د افغانستان سولې نه راتګ د پاکستان او امریکا ګتې

د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړل شوي، ځکه چې جنګ زمونږ نه دی، نه د دې خاورې خلکو تر منځ دی. جنګ پرادی دی، او د پردیو د اهدافو منافع لپاره دی. نو دواړو خواو ته یې افغانان قورباني کیږي. 

نو د حامد کرزي په وخت کې ښاغلي کرزي د افغانستان د سولې لپاره ډېره هڅه وکړه، او پاکستان ته  یې په لسګونه ځلې د افغانستان د سولې په مورد یې سفرونه وکړل، خو سوله د کرزي په څوارلس کلن او پنځلس کلن دور کې رانه غله. ځکه چې امریکا خپل اهداف درلودل.

او پاکستان له افغانستان څخه دوه شیان غوښتل: چې یو یې د ډیورنډ د خط  رسمیت غوښت  چې افغانان ورته اماده نه و، او بل یې د افغانستان خارجې سیاست کنترول غوښتنه  درلوده چې دغې ته هم افغان مشران او افغان ولس ورته اماده نه دی.

دغه څومره چې زمونږ خاوره ودردیدله او په دغه خاوره چې انسانان قورباني شول، دغه په حقیقت کې د افغانستان د استقلال تربۍ قوربانیان دی.

  او د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ قوربانیان دی، او د افغانستان د تاریخي ارزښتونو او د هغې د ساتنې قوربانیان دی.  

نو د افغانستان پخواني  ولسمشر حامد کرزي په لویه جرګه کې په امریکا غږ وکړ که  د سولې مزاکرات شروع کوې نو امنیتي قرارد درکوم، که دا نه وي نو امنیتي قرارد نشته. نو په هغه وخت کې په حکومت کې د ننه هم د ولسمشر کرزي ددغه موقف مخالفه و.

نو هلته او اوس هم جنګ د افغانانو نه دی، نو سوله تر هغې نه راځي تر څو لویو قوه تونو او په خاص ډول په افغان جګړه  کې ښکېلو غاړو غوښتي نه وي. که په افغان جګړه کې بوخت همدا نن وغواړي  سوله راتلی شي.   

خو  اوس د ښاغلي ولسمشر  محمد اشرف غني په تیر پنځه کلن او اوس روان دور کې، د سولې لپاره ډېرې هڅې وشوې او کیږي.

ترڅو افغانستان ته یوه نېکمرغه او دایمي سوله راشي، چې ددې سولې لپاره  امریکا  او د سیمې هیوادونه پاکستان  د  طالبانو او افغانانو تر منځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړه، خو کومه مثبته ناتیجه یې ورنکړه. ځکه چې امریکا او پاکستان  خپل دوه  مخی  سیاست کوو.

نو د امریکې اوسنۍ ادارې د افغانستان سولې لپاره ځانګړی استازی افغان اسله امریکایی  زلمی خلیلزاد  وټاکه، چې د سولې خبرو لپاره یې په لسګونه ځلې سفرونه یې د سیمې هیوادو پاکستان او افغانستان ته وکړل، چې وروسته  د امریکا او طالبانو ترمنځ  د سولې مزاکرات د قطر په پلازمینه دوحه کې شروع شول، چې د  ډېرو پړاونو وهل کېدو  وروسته  د امریکا او طالبانو ترمنځ  د سولې تړون هم د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو. 

چې په یاد  تړون کې د نورو زیاتو  شرطونو ترڅنګ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ  خبرو د پیل لپاره به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰  بندیان ازاده وي، او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه اثیران خلاصه وي. او په تړون کې راغلي و چې امریکایان به خپلې پنځه اډې په افغانستان کې پریږدې، او بل طالبان به په امریکایانو بریدونه نه کوي. او په طالبانو به امریکایان بریدونه نه کوي، او وروسته به د طالبانو او افغان  حکومت ترمنځ د سولې بین لاافغاني خبرې پیل کیږي.

چې تر اوسه د یاد لاسلیک شوي تړون شپږ میاشتې کیږي، د  طالبانو په خبره چې دوي  د حکومت پوره  ۱۰۰۰ تنه اثیران  ازاد  کړل خو حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ زندانیان ازاد کړي، او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني  په خبره  چې  پاتې  ۴۰۰  یې جورمي دوسیې لري.  چې ددغو بندیانو د ازادولو لپاره  یې لویه مشورتي جرګه را وغوښتله.  

خو د بندیانو د ازادیدو په موده کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې زور واخیست،  چې طالبانو لوي انتحاري بریدونه وکړل. او په زیات شمیر ولایتونو کې یې پر افغان ځواکونو جګړه تېزه کړه. د کار پوهانو په خبره چې په  دې سره طالبانو غوښتل چې پر افغان حکومت فشار  ورد کړي، تر څو طالبان د افغانانو سره  د  مخامخ خبرو  پیل ته په ښه قوت سره لاړ شي.

خو  د بندیانو د خلاصون په جریان کې بیا افغان ځواکونو پر طالبانو سخت هوایې او ځمکني بریدونه وکړل. د دې بریدونو سره سره د طالب بندیانو بېرته  د جنګ میدان ته تلل او د طالبانو له لوري د ملکي وګړو نیول کیدل، او د افغان بندیانو په نوم ازادیدل، او د دې سرغړونو ترڅنګ زیات شمیر نورې کړنې هغه څه دي چې د سولې بین لاافغاني خبرو پیل ته یو  لوي خنډ دی.

دغه خنډ د سیمې استخبارت  پاکستان او په افغانستان  کې دننه یو شمیر کړۍ او په عموم کې د افغانستان  په جګړه کې ګټه موندونکي جوړه وي. ترڅو د سولې دغه روانه پروسه زیانمنه کړي.