د جګړې د دوام زيان چا ته رسيږي ؟

سوله چې د هرهیواد يوله بنسټېزو ارزښتونو نه ګڼل کيږي؛ خو کلونه وشوه، چې افغانان ددغه ستر نعمت نه بې برخې دي. هرافغان ته سولې يو ارمان پاتې دی، چې حقيقت کې ورته ناشونی برېښي؛ خو ددغو ناخوالو او د جګړې دوام زیان څوک ورکوي؟

 ښکاره ده، چې عام ولس يې ورکوي د طالبانو د حکومت له پرځيدو وروسته ګڼو افغانانودا تمه لرل، چې هیواد يې بشپړ ټيکاو ته رسي او خلکو ته به هوسا او آرامه ژوند ورپه برخه شي، چې داسې ونشوه!!

 ورځ تربلې حالات کړکېچن شوه، افغان وژنه ډيره شوه، خلک ناهيلې شول؛ د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال تش د سولې په نوم کومه شورا چې رامنځ ته شوه، د کلونو فعاليت سره يې پرته د بوديجې له لګښته هيڅ لاس ته راوړنه نه درلود، چې دافغانانو تر نیوکو لاندې وو، چې په ترڅ کې يې د شورا مشر برهان الدین"رباني"  هم ووژل شو.

دافغان حکومت پروړاندې د امريکايانو وخت پر وخت د دریځ بدلېدل يو له هغه لاملونو ګڼل کيږي، چې د سولې بهير يې پيچلی کړی.

 عام افغانان په دې باوردي، چې د امريکا او د هغوي ملګرو ګټې په جګړه کې خوندي دي د همدې لپاره د سولې بهير له خنډ اوځنډ سره مخ دی.

 په دې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، چې ورسره جګړې هم زور اخیستی؛ خو ددغې جګړې د زور او دوام قرباني عام ولس دي، چې ورځ تربلې قرباني کيږي.

 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګري استازی زلمي خليلزاد له پراخو هلو ځلو او د څو پړاو ناستو وروسته د امريکا اوطالبانو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو، چې ددغې هوکړې اړين ټکي د بهرنیو ځواکونو وتل او همداراز د دوي ترمنځ اوربند وو؛ خو د طالبانو له لورې پرافغان ځواکونو بريدونه او جګړې زور واخېست.

 د چارو د شنونکو په باور لامل يې دا دی، چې طالبان غواړي له يوه ځواکمن اړخ په توګه افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښيني؛ خو ددې جګړې زيان لاهم عام ولس پرې کوي. د بنديانو د خلاصون بهير چې د بين الافغاني مذاکراتو د پیل لومړی شرط وو؛ چې دا بهير د افغان حکومت لخوا په چټک ډول دوام لري.

 ددې هڅو سره سره د طالبانو له لوري د جګړې ميدان کې نرمښت نه دی راغلی، چې ورسره زور اخیستی او ددې هرڅه زیان عام ولس ته رسي.