د یوویشتمې پیړۍ ژوند او کار

مورخان او ټولنپوهان وایې چې انسانانو دری انقلابونه کړي. یو یې له نن څخه 70000 کاله مخکي د پیژندني انقلاب وو، چې انسانان یې د نړۍ په یو بااهمیت موجود بدل کړو، تر ډیره یې په نړۍ واکمنې ته وهڅول.
 
دوهم انقلاب له نن څخه لس زره مخکې د بزګري انقلاب وو. دي انقلاب انسان ته د ښار ،کلي ،هیواد، ایمپراتورۍ جوړولو موقع په لاس ورکړه، په نورو حیواناتو یې واکمنې نوره هم زیاته سوه. 
 
 وروستی انقلاب چې علمي انقلاب دی، له نن څخه ۱۵۰۰ کاله مخکې رامنځته سو. علمي انقلاب موږ ته نه یوازې د ځنګلونو ،حیواناتو او نورو شیانو د کنټرول قدرت او له منځه وړولو توان راکړ، بلکې د طرحه کولو او جوړولو توان یې هم راکړ. ممکن دا انقلاب په راتلوونکي کې د انسانانو د طرحه کولو قدرت هم راکړي، ممکن د تکامل لوری مکمل بدل کړي.
 
له لمړی انقلاب نه مخکې په نړۍ کې څو ډوله انسانان وو، زموږ نیکونه په افریقا کې اوسیدو. په منځني ختیځ کې نانډیرتالونو په نوم انسانانو ژوند کول، د نړۍ په نورو برخو کې مختلف ډول انسانانو ژوند کول، چې اوس په ټوله نړۍ کې یوازې موږ ترې پاته یو.
 
خو څه شی ددی باعث سو چې انسان په نړۍ واکمن سي؟ 
 دوه شیان  ددی باعث سو چې انسان واکمن سي، انسانانو یو بل سره همکارې ده او د کیسو( ايډياوو) جوړل دي، او بیا دا کیسې خپریږي چې میلیونونه کسان یې ولولي او باور په وکړي، لکه د پیسو ،ټکنالوژي،ځینو دینونو،... کیسې.  پیسې څو رنګه کاغذونه دی، خو بانکونه او مالي موسیسې دا کیسه په میلیونونو کسانو مني، چې دا ارزښت لري، موږ دا کیسه منو او په دي کاغذونو راکړه ورکړه کوو.
 
دا ديته ورته په سلګونه او زرګونه کیسې، اختراعاګانې او ايډیاوې دي چۍ لسیږې، پیړۍ  او یا زرګونه کلونو مخکې ډیرې ساده وې، څومره چې وخت په تیریږي،تکامل کوي، خلک پرې باور کوي نو هغومره یې ارزښت لوړیږي. 
 
دري څلور لسیزې مخکې د مایکروسافټ وینډوز یوازې سلګونو یا زرګونو کسانو کارول چې په لمړنی حالت کې و، خو اوس د نړۍ د کمپیوټرونو تر ۹۰٪ زیات کارونکي یې کاروي. یوه لسیزه مخکې ډیجیټلي پیسې یوازې د آیډیا په حالت کې وې، خو اوس یې په میلیونونه کسان کاروي. دولتونه او کاغذي پیسې ننګولي دي، ممکن د کاغذي پیسو د له منځه وړولو لامل هم سي. بیو ټیکنالوژي  او مصنوعي ذکاوت(AI) دوه لسیزې مخکې دومره د پام وړ نه وو، خو اوس یې یو لوی انقلاب رامنځته کړ. 
 
په یوویشتمه پیړۍ کې د انسانانو هک کول د واکمني او بزنس یوه مهمه برخه سوه. ددي لپاره چې موږ یو څوک هک کړو او پوه سو چې د هغه په ذهن کې څه تیریږي نو دري شیانو ته اړتیا لرو،لمړي ډیر بیولوژیکي معلومات، دوهم د پروسېس کول قدرت او درېیم ډیره ډیټا او معلومات.  کله چې دا دري ترلاسه کړي نو کولای سي یو څوک هک کړي او کنټرول یې کړي.  اوس ډیری لوی شرکتونه،حکومتونه، استخباراتي اداري موږ او تاسو له خپل ځان څخه ښه پیژني، زما فکر، علاقه او احساسات تر ما ښه پیژني او ما هر ډول رهبرې کولای سي. نه یوازې زموږ په تصمیمونو ښه پوهیږي، بلکې کولای سي، زموږ تصمیمونه هم بدل کړي.  مخکې دا کار چا نسواي کولای، ممکن څوک پوهیدلی وای چې تاسو چیرته ځي، خو اوس ستاسو ذهن لولي او پوهیږي چې تاسو د څه په اړه فکر کوي او ممکن په راتلونکي کې دولتونه، استخباراتي اداري له دي کار نه ډیره ناوړه ګټه پورته کړي، ژوندی مثال یې د متحده آیالاتو د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو  کې د کمبریج آنالیتکا او فیسبوک معامله وه چې د ۸۰ میلیونو آمریکانو ډیټا یې د ټرمپ په ګټه کار کړه، د شمالی کوریا او چین سیسټمونه...
 
