شوی وای، خو د اثارو پرځای د هغه پر شخصي حریم تیری او برید کیږي.
لایق په افغاني ټولنه کې یوه نه تکرارېدونکي شاعر او ادبي څېره وه.
اروا يي ښاده او یاد يي تلپاتي!
وروستي