بین الافغانی خبرې اترې 

د خوشبیني او خوښیو ډکې شبیې رراسیدلي چې د سولي راتګ او بین الافغاني خبرواترو پیل کیدو ته په رسیدو یو ، چې اوږده تپل شوې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي چې دا ډول جګړه هیڅ وخت ګټونکي نه لری او سوله هیڅ وخت بایلونکې نه لري  اما د دې شیبو او شرایطو څخه ډېره محتاطانه ګټه باید د دواړو لوریو لخوا واخیستل شي ځکه لکه څنګه چې په کراتو کراتو ذکر شوي او په مختلفو سیاسي مباحثاتو کې پدې استدلال کیږي چې شته جګړه د افغانانو نه دی بلکې نیاباتي جګړه راباندې تپل شوی دی اوس هم باید دقیق اقدام د دواړو لوریو لخوا وشي ځکه چې ممکن بعضي هېوادونه دې ته کوښښ کوي چې امریکا په افغانستان کې مصروفه وساتي ، بعضي هېوادونه د طالبانو راتګ څخه ویره احساس کوي چې داسي نشي په افغانستان کې زمونږ د ستراتیژیکو ګټو خنډ شي او حتي بعضي تر نن پورې د طالبانو فکري اړخ ته په تشویش کې دي چې ایا دوی په ریښتوني معنی په افغانستان کې جمهوریت منلی شي؟ 

دا ویره د افغانستان په ځوان نسل او همدرنګه د افغانستان ښځینه وو سره هم شته چې ایا طالبان د ۱۹۹۵ کالو په فکر کې دي که د نړی نننی پرمختګ او ودې سره یې تغیرات کړي؟ بیا هم که چیرته د سولي مشورتي جرګې بعضو ګډونوالو خبرې واورو چې ویل یې" سوله قرباني غواړي مونږ هر ډول قرباني ته تیار یو " د حمیرا په نوم ګډونکونکی وویل چې " طالبانو راته دری زامن شهیدان کړي که رښتیا سوله راځي بخښم یې " نظیفه وکیلي په نوم چې له نیمروز څخه دې جرګې ته راغلی وه وایې له جګړې ستړې یو او د تاوتریخوالي پای غواړو ، "زه خپله د یوې قرباني کورنۍ غړې یم، زما خور وژل شوې ده ، هڅه کوم، څو داسې پرېکړه وکړم چې تېر څو کلن تاوتریخوالی پای ته ورسوي" داسې په زرګونو افغانان شته چې د دې جګړې تاوتریخوالي څخه یې ضرر نه وي لیدلي خو بیا هم چې سوله راځي د دې ضررونو زعملو او بخښولو ته تیار دي  اوس باید د افغانانو غوښتني اوسولي ته تږې افغانان باید د طالبان لخوا درک کړی شي  او په پوره مثبت غبرګون سره د افغانانو هیلو ته ځواب ووایې که چیرته بین الافغاني خبري کامیابې شوي افغانستان به په ریښتوني معنی ثبات او د پرمختګ څښتن شي او د دې سره سره به په نړیواله کچه باندې د افغانستان بایللي بیرته لاس ته راوړي>

پدې کې شک نشته چې د افغانستان په سوله کې پاکستان او امریکا مهم رول لري او همدرنګه تر اوسه پورې یې د سولي راتګ لپاره مهم پړاونه ترسره کړي خو اوس باید کابل او قطر دفتر د دواړو هېوادونو سره محتاط شي په بین الافغاني خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو په ګټو وخت ضایع نه کړي او نه ورباندې ټینګار وشي بلکی د دوی ګټي د راتلونکي حکومت چې هر څوک یې په راز کې وی ورته پریښودل د شي که چیرته بین الافغانی خبرو ته د یادو هېوادونو ګټو موضوع دننه شوه بیا ایران ، هندوستان او ممکن روسیه او بعضي نور هېوادونه قرار نه پاتي کیږی ځکه اوسني جګړه تر ډېره حده پوري نیابتی دی او د نورو هېوادونو په مرسته او همکاری جګړه توده ساتل شوي چې پدې ورستیو کې داسي راپورونه راغلل چې طالبانو نوي ماډل او قوی اسلحو ته لاس رسی پیدا کړي چې واقعآ داسي راپورونه د تشویش او ویرې څخه ډک دي اما اوس چې طلایې چانس افغانانو ، حکومت او طالبانو ته په لاس ورغلي باید د دې چانس څخه د افغانستان او خوار مظلوم ولس په ګټه ګټه واخلي خپلمنځي ګټو پسي ډېر ونه ګرځي ، ممکن داسي هم وشي چې په افغانستان کې شته مافیایې کړۍ او مفسد سیاستوال داسي افواهات ، ضد و نقص او درواغو انګیزې  د سولي په مقابل کې د خپری کیدو کوښښ وکړي ځکه چې د دوی ګټه بیا په سوله ، ثبات او پرمختګ افغانستان کې نشته د دې مخنیوي لپاره باید حکومت او طالبان د سولي پرمختګ مهمو پړاونو معلومات د ولس سره په وخت د کنفرانسونو او سیمنارونو او سیاسي مباحثو له لاري شریک کړي ، طالبان باید د عام ولس ته وخت ورکړي ، په کابل راټول سیاسیون ، مدنی فعالو یا ګوندونو رهبرانو تر څنګ باید عامو افغانانو ته هم وخت ورکړي مختلفو لریو پرتو ولسوالیو مشرانو سره ملاقاتونه وکړي ځکه چې د عام ولس له اندیښنو ، زیانونو ، غوښتنو او هیلوڅخه خبر شی. 

 د بین الافغانی خبرو اترو کې د حکومتي مهمو چارواکو په شمول عبدالله عبدالله باید د سولي ملاتړ لپاره د ګاونډېو هېوادونو په شمول د سیمې او اروپایې هېوادونو ، مالیزیا او عربی متحد امارات ، سعودی عربستان هېوادونو ته سفرونه وکړي او ولسمشر باید امریکا ، انګلیستان ، چین او روسیی مشرانو سره ټلیفوني خبرو اترو ته مخه کړي ځکه په دې مهمو شرایطو کې نړیوالو پاملرنه ، همکاري او مرستو ته اړتیا لیدل کیږي او د افغانستان ثبات ، پیاوړتیا او ودې لپاره باید مثبت تمام شي همدرنګه تر یو حده پورې طالبان هم ستر طاقت لروونکو هېوادونو سره لکه امریکا ، چین ، روسیی سره نږدې اړیکې لري اما دا به بهتره وي چې کابل حکومت د دوی سره دوستانه اړیکو لرلو ته کوښښ وکړي او ډیپلوماسي په پښو ودره وي نور د باندینو چارو وزارت له بعضي کورنیو ، زورواکو او مفسدو له انحصار څخه راوباسي او ستراتیژیک ګټو او اهدافو لپاره لاس پکار شي چې د سولي ساتني لپاره د دولت ، امنیت ، نظامي او اقتصادي ، اجتماعي ، محیطي قدرت تقویه  لپاره د دوي ملاتړ او مرستي اړیني او تر یو حد پورې اړتیا لیدل کیږي.