په نوولسمه پیړۍ کې صنعتي انقلاب رهبري د څو هیوادونو لکه برطانیي،المان او امریکا په لاس کې وه، او دوي ترې ګټه پورته کړه، هند، چین او د منځني ختیځ هیوادونه ترې بې برخې سو، استثمار او استعمار هم سوو. خو په یوویشتمه پیړۍ کې د استثمار او استعمار په وړاندې مبارزه نده، بلکې ټول دا مبارزه کوي چې بې فایدې نسې، له کاره ونه لویږي. په یوویشتمې پیړۍ کې نوي ټیکنالوژي، مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنالوژي نوي نړۍ رامنځته کړي  دا ټیکنالوژي هم د یوي خاصي کړۍ په لاس کې ده، او ګټه یې هم دوي ته ورځي. دا ځل هم ممکن د منځني ختیځ د هیوادونو په شمول د افریقا او لاتیني امریکا هیوادونه وروسته پاته سي، او که پاته سي نو ممکن په مکمل ډول بې فایدي سي، سیاسي قدرت او مالي ګټي له لاسه ورکوي او د نړیوالي ټوالنې د اوږو بار به سي.
 
خو یوویشتمه پیړۍ به د افغانانو لپاره څنګه وي؟
له استقلال نه وروسته مو ډیر ښه پرمختګ پیل کړ، خو له فرصت څخه مو ګټه نده پورته کړي، ډیر زر له خنډ سره مخ سو. دا چې موږ هم د منځني ختیڅ د نورو هیوادونو په څیر له صنعتي انقلاب نه ګټه پورته نکړه، بلکې ددي انقلاب د رهبرې او نورو مخکښو غړو پورې مو وابسته ګې درلوده، او د شوروي له یرغل وروسته مو د شلمي پیړۍ له لږ سکون څخه وروسته په وروستۍ دوه لسیزې په جګړه کې تیرې کړي،کمروزي اقتصادي، نالوستي ټولنه، او د خلکو ټيت ذهنیت او  نورو ډيرو دلایلو تر څنګ یې تر لس ځلي زیات له واک سره په ټول دولتي سیسټم که ادلون بدلون راغي. نو نه یوازې چې د شلمي پیړۍ فرصتونه مو له لاسه ورکړو، بلکې یوویشتمي پیړۍ ته په بد وضعیت کې راغلو.  
 
یوویشتمه پیړۍ کې کې وړاندوینه ډيره ستونزمنه ده، متاسفانه څومره چې موږ خوشبین یو، هغسي نده، ممکن دا پیړۍ هم افغانانو ته بده پیړۍ وي که هڅه ونه کړي، او ممکن دا ځل بیخي بي فایدي سي او له کاره ولویږو، دلایل یې زیات دي خو زه دلته په لنډ ډول هغو دلایلو ته اشاره کوم چې  احتمال یې زیات دي. موږ نه پوهیږي یو یا څو لیسزې وروسته به کار او ژوند څنګه وي؟  یوازې دا ویلی سو چې نن سره به یې ډیر زیات تفاوت وي. نور نه پوهیږو. اما په شلمه او نوولسمه پیړۍ کې خلک پوهیدو چې څو لسیزی وروسته به کار او ژوند څنګه وي. نو خلک به خپلو اولادونو ته ویل چې درس ولوله،ښوونکی سه،بزګر یا به یې شپانه کړ یا بل مصروفیت او دوی پوهیدو چې وروسته به یا ښوونکي یا شپانه یا بل څوک وی او ښه خبره دا وه چې هغه کس به د ژوند تر پایه په هغه کار کې پاته کیدو. خو اوس دا هرڅه بدلون کړی، که تاسو اوس ښه ډرایور یاست نو لس کاله یا ډیر زر، نور موټرونه د مصنوعي ذکاوت په مرسته ټول اټومات کیږي او هیڅ موټرچلوونکي ته اړتیا نسته. که تاسو اوس خبریال یاست نو لس کاله وروسته د مصنوعي ذکاوت په مرسته روبوټونه تر تاسو ښه خبرونه وړاندي کوي،له برښتا پرته بل هیڅ مصرف نه لری، نو تاسو دندې له لاسه ورکوي. 
 
که تاسو نن یو جراح ډاکټر یاست نو ممکن لس کاله وروسته روباټونه هرډول عملیات ترتاسو په ښه ډول ترسره کړي نو تاسو دندې له لاسه ورکوي،.... همداسې هر صنعت کې د مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنالوژي په مرسته دا بدلونونه را روان دی. روباټونه به د میلیونو انسانانو دندې واخلي، تر ۲۰۳۰ م کال پورې به تر شل میلیونه زیاتې دندې روباټونه مخته وړي.  ممکن ډیری نوي دندي وي، خو ستونزه داده چې دا دندې هر څوک نسي کولای،ځکه ډیر لوړ مهارتونه، سیسټماتیک تعلیمي سیسټم،ښه اقتصاد،... او د حکومت ملاتړ به غواړي.
 
اوس پنځه میلیونه افغانان په واړه او لوی بزنسونو بوخت دي، شاخوا اووه لکه افغانان له دولت سره په دنده بوخت دی، تر پنځه میلیونه زیات بی کاره دي،تر دري میلونه زیات په نشیي توکو معتاد دي بله خوا د افغان ټولني پوره نیمایې برخه چې ښځې دي له کاري اړخه فلج دي چې نه یوازې د کورنۍ اقتصاد یې  فلج کړي او  له ودي یې اچولی بلکي دولت ته هم اوس، هم په راتلوونکي کې لوی چلینج دی. 
 
بل اړخ ته د افغانستان تعلیمي او تحصلی سیسټمونه نه یوازې د مارکیټ اړتیا پوره کوي، بلکې استعدادونه هم له ودي اچوي، چې باید په هر اړخیز ډول اپډيټ سي.
ډیری خلک اروپا، امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو ته مهاجرت د ښه ژوند لپاره حللاره بولي خو اوس ټوله نړۍ له ځینو بحرانونو سره مخ ده او بل په پرمختللو هیوادونو کې د مهاجرینو لمړی نسل ته د ژوند شرایط سخت دي، د کار او مهارتونو نشتوالی، لوړ ټکس،په ځینو هیوادونو کې تبعیضی چلند، او نورې ګڼې ستونزې ددي لامل کیږي چې مهاجرینو د لمړی نسل لوی اکثریت ښه ژوند نلري، نو زما په نظر مهاجرت ښه حللاره نده.
 
بله خوا په افغانستان کې د مذهبي افراطیت او ترورزیم لپاره لا پوره زمینه مساعده ده، دا د افغانانو لپاره په دي پیړۍ کې یو بل لوی تهدید دی، ترڅنګ یې د اقلیم بدلون هم غټه ستونزه ده. له جنګ نه وروسته ډیری افغانان په ټرافیکي پیښو کې ژوند له لاسه ورکوي، ممکن له دي زیات خلک له  خرابي هوا او ناسمي عذا نه ژوند له لاسه ورکوي خو هیڅوک دا ستونزې جدي نه نیسي، له ټیکالوژي ناوړه ګټه اخیستنه، خوږو اوبو کمښت هم باید له پامه ونه غورځوو.
 
 زموږ راتلوونکی نسل چې په ۲۰۵۰ م کال کې به ژوند کوي، وړاندوینې دادي چې دا وخت به د نړۍ نفوس لس میلیاردو ته رسیږي، او د افغانستان نفوس شاوخوا ۵۰ میلیونو ته ورسیږي. او بل اړخ ته د مصنوعي ذکاوت صنعت، او نوی ټیکنالوژي د خاصو خلکو او هیوادونه په لاس کې ده، نو له ددي ثروت دي هیوادونو ته په لاس ورځي او دا هیوادونه خپل خلک په وخت روزې، سیسټمونه نوي کوي،ممکن هیڅ ستونزه ورته جوړه نسی، او له دي انقلاب نه ښه ګټه هم پورته کوي، خو که موږ یو قوی دولت، لوستي ټولنه، لوړ ذهیت،... ښه اقتصاد ونه لرو، نو موږ به له سخت بد وضعیت سره مخ سو، چې نه یوازې میلیونه کسان به بي کاره او بې فایدي سي، بلکۍ سیاسی ګټي او اعتبار به له لاسه ورکړو.