جرګې او مرکې

کابل يو ځل بيا د مشورتي لويې جرګې کوربه دی، په دې تړاو د خلکو موافق او مخالف دريځونه ډير تر سترګو کيږي، چې مخالف يې پرې بر لاسي دي، خو آيا رښتيا هم دغه مشورتي لويه جرګه له لګښتونو او وخت ضايع کولو پرته بل څه نه دي؟

جرګې او مرکې چې د هيواد د سياسي کړکيچونو حالاتو د حل يوازينۍ هيله او لاره ده، د تاريخ په پړاونو کې ورته بار بار مراجعه شوې ده چې تر ننه پورې يې افغانستان د جرګو او مرکو په هيواد مشهور کړی دی.

دا چې د افغانستان څلويښت کلنه جګړه له هر ډول اصولو او مقرراتو اوښتې او د ټولې نړۍ پښې يې را اوږدې کړې دي نو په داسې حالاتو کې له دغه ناورين نه د وتلو بله لاره څه کيدلی شي؟

که د روانې جګړې تاوان او پايلو ته ځير شو هره ورځ د سلګونو انسانانو وينې بهيږي، جوماتونه، پوهنتونونه، ښوونځي، روغتونونه، سړک او پلونه نړيږي چې دا ټول د هيواد په ملي بوديجه رغول شوي. زما په اند د همدغه انساني، اقتصادي او ټولنيز بهران د مهار کولو لپاره د ملي بوديجې يوه بله برخه د په دې جرګه ولګول شي خير پروا نه لري. دا جرګه به لااقل د دوه، دری زره کسانو لپاره له حکومت او چارواکو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي، لږ تر لږه به د حکومت له سلطې لرې په کليو او ولسواليو کې مشران ځوانان او ميرمنې د دولت په کړنو او تصميمونو کې خپل ځان وګوري، حداقل به دغه دری زره کسان د هيواد په دری زره کورنيو کې د دولت دغه ملي رويه شريکه کړي او که همدغه دری زره کسان د جرګې له تالاره د سولې د ټينګښت لپاره جبه ونيسي او د ټوپک د شپيلۍ نه جبرانيدونکي زيان پر ځای د جرګې او مرکې په ژبه د ستونزې په حل خبرې وکړي لاعقل خو به د جګړې له ليکو دری زره کسان را ګرځيدلي وي. که يو ښوونځی ولسه وال مخالف نړوي او بل ښوونځی د حکومت په متقابل عمل کې ورانيږي؛ بيا خو بهتره ده چې د خپلې برخې ورانۍ لکګښت په ناستو، مرکو او جرګو ولګول شي، د انسانانو د وينو توئيدل خو به له يوې خوا را کم شي.