لویه جرګه که د ولس سترګو ته خاورې اچول!؟

جرګې او مرکې د افغانانو ځانګړی کلتور او فرهنګ دی، د تاریخ پۀ اوږدو کې زموږ مشرانو او مخورو د همدې جرګو او مرکو لۀ لارې خپل مشران ټاکل، تر څنګ یې هر ډول ستونزې د همدې جرګې لۀ لارې حل کیدې!

دا چې اوس تازه ولسمشر محمد اشرف غني د هغو (۴۰۰) طالب بندیانو د برخلیک د معلومولو لپاره د مشورتي لویې جرګې د راغوښتو وړاندیز کړی دی، چې پۀ دې جرګه کې به د خلکو استازي او مخور کسان ګډون کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ولسمشر مشورتي لویه جرګه راغواړي، پۀ داسې حال کې چې (۴۶۰۰) طالب بندیان یې بغیر لۀ مشورتي لویې جرګې خوشې کړل!؟

ایا د ولسمشر هدف د مشورتي لویې جرګې څخه یوازې د پاتې طالب بندیانو برخلیک ټاکل دي او که کوم بل هدف لري!؟

ولسمشر ولې د سولې پۀ خبرو کې بار بار ولس یادوي او مشوره ورنه غواړي!؟ ولسمشر ولې د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د توافق لپاره مشورتي لویه جرګه نۀ جوړوله، چې بغیر د مشورتي لویې جرګې څخه یې ور سره توافق وکړ، خو اوس ولې د طالب بندیانو پۀ اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي!؟

دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې پۀ برخه کې یې ولې مشورتي لویه جرګه نۀ راغوښته!؟
ولسمشر هغه وخت ولې مشورتي لویه جرګې ته مرجعه نۀ کوله، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا سره د همکاریۍ تړون لاسلیک کاوه!؟

ولسمشر هغه وخت ولې مشورتي لویې جرګې ته مرجعه نۀ کوله، کله چې یې د شخصي ګټو لپاره څوکۍ ویشلې!؟

ولسمشر هغه وخت ولې مشورتي لویې جرګې ته مرجعه نۀ کوله،چې د اساسي قانون خلاف یې اجرایه ریاست رامنځته کړ!؟

دا او دې ورته نورې زیاتې پوښتنې دي، چې باید ځواب شي!
که ولسمشر محمد اشرف غني رښتیا هم ددې وطن پۀ غم کې وه، ځان یې د ولس نماینده بللی، نو ولې یې د ګټو پۀ وخت کې ولس ته مرجعه نۀ کوله، ولې یې ولس شاته پرېښود، ولې یې ولس ته ارزښت ور نۀ کړ، ولې یې پۀ اساسي قانون معامله وکړه!؟

ددې ټولو موضوعاتو څخه څرګندیږي، چې ولسمشر فقط د ولس سترګو ته خاورې اچوي، دا جرګه نۀ ده، بلکې د ولس سره جفه ده، دا د ولس پۀ حق کې ظلم دی!

ولسمشر باید د اساسي قانون پۀ شان د لویې جرګې بې عزتي ونۀ کړي، ولسمشر باید د جرګې ارزښت وپېژني!

ولسمشر که پۀ غرب کې لوی شوی او ستر شوی دی، خو د خپلو مشاورینو څخه دې د افغانانو د جرګو او مرکو پۀ اړه معلومات واخلي!

ځکه ولسمشر باید پوه شي، چې دا اساسي قانون نۀ دی، دا د افغانانو کلتور او فرهنګ دی!
ولسمشر اوس نۀ غواړي، چې پۀ ګابین ککړې کوتې یې وچې شي، او غواړي چې پۀ یو نه یو ډول د سولې خنډ جوړ شي! 

ولسمشر پۀ دې نۀ پوهیږي، چې دا ملت سولې ته اړتیا لري، دا ملت نور د جنګ او جګړو څخه تنګ دی!

ولسمشر او تر څنګ یې نور چارواکي پۀ دې لا هم نۀ دي ماړۀ چې د ولس پۀ وینو یې پۀ امریکا، پاریس، انګلینډ، جرمني، ترکیه، لبنان... کې بنګلې واخېستې!

دوی ددې ملت وینو ته لا هم تږي دي، غواړي چې د همدې ملت پۀ وینو پېسې وګټي، ددې ملت پۀ سرونو قمار ووهي او خپلې ګټې پرې وکړي!

دا غریب ولس لۀ دې نۀ دی خبر، چې وزارتونه پۀ ډالرو خرڅیږي، ریاستونه پۀ ډالرو خرڅیږي، ولسوالۍ پۀ ډالرو خرڅیږي، چې ددې ټولو لامل جنګ دی، نۀ امني ده.

ولس یې پۀ همدې جنګ مصروف ساتلی دی، ولس یې پۀ غم ککړ کړی دی، ولس یې سرګردانه کړی دی او دوی غربیان خپلې مزې کوي، چې زموږ ځینې نۀ خبره بیا ورته د اتل او قهرمان لقب ور کوي!

ملت نور پوه دی، ملت نور لۀ دغو حالاتو پۀ جنګ راغلی دی، ولس نور د غربیانو لۀ لوبو تنګ دی، ولس سولې ته اړتیا لري او دا سوله بغیر لۀ قربانۍ نۀ راځي!

کومې (۳۳۰)میلیونه افغانۍ چې پۀ دې بې ضرورته مشورتي لویه جرګه باندې مصرفیږي، پۀ دې یو لوی د اوبو بند جوړیدلی شو، پۀ دې پېسو باندې یوه فابریکه کې جوړیدله، چې هم به مو هېواد ور سره پرمختګ کړی وه او هم به زموږ بیچاره او غریب ملت پکې کار کوله تر څو لۀ سوال څخه خلاص شوی وه!

موږ لۀ ولسمشر څخه هیله کوو، چې د ولس دا لوی ارمان ته اور ونۀ چوي، ولس باید نور د هوايي هلیزونو او تشو اقتصادي برنامو باندې ونه غولول شي، ولسمشر نور باید پوه شي چې څومره پېسې مو چې غرب ته یوړې بس وې، څومره ګټې مو چې ددې ملت پۀ وینو وکړې بس دي، نور دا ملت مۀ وژنئ، نور ددې ولس هغه ارمان پوره کړئ، چې کلونه کلونه یې لري!

دا طالب بندیان دې ژر خوشې کړي، تر څو بین الافغاني مذکزات پیل شي او افغانستان او افغانان د سولې څښتنان شي!