د ګنيو اقتصادي ارزښت!

ليکوال: ذبیح الله تنوير/پکتیا
ګنی چې په انګلیسي کې ورته Sugarcane  وايي، علمي نوم يې Saccharum officinarum دی، د Saccharum په جنس او د Poacea ياGramineaeپه کورنۍپورې اړه لري ، نوموړی نبات د صنعتي نباتاتو په ډله کې د خورا زيات اهمیت درلودونکی نبات دی، چې د نړۍ په زياترو ګرمو سیمو کې کرل کيږي.

ګنی کوم چې د صنعت لپاره لومړني خام مواد برابروي او صنعت يې بیا د شکل په تغیر سره په بېلابېلو اړینو توکو چې د ژوندانه لپاره ضروري دي بدلوي، په ګنیو کې د خوږو اوبو په شتون سره د بورې، ګوړې او دې ته ورته نورو توکو د تولید او جوړیدنې زمینه مساعده شوې، چې له وجې يې د بورې، ګوړې او نورو خوږو توکو د تولید فابریکې له کاره نه دي پاتې شوي.
دا ښکاره ده چې د نباتاتو هره برخه په صنعت کې بې له ګټې اخیستنې نه ده پاتې کیږي، د ګنيو د نبات زياتره برخې فابریکې د بېلابېلو هدفونو او د ډول ډول دوهمي محصولاتو د تولید لپاره استعمالوي، که له شیرې یې د بورې او ګوړې د تولید لپاره ګټه اخلي نو په څنګ ورسره د ګنيو پورتنۍ برخې د حیواناتو لپاره د خوراکۍ د برابرونې او د سرې د تولید لپاره استعمالوي، په همدې ترتیب د یاد نبات لومړني مواد په صنعت کې د زرګونه  نورو توکو د تولید سرچینه ده.

ګنی نه يوازې دا چې صنعتي نبات دی بلکې اقتصادي نبات هم ګڼل کيږي، دا ځکه چې ددې نبات له وجې په زياتره هېوادونو کې ډيری فابریکې په کار بوختې دي، چې خلکو ته یې پوره کاري فرصتونه هم برابر کړي دي، کوم چې د غربت په کمولو کې مرسته کولی شي، همدا ډول ګنی د بزګرانو د عاید په لوړولو کې پوره مرسته کولی شي، دا ځکه چې د محصولاتو لپاره يې بازار شتون لري او هم یې محصولات په لوړه بیه پلورل کيږي، همداراز د ګنيو څخه د کاغذ په جوړولو کې هم ګټه پورته کيږي او د عضوي موادو، زياته مصرفه او کم مصرفه عناصرو غني سرچینه بلل کيږي.

ګني په انساني او حیواني خوراکې کې اکثره وخت استعمالیږي، چې په تازه او یا هم د شکل د تغیر په بڼه خوړل کيږي، زياتره خوراکونه د هغوی د کفیت او ښه خوند درلودلو لپاره ګني او دې ته ورته نورو نباتاتو محصولاتو ته اړتیا لري، چې په نشتون سره یې بیا د خوراکي موادو د برابرونې کاروبار پیکه کیږي.

د افغانستان په ځینو ګرمو سیمو کې نوموړی نبات کرل کیږي، چې په همغو سیمو کې يې د بزګرانو ځانګړی پام ځان ته راړولی دی، خو دا چې په هېواد کې ياد نبات زیات نه دی ترویج شوی، لامل يې په کور دننه د نوموړي نبات د محصولاتو د پروسس د فابریکو کموالی دی، که په هېواد کې د بورې او ګوړې د جوړونې فابریکې زیاتې شي، لرې نه ده چې ګنی به د هېواد په کچه خورا زیات کرل کیدونکی نبات وي.

د افغانستان دولت باید په هېواد کې د هغو نباتاتو په ترویج او پراختیا کار وکړي، کوم چې د بزګرانو لپاره لوړ عاید ولري، د صنعت لپاره لومړني خام مواد تولید کړي، په هېواد دننه او بهر يې محصولاتو ته اړتیا ډیره وي، په لوړ قیمت وپلورل شي او په ټوله کې یې ارزښت لوړ وي، ترڅو د بزګرانو عایدات لوړ او د هېواد اقتصاد  ورسره پیاوړی شي.