اقتصادي پرمختګ ته د لاسرسي لارې چارې

اقتصادي پرمختګ د بنیادي اړتیا په نوم مطرح موضوع ده، د نفوسو چټکه زیاتیدنه، د هېوادونو ترمنځ  د سیاسي کرکیچونو رامنځته کیدنه، د سرچینو غیر موثر استعمال او کموالی، د طبیعي افتونو پیښیدنه، د نړیوالو جګړو رامنځته کیدنه، د صنعتي ودې نشتوالي، د ژوند ساده حالت، د غذا کموالي، په ډیرو سرچینو د کم کار ترسره کیدنه، اقلیمي بدلون او نورو سببونو له نړیوالو سره د اقتصادي پرمختګ مفکوره پیدا کړه، دغه مفکوره اوس د یو عمل په نوم پيژندل کیږي او د هېوادونو په ستراتيژيو او پالیسیو کې لومړیتوب لري.

اقتصادي پرمختګ ته رسیدنه له يوې ځنځیروي پروسې څخه تيريږي، چې له سرچینو څخه په موثرې ګټې اخیستنې پیل او په صنعتي بډاینې پای ته رسیږي، اقتصادي پرمختګ د صنعت پراختیا ته، د صنعت پراختیا سرچینو او خامو موادو ته او د خامو موادو تولید بیا سرچینو ( اوبو، خاورې، اقلیم، ځنګلونو، څړځایونو، کانونو اونورو ) ته اړتیا لري.

ددې لپاره چې په هېواد کې مو اقتصادي پرمختګ تضمین کړی وي، لازمه بریښي چې د اوبو د ارزښتناکې طبیعي سرچینې په مدیریت کولو لاس پورې شي، ددې هېواد خوارې وارې اوبه راټولې او له بهرنیو هېوادونو څخه راوګرځول شي، لوی او کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه، د اوبو ذخیرې، چکډیمونه او نورې د اوبو شبکې ورته جوړې شي، چې په دې سره به د صنعت لپاره بریښنا تولید شي، مالداري به ورسره پیاوړې شي، چاپیریال به له ککړتیاوو څخه وژغورل شي، ځنګلونه او څړځايونه به ورسره پراختیا وکړي، شاړې ځمکې به ورسره تر کښت لاندې راشي، د تولید کچه به ورسره لوړه شي او یوې ښې کرنې ته به زمینه برابره شي.

د کرنې لپاره د اوبو د سرچینو موندنه د کرنې د پراختیا لپاره لومړنی ګام دی، چې په شتون سره د هېواد ډیرې شاړې ځمکې تر کښت لاندې راتلی شي، کله چې د کښت سطحه لوړیږي ورسره د کرنیزو محصولاتو په تولید کې زیاتوالی راځي، کرنیز محصولات د صنعت لپاره لومړني خام مواد تولیدوي، د خامو موادو شتون پانګه اچونکي د فابریکو جوړونې او صنعتي کیدو ته هڅوي، کله چې په يو هېواد کې صنعت پراختیا مومي، په پایله کې اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي.

په لنډ ډول ویلی شو چې اقتصادي پرمختګ د رسیدنې لپاره په هېواد کې د شته سرچينو موثر استعمال او مدیریت، د سرچینو لپاره د ستراتيژیکو پلانونو او پالیسیو جوړونه او پلي کیدنه او د سرچینو په برخه کې د بیارغونې د کړنو ترسره وی اول لومړیتوب، د عصري کرنې او مالدارۍ رایجول، د صنعت لپاره دخامو موادو برابرونه، له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه د نوې ټکنالوژۍ استعمال او د تولید د کچې لوړونه دوهم لومړیتوب او د تولیدو شویو محصولات د پروسس لپاره د فابریکو جوړونه، د صنعت وده او د تولید شویو توکو لپاره بازارموندنه دریم لومړیتوب ګڼلی شو.