د افغان پوځ لوی درستيز سترجنرال ياسين ضيا څوګ دی؟ 

واک ته بيا ځلې د ولسمشر محمد اشرف غني په رسېدو سره، سترجنرال ياسين ضيا د افغان پوځ لوی درستيز وټاکل شوو. ياسين ضيا له دې وړاندې هم په بيلا بيلو دولتي دندو کار کړی وو. دی دې ملي  امنيت شورا مرستيال، تخار والي او د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه دندې تر سره کړې وې. 

ياسين د کابل ولايت په شکردارې ولسوالۍ کې زږېدلی دی او په قوم تاجک دی. دی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل طبي پوهنتون ته لار پيدا کړه، خو وروسته يې زده کړې پرېښوودې. ياسين ضيا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال جګړيزې جبهې ته چې مشري يې احمد شاه مسعود کوله لاړ. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ تر پای د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت په نوم جبه کې وو. 

هېواد کې د نوې ادارې په راتګ سره ياسين ضيا افغان امنيتي ځواکونو کې دنده پيل کړه. دی تر يو وخت د افغانستان په ملي امنيت رياست کې کار کړی او بيا وروسته د لوړو پوځي زده کړو لپاره اسټراليا او امريکا ته لاړ. نوموړي له پوځي زده کړو وروسته ملي دفاع وزارت کې دنده پيل کړه. 

ياسين ضيا د ولسمشر محمد اشرف غني د واک په تېره دوره کې د يو وخت لپاره د تخار والي هم وو او بيا وروسته د هېواد د ملي دفاع وزارت مرستيال وټاکل شو. هغه مهال چې ياسين ضيا د ملي امنيت شورا له مهم کسان او د شورا مرستيال وو، افغان ځواکونو د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د عبدارشيد دوستم د پوځي کس نظام الدين قيصاري د نېونې عمليات تر سره کړل. 

د افغان پوځ هغه عمليات چې په ترڅ کې د فارياب خپلسری وسله وال نظام الدين قيصاري ونېول شو، مشري  يې جنرال ياسين ضيا کوله. 

ياسين ضيا د سولې خبرو په اړه ويلي دي چې اوس مهال افغان ځواکونه د خپلې دفاع وړتيا لري خو بيا افغان پوځ د جګړې هيله نه لري او د سولې خبرو ملاتړ کوي.