روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې متحدو ايالتو کې د ولسمشريزو ټاکنو وړاندې به افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر تر پنځو او څلورو زرو کم کړي.
ټرمپ د آکسیوس په نوم له يوې لوېدېځې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي، چې دوی ۱۹ کاله په افغانستان کې تېر کړل او اوس هغه وخت را نېږدې شوی دی چې خپل پوځيان بېرته ستانه کړي.
ولسمشر ټرمپ په کره ډول تر څلور زره د امريکايي پوځيانو د کمېدو نېټه نه ده ښوودلې خو ويلي دي چې دا کار ژر کوي.
دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون کې هم د ۱۸ مياشتو دننه د امريکايي پوځيانو د وتلو ويل شوي دي، خو امريکايي پوځي چارواکي وايي چې د امريکايي پوځيانو بشپړ وتل د افغانستان وضعيت پوري تړلي دي.
له لوی اختر وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي وو، چې که چېرې امريکا تر ټاکلې نېټې پوځيان ونه باسي، نو دوی به يې هغه وخت په اړه تصميم ونېسي.
وروستي