زه به بيا اختر کړم


چې کله غماز نه وی زه به بيا اختر کړم
چې قاتل می خوا کی نه وي زه به بيا اخترکړم
اوس مې سوزي دشتې بوټي دوطن
چې دا اورونه مړه وي زه به بيااخترکړم
موردلور ، لور دمورپه غم ژړيږی
چې داويراوژړا نه وي زه به بيا اختر کړم
پرديسی کې مې جانان په غمو وسو
مسافرچې په کاله وي زه به بيا اخترکړم
زما په ونوخزان دی نن راغلی
چې دابوټي مې شنه وي زه به بيااخترکړم
په اوچت آوازخبرې نه شم کولای
باداران چې دلته نه وي زه به بيااخترکړم
دسوچونو په درياب يمه ګډ شوی
چې مې باغ کې زاغان نه وي زه به بيااخترکړم
زه او ياسين زی به يوځای کوو اختر
چې مينځ کې رقيب نه وي زه به بيا اخترکړم
ياسين زی
کوهاټ—غلام بانډه