محصلين  وايي لوړو زده کړو وزارت دې د روان سمستر درسونه او پلان له ابتدا شروع کړي

دا چې کرونا ناروغي نږدې ټوله نړۍ کې د ژوند مختلفې چارې او کاروبار اغېزمن کړ، ورسره تعليمي او تحصيلي مرکزونه هم د کرونا ناروغي د خپريدو د مخنيوي په موخه تړل شوي و. په افغانستان کې هم د کرونا ناروغي د کنترول په موخه د روان 1399 هجري شمسي کال د پيل وړاندې په ټول هيواد کې پوهنتونونه د حضوري زده کړو پرمخ وتړل شول چې ورسره د لوړو زده کړو وزارت محصلينو ته د انټرنيټ په مرسته د انلاين زده کړو بديله طرحه وړاندې کړه، ياده طرحه د افغانستان غوندې هيواد کې چې د انټرنيټ له لوړ قيمت، خرابه او ټيټ کيفيت، د کم ساحې پوښښ او کمزوري مديريت سره پرمخ لاړه، د ډېرو محصلينو د غبرګون سره مخامخ شوه چې نه يوازې دوى د انلاين زده کړو پرمهال څه زده نه کړل ورسره يې انټرنيټ ته د نه لاسرسي له امله د انلاين زده کړو له بهير هم خبر نه شول. تازه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت اعلان کړى چې د کرونا ناروغي  نسبي کنترول ته په کتو د  زمري له پنځلسمې نيټې وروسته به پوهنتونونه له ځانګړو روغتيايي تدابيرو سره د حضوري زده کړو پرمخ خلاص کړي. ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت ويلي چې د پوهنتونونو د بنديز پرمهال د انلاين زده کړو بهير درسونه به د رسمي درسونو په توګه منل کيږي او د لږ مودې حضوري درسونو وروسته به مستقيم امتحانونه اخيستل کيږي، ترڅو وکولاى شي بل سمستر پيل کړي.

د وزارت دا پريکړه د ډېر شمېر محصلينو له توند غبرګون سره مخ شوه او د دوى په وينا لوړو زده کړو وزارت دې د هيواد راتلونكى نه ورانوي او د ددې هيواد د راتلونكي لپاره دې فکر وکړي، دوى وايي چې د انلاين زده کړو پرمهال يې زده کړې نه دي ترلاسه کړې او نه هم د افغانستان غوندې هيواد انټرنيټ ددې ډول زده کړو جوګه و چې دوى بايد د انټرنيټ په مرسته د پوهنتون درسونه په موثره توګه تعقيب کړي و، ترڅو يې په بدل کې ډېر څه زده؛ کړي و؛ خو دوى هيڅ موثرې زده کړې ترلاسه نه کړې.

 دا چې اوس وزارت دا سمستر د همدې بې موثريته انلاين زده کړو پر اساس پرمخ بيايي، ښايي د محصلينو او د هيواد له راتلونكي سره ستره جفا او اشتباه وي ځکه ډيرى محصلينو د انلاين زده کړو پرمهال هيڅ زده کړې نه دي ترلاسه کړې او دا به ښه وي چې لوړو زده کړو وزارت دا سمستر لغوه او له پيله په حضوري ډول شروع کړي چې ورسره به روان کال کې د يو سمستر د بشپړولو زمينه مساعده شي او بل سمستر به په عادي ډول د نوي کال پرمهال پيل شي.

دا مهمه نه ده چې لوړو زده کړو وزارت دې ضرور روان کال د نورو کلونو په شان دوه سمسترونه بشپړ کړي بلکې مهمه داده چې د محصلينو زده کړو او راتلونكي ته وکتل شي او روان سمستر له ابتدا څخه په حضوري بڼه د پخواني حالت تر کرونا مخکې د شپاړسو اوونيو له تېرولو وروسته بشپړ کړي چې ورسره به د محصلينو د زده کړې ترڅنګ په عادي او نورمال ډول د زده کړو بهير هم پرمخ لاړ شي. په ورته مهال ډيرى محصلين وايي چې دا مهمه نه ده چې موږ دې ژر تر ژره سمستر پاى ته ورسوو بلکې مهمه داده چې څه زده کړې ترلاسه کړو او بې له دې چې چې موږ څه زده نه کړو او سمستر همداسې تېر شي؛ نو نه يوازې به له درسي ستونزو سره مخامخ شو ورسره به زموږ د راتلونکي درسي جريان او زده کړو په بهير کې لويه خلا رامنځ ته کړي چې ښايي مسووليت يې د لوړو زده کړو له توان هم پورته وي؛ نو دې ټولو ستونزو، ناکاميو، تهديدونو او وضعيت ته په کتو وزارت بايد محصلينو ته د انلاين زده کړو بهير په حضوري ډول له ابتدا شروع کړي او د پخوانۍ ټاکل شوې مودې شپاړس اوونيو په تکميلولو سره دې د درسونو لړۍ په عادي او نورمال ډول پرمخ يوسي